داپه نامه نوروزبه څه کړم-طنز

رحيم ګل څاروان | مارچ 22nd, 2009


     پسرلیه  ځه  هغه  کلي   ودا ن   که
چي په عمر ېي خواری ليدلي نه دي
زما د  ګلو  له هر  بوټي   اغزي  زيږي
په  کلو  ېي ما  غوټی  ليدلي  نه  دي
دا په نوم نوروز به څه کړم  چي راغلی
په را تلو ېي ما  ښادی  ليدلي  نه دي
لوړاسمان اوځمکي دواړو سوګند کړی
په شيبو مي خوشحالی ليدلي نه دي
له يوه طوفان چي  وزم بل  راسر شي
زما په شان  مي  تباهی ليدلي نه دي
و چکالی مي د شنو  ونو  ټغر  ټول  کړ
د ارغند  مي بيا  مستی ليدلي نه دي
ما  تلاښ  ته  پسرلی  او  منی يو  دی
چي د ملک مي ښيرازی ليدلي نه دي

                     تلاښ — سويډن — مالمو                         

Copyright Larawbar 2007-2024