د ( اوسپنيزو کانکريټو ډيزاين ) کتاب چاپ شو

د لراوبر اداره | مارچ 28th, 2009


دغه کتاب چې هندي انجينر سوشېل کومار ليکلى ، د انجينر محمد فريد عاطف لخوا پښتو ژبې ته ژباړل شوى او په ننګرهار کې مومند خپرندويې ټولنې لخوا د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر تازه له چاپه راوتئ دئ .

د اوسپنيزو سيمټي کانکرېټو ډيزاين ، چې په ښکلي صحافت سره په ٤٥٠ مخونو کې چاپ شوى، د RCC ساختمانونو د بېلابېلو برخو د ډيزاين په اړه  په کې ګټور معلومات وړاندې شوي دي .

د کتاب ژباړن انجينر محمد فريد عاطف چې په ١٣٧٩ لمريز لېږديز کال کې د ننګرهار د انجينرۍ پوهنځي څخه بريالى شوى او له هغې وروسته يې د اريا، انټرساس، جرمن اګرواکشن، کوه نور فاونډېشن او برک  افغانستان ادارو سره د انجينرۍ په برخه کې کار کړى ، نړۍ اونيزې ته وويل: ((په وروستيو څو کلونو کې د پښتو ژبې شعر او ادب ته ډېر کار شوى، کتابونه چاپ شوي، مجلې خپرې شوې او … خو له بده مرغه چې ددې ژبې علمي برخه اوس هم  ډېره خواره ده او هيڅ کار ورته نه دى شوى، په تېره بيا د انجينرۍ په برخه کې مونږ په پښتو ژبه کې هيڅ د يادونې وړ اثر نه لرو.))

هغه زياته کړه: ((د همدې اړتيا او خپلو خلکو ته د خدمت د احساس له مخې مې ددې کتاب ژباړلو ته ملا وتړله چې الحمد لله په خپلې دې هڅې کې بريالى شوم.))

د انجينر عاطف په وينا هغه په پام کې لري چې د انجينرۍ په برخه کې نور کتابونه  هم  پښتو  ته راوژباړي.

په ننګرهار کې د UN-HABITAT د ادارې يو کاروکوونکي انجينر  الله محمد سيرت نوموړى کتاب د پښتنو انجينرانو او  په تېره بيا د پوهنتون محصلينو ته ډېر ګټور ګڼي. هغه نړۍ اونيزې ته وويل: (( د کتاب ژبه ډېره ساده ، روانه او د فهم وړ ده.))

انجينر سيرت له مومند خپرندويې ټولنې څخه هم د خوښۍ څرګندونه وکړه چې د دا ډول علمي کتابونو چاپولو ته يې پام کړئ دئ .

په ننګرهار کې د مومند خپرندويې ټولنې مشر نصيرمومند نړۍ ته وويل: ((ددې ګټور کتاب تر څنګ مونږ په روانه اونۍ کې څلور نور بېلابېل کتابونه هم چاپ کړي دي .))

هغه زياته کړه: ((مونږ په پام کې لرو چې د علمي کتابونو چاپولو ته ملا وتړو.))

د يادونې وړ ده چې نوموړى کتاب په ننګرهار کې د مومند او هارون کتاب پلورنځيو تر څنګ د کابل، خوست ، کندهار ، مزار او هرات ولايتونو  له ګڼو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کېدائ شي .

Copyright Larawbar 2007-2024