د لوړو زدكړو ښاغلى وزير دي سپيناوى وكړي!

34 | مارچ 23rd, 2009


 


د اين جانب په شمول، مي د سږكال په كانكور كي ډېرو ملګرو برخه اخيستې وه، د حوت پر نهه ويشتم ماښام د كندهار د ادبياتو پوهنځي محصل خليل الله سروري چي زما له ټينګو يارانو څخه دئ، زنګ را وواهه، ويل د كانكور نتايج يې اعلان كړل، وې ګوره، په يارانو كي څوك و څوك كاميابه دي.


ما هم ژر د لوړو زدكړو وزارت ويبپاڼي ته رجوع وكړه، خو د ښاغلي سروري خبره رښتيا وه، ويبپاڼه نه خلاصېده.


تر هغه وروسته مي ليكوال او شاعر ملګري عبدالنافع ثنا هم له عيني ستونزي شكايت وكړ، چي څو ساعته كېږي انټرنيټ ته ناست دئ، خو د لوړو زدكړو وزارت ويبپاڼه نه خلاصېږي.


شپه تېر سوه، د نوي كال په لومړۍ ورځ هم څو ځله يادي سوي ويبپاڼي ته ننوتم، خو هر وار به د نورو ځوانانو په څېر مايوسه ځني ووتم.


د نوروز په ورځ مي د كندهار د ادبياتو پوهنځي څخه مخلص يار سيداحمد قانع او په هغه ماښام بل ملګري انجينرمحمدقاسم زهير زنګونه راووهل چي اشنايه څه دي وكړه؟، ما به هر يوه ته د هغي ستونزي يادونه كوله، چي زما په ګډون په زرونو ځوانان د هيواد په ۳۴ ولايتونو كي ورسره مخ ول. انجينر قاسم وروسته يو ډېر ښه چم راوښووئ، ويل د شپې يې وګوره، ګوندي خلاصه سي.


د قاسم جان له خبري سره سم تر پخوا وختي بيده سوم او ساعت مي د سهار پر ۳ بجې عيار كئ، چي راويښ مي كړي.


پر درې بجې چي پاڼي ته ننوتم تر څو ځله منفي جواب وروسته ايله وتوانېدم، چي د ځان او ملګرو نتايج معلوم كړم، د خداى (ج) په فضل ټول د خپلي خوښي پوهنځيو ته كاميابه وو.


په ټول افغان ويبپاڼه كي مي په دې باب د ښاغلي عبدالله احمدي ليكنه وختي لا لوستې وه، چي ويل د لوړو زدكړو وزارت په لوى لاس ويبپاڼه خرابه كړې او د كابل څو كيفيو ته يې په پيسو نتايج وركړي دي، هغوى د ۵۰ افغانيو په بدل كي د خلګو نومان ګوري. (دې ته وايي اداري فساد!!!)


پنځوس افغانۍ دونه شى نه دي، خو د بدخشان، هرات او نيمروز څخه د كابل كېفيو ته ځان رسول پر پنځوسي سربېره په زرونو نوري افغانۍ غواړي، او شايد دا اوږد سفر يو چا ته د بېلابېلو عواملو او نا امنيو په سبب د سر په سودا هم تمام سي!!!


د ښاغلي احمدي ليكنه مي راپه ياد سوه، نو مي د خلګو د آسانۍ په خاطر د ليستونو كاپۍ ته ملا وتړله.


ډېر سخت كار وو، هره پاڼه مي د زړه په خوږ تر لس او پنځلس ځله كليك وروسته پرانيستله او كاپي كوله، ايله چي د سبا غرمې تر ۱۲ بجو مي ۱۲۰ پاڼي كاپي كړې او په هغه ګړي مو د لر او ويبپاڼي له لاري پر ليكه كړې.


چي څنګه موږ  ليستونه پر ليكه كړل، دوه ساعته وروسته وزارت هم ويبپاڼه ايله كړه.


 د لوړو زدكړو پر وزارت مي د فساد شك وروسته له هغه په يقين بدل سو، چي نن د دوشنبې په سهار د آزادۍ راډيو په دې اړه يو بشپړ راپور خپور كئ، او له وزير صاحب اعظم دادفر سره ږغېدلي وو، تاسي پوهېږئ چي د وزير صاحب جواب څه وو؟


جلالتماب وزير صاحب وايي: ((يو چا په غير قانوني توګه له وزارت څخه ليستونه ايستلي وو او په بازار كي يې د پيسو په بدل كي خلګو ته ښكاره كول، چي په دې اړه د دوى څېړني رواني دي)).


خو وزير صاحب دا نه وويل((چي ليستونه خو په غير قانوني ډول وتلي وو، نو ويبپاڼه يې ولي بنده وه؟ او بيا چي لر او بر ويبپاڼي تر ډېرو تخنيكي هڅو وروسته ليستونه خپاره كړل، ولي دستي سمه سوه؟))


نه پوهېږم لوستونكي به څه فكر كوي، چي دا يو تصادف وو، او كه د وزارت له خوا پلان سوى كار چي كله د تجارت لار پر ودرېده، ويبپاڼه يې ايله كړه؟


د لر او بر ويبپاڼي اداره د چارواكو پر ځاى له خپلواكو مطبوعاتو څخه هيله كوي چي پورتنۍ موضوع (د لوړو زدكړو فساد يا په بله مانا نوى ماډل بيزنيس) تعقيب كړي، او په دې اړه له ښاغلي وزير څخه سپيناوى وغواړي.


 

Copyright Larawbar 2007-2024