که غواړی دشهید داؤد خان روح ښاده کړئ وژونکي یې محاکمه کړئ

د لراوبر اداره | مارچ 19th, 2009





دې وروځوکې دافغانستان دپخواني مشر محمد داؤد خان دقدرونې او درناوي لپاره دحکومت له لوري يو شمېر هلې څلې پيل شوي چې به دغو هلوځلو کې کې د نوموړي دمړي دپيژندو او بيا خاورته سپارلو لپاره يو کميسون جوړشو ا و هم يي دادي خاوروته دسپارلو مراسم پرځاي سوه . سمه ده چې په دې سره به دمرحوم داؤد خان روح يو څه ارام ومومي اوافغانستان ته به دده ديو شمېر خدمتونو درناوي وشي خو اصلي اوشرعي مکلفيت اوده ته اصلي درناوي په دې توګه نه پرځاي کېږي. په داسې حال کې چي دده دقتل عاملين اودده قاتلين نه يواځې داچې روغ رمټ ګرځي بلکي ان ددولت په غټو څوکيو کي ناست دي اوياهم په راتلونکي کي دقدرت غوښتنونکي دي.

دولت ددي پرځاي چي لومړي هغه کسان چي دشهيد داؤدخان دقتل عاملين دي او هغه ټول معلوم اوله چانه پټ نه دي دمحاکمې ميز ته راوکاږي په تشريفاتي کارونو سره هسې د محمد داود خان کورني اودافغانستان ملت غولوي.

هغه وخت چي دثورکودتاه په کابل کې ترسره کيده نو دخلق اوپرچم ګوند غړي اومشران دنوموړې کودتا عاملين ؤ، په تيره بيا هغه غړي چي مستقيماْ يي په کودتا کې برخه لرله او په خپله همدغو خلقيانو اوپرچميانو به په وياړ سره دخپلي دغې کړنې يادوونه کوله. اسلم وطنجارچې اوس په کوم بهرني هيواد کي دي ، سيدمحمد ګلاب زوي چي اوس دپارلمان غړی دی، شهنوازټنی چې راتلونکو ټاکنو ته يي دولسمشري لپاره ځان کانديد کړي، جنرال عبدالقادرهم چې اوس په کوم بهرني هيواد کي دی، اويو شمېر نور پوځيان چي دنوموړي کودتاه نيغ په نيغه لارښوونکي وو چي دهغوي موندنه اومحاکمې ته کشونه کومه سخته خبره نه ده ، دغه راز دکودتاه غير پوځې مشران چي يو شمېر يي مړه شوي خو ډېر شمير يي لاژوندي دي په هيواد کي دننه اوبهر کي په کارونو بوخت دي ګوندونه يي جوړکړي اوهم په سياسي فعاليتونو بوخت دي او بده يي لا دا چي اوس هم لا له خپلي کړنې پښېمانه نه دي اوهغه تاييدوي دثور غميزې ته بريالي انقلاب وايي اوهغه دهيواد لپاره يو مثبت اورغوونکي بدلون بولي. چې دپارلمان دغړي ښاغلي علومي او دشنهواز تڼې هغه خبرې چې په تلويزيونو کي يي په دي وروستيو کي کړي دهغو يوه بېلګه ده، دغه راز خلقيان اوپرچميان بيا په داخل اوبهر کي فعاليږي او بيا دخپلو پخوانيو غوښتنو په سرټينګار کوي. چې په انترنتي سايتونو اوبهر کي په تلويزيوني پرګرامونو کي خپلې موخي څرګندوي اوپه هيواد کي يي دننه ګوندونه جوړکړي اوپه نوروڅرګندو فعاليتونو بوخت دي دغه راز په دولت اونورو بېلابېلو برخوکې خپل استازي او فعالين لري.

که چېري داسي ويل کيږي چي افغانستان کې ډېري پيښې رامېنځته شوي نود کوم قتل عاملين دي محاکمه شي مجاهيدينو هم خلک وژلي ، دغه راز طالبانو اونوروهم نو بيا ولي يواځې کمونستان محاکمه شي ؟

په دي هکله بايد وويل شي چې دخلقيانو اوپرچميانو جنايتونه بيخي مشهود اوډېر دي او هغوي نه يواځي دملت خلاف بلکي زموږ ددين خلاف کړني ترسره کړي هغوي نه يواځي چي زموږخلک وژلي زنداني کړي او په زرګونو نورجنايتونه يي سرته رسولي هيواد ته يي دټولو ملي اونړيوالو نورمونو خلاف دملګروملتو داکثريت غړو دغوښتنې خلاف دافغانانو دوژلو لپاره روسان راوستلي وو دغه راز دشهيد محمد داود خان دوژولو اويو شمير نورو قتلونو اوبندي کولو په تور ددوي جرم بيخي مشهود دي. زموږ دهيواد والو ديو نيم ميليون شهيدانو، دڅوميلينو معيوبينو ، مهاجرو اوزندانيانو ستر جنايت به کله هم نه زموږ هيواد اوهم تاريخ هير نه کړي.

يواځې په افغانستان کي د اسدالله سروري محاکمه چي هغه هم وخت په وخت ځنډېږي اوديوشمېر نورو د پخواني جاسوسي دستګاه مشرانو محاکمه چي په بهر کي شوې د هيواد دبدبختيو دعاملينو اود شهيد داؤد خان دقاتلينو په ضد دافغانستان دخلکو دنفرت او غچ اوقصاص تنده نه شي ماتلوي.

که دقضايي چارواکو له لوري داسې ادعا کېږي چې ګواکي په دي اړوند قضاي مشکل شته او دشهيد داؤ دخان کورني هم په دي اړوند کومه ادعا نه لري نو افغان ملت خو په کلکه داغوښتنه کوي اواسلامي شريعت هم داغواړي چي دقاتلينو محاکمه دي ترسره شي او که مشخصه محاکمه نه شي ترسره کيدلاي نو دولت خو کولاي شي دشهيد داؤد خان او دنورملت دقاتلينو دسياسي فعاليت او په لوړو دولتي څوکيو کي ددوي دټاکل کيدو مخه خو داوس لپاره ونيسي اوبيا وروسته دې ددوي دمحاکمه کولو لپاره لاري چاري اودلايل راغونډشي چي په دي سره به هم دشهيدانو ارواح خوښه شي اوهم به د جنايت کارانو دجنايت دبيا تکرار مخه ونيول شي.
 

Copyright Larawbar 2007-2024