دافغاني ادب لنډ جاج
لیکواله :کشور ناهید
ژباړن : محبوب الله محبوب
له کله راهیسې چې په ایران کې انقلاب راغلی و نو دا زما لویه غوښتنه وه چې له هغه وخت سره په تړاو له ایران څخه بېرون او اوپه ایران کې دننه چې کوم ادبیات پنځېږي ، هغه څه ډول دي او څرنګه دي . که څه هم له ایران نه بېرون ادبیات ترلاسه کېدل ، په اروپايي کتاب پلورنځیو کې هغه ایراني ادبیات چې تر انقلاب وروسته لیکل شوي دي ، په هغو کې اسلام پوښلې څهرې او چاپیریال زیات تر سترګو کېږي . زما په اند دشیرین عبادي خپل کتاب (( دایران ویښېدا )) لومړنی کتاب دی چې د ډاکتر مصدق له وخته رانیولې تر رضا شا پهلوي پورې او بیا دخمیني تر انقلابه وروسته سیاسي او ټولنیزو حالاتو په لیکلو سره موږ ته نوی ایران راپېژني .
تر ایران وروسته زما دویمه غوښتنه دافغانستان په اړه وه چې هلته څه ادبیات پنځېږي چې هسې دمدرسې ،غارونو، کندو، دښځو له چادري پرته قتلول ، ږيرې او … دا هم راته مالومه وه چې دافغانستان نوی ځوان نسل له پخواني نسل نه يو څه بېل دی . هغه دانګليسي ژبې لوست ، موسيقي ، نڅا او دډرامو له لوبولو او لیکلو سره لېوالتیا لري مګر ددې نسل سره هم دسپین پوستو امریکایانو پر خلاف قهر او غصه دومره قوي ده چې په مرستندویه ادارو کې ټول سپین پوستي کارکوونکي د مرمیو ضد موټرو کې سفر کوي او لمبا نیولې تر ګوالف پورې ټولې لوبې داوسېدو په ځایونو کې ترسره کوي .
دراشد خټک نه ډېره مننه کوم چې دسعدالدین شپون ناول اوعبدالوکیل شینواري دښځو په اړه کيسې په اردو کې ژباړلې دي . ددې کیسو او ناول په لوستو سره داوسني افغانستان ټولنیز انځور دومره روښانه تر سترګو کېږي چې څوځله ورته زړه لړزېږي .
دبدمرغۍ خبره خو داده چې خلک دکورونو پر ځای په غارونو کې اوسېږي . دپیازو او رومیانو په ښوروا کې ماته کړې ډوډۍ غنیمت ګڼي . یو ځل چې پسه يا وزه حلاله کړي نو غوښه یې وچوي او بیا ترې ښوروا جوړوي . نجونې په کورونو کې بندیوانې دي . خلک له غارونو وځي پر غرونو پلي مزلونه کوي او نورو غارونو ته دخپلوانو او دوستانو لیدو ته ورځي . دنجونو او دښمنانو وژنه یا پرازبکې او تاجکې نجلۍ تېرۍ دنارینتوب او ورځنیو چارو برخه ګڼل کېږي . دکیکرو ښکار او دهغې نه ښوروا جوړول یو عام دود ګرځېدلی ، ښځه دسړي لپاره نه ده بلکې له ځنګله نه لرګي راوړي ، په غارونو کې دخښتو په نغریو کې تودې ډوډۍ پخوي او خوري . داوښ ، غوايي ، اوزې او پسه غوښه رواده . که جلۍ پيداشي نو په کور کې ویر او که هلک وي نو لږتر لږه دوه غویان قرباني کېږي . دشپې دتېرېدو لپاره هر ډول خوند اخیستنه روا ده . داوخت په ایمان کې خلل پېښېږي ، دسهار له اذانه مخته ټولې خپلوۍ پای ته رسېدلې او دلمونځونو کول هم پکار وي . څه مې چې وویل دهغهو کیسو اخیستنې دي چې وکیل شینواري او سعدالدین شپون په افغاني ژبه لیکلې او راشد خټک راژباړلې دي . دناول عنوان ((دسمڅو یاران )) او دکیسو دټولګې بیا (( پنځوس میلونه )) دی . ددې کیسې:((پنځو س میلیونه)) سرلیک دامریکا دهغه اعلان نه را خیستل شوی چې په کې ویل شوي وچې هرڅوک اسامه مړ او ژوندی راولي نوهغه ته پنځویس میلونه ډالر ورکول کېږي . دکسیې اتل ګوري چې دهغه دکشر ورور څېره کټ مټ داسامه غوندې ده نو دپنځوس میلونو ډالروخوب ویني او یوه ورځ دخوب دریښتیا کېدو په خاطر خپل ورور وژني او مړی یې امریکایانو ته وروړي ، هغوی ډېر خوشالېږي خو ورته وايي چې موږ به د مړي ډي ان اې چک کوو او بیابه تاته پنځوس میلونه ډالر درکول کېږي ، او دا لس زره ډالر درسره واخله . په درېیمه ورځ دسي ای اې مامور هغه ورغواړي او ورته وايي چې له تا نه تېروتنه شوې ده او له موږ نه هم څو وارې داسې تېروتنه شوې ده خو بیاهم ستا دکوښښ په خاطردا پنځوس زره ډالر واخله . موږ په هسپانیه کې دفرینکو دوخت کیسو په لوستو سره، اوسني وخت کې دبېلګې په توګه محمد حنیف یا حامد مسعود دضیا الحق دزمانې کیسې ولیکلې نو لوېدیځ هېوادنه خفه وو او یا به شرمېدلي وي هغوی دڅه ډول حکومتونو مرسته کوي ، یوازې مرسته هم نه کوي بلکې استعمالوي او بیا یې په مرداریو کې چې هرډول وغواړي غورځوي .دافغاني کیسو په لوستلو سره دا وېره رامخته کېږي هغه چې ایا دپاکستان دطالبانو دتحریک په نامه چې په سوات کې ښونځي ، د سي ډي دکانونه او سقاوې سوزوي ، هغوی داسلام خدمت کوي ؟ په همدې ډول په افغانستان د پر ښځو باندې دزده کړو او له کورونو پر وتلو بندیز چې څه ډول خپله افغاني لیکوالو څرګنده کړې ده نو دا کیسه دیوې ورځې او یو کال نه بلکې له تېرو ۲۹ کلونو سره تړلې ده . شینواري دافغانستان دپېښو ځای یوازې کابل یا کندهار نه دی ښودلی بلکه ددې ناول اوکیسو کې دا هم ښودل شوي چې هغه افغانان چې اروپا او امریکا ته تللي دي نو ژوند دود او دستور یې نه دی بدل کړی . ماستري او ډاکتري کوي خوتر څنګ یې لمونځ او روژه چاته له ښودلو پرته په پرلپسزې توګه اداکوي . دا ارمان هم لري چې خپل وطن ته ستانه شي او خپل هېواد اباد کړي . داسې څېرې هم شته چې هېواد ته په ستنېدو سره او دخدمت دجذبې له درلودو سره بیا هم د قبیلوي نظام ښکار کېږي . وکیل شینواري داټولې کیسې په افغانستان کې نه دي لیکلي ، اوس مهال هغه په چکسلواکیه کې اوسېږي ، تردې مخته هغه په روسیه کې په نظامي برخه کې ماستري کړې ده . افغانستان کې یې بېلا بېلې دندې ترسره کړي او په پېښور کې یې دافغان لیکوالو داستازي په توګه هم کار کړی دی . تراوسه دهغه له وطن سره بېد حده میني له امله له دومره لرې نه هم دهغه په زړه کې اندېښنې دکیسو په توګه راوځي او سکون ورکوي.
سعدالدین شپون یو مشر لیکوال او ادیب دی ، په افغانستان کې هغه د منټو دپوړۍ کیسه لیکوال ګڼل کېږي او ددې ټولولیکوالو ژباړونکی بیا راشد خټک دپېښور دکرک ولسوالۍ دی .هغه انګریزي کیسې پښتو ته ژباړلي دي اوخپله شاعري هم په پښتو کې کوي .