غزني:والي او امنيې قومندان له امنيتي پوستو ليدنه وکړه

د لراوبر اداره | اپریل 27th, 2009


 

دغزني والي ډاکتر محمد عثمان عثماني دامنېې قوماندان اوپه دغه ولایت کې د ملي اردو دمیشتوځواکونوقوماندان دکابل کندهار دلویې لاری له یوشمیر هغو امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه چې په غزني پورې اړوندې دي

دغزني والي ډاکټر محمد عثمان عثماني د امنېې قوماندان مل پاسوال خیالباز شیرزی او ددغه ولایت د ملي اردو قوماندان جنرال رجب علی نن په ګډه دقره باغ ولسوالي ته لاړل او د کابل کندهار پر لویه لاره یې  د کرو دسای او عسکرکوټ د سیمی له امنیتي پوستو څخه یې لیدنه وکړه

دغزني والي په یادوشویو امنیتي پوستوکې میشتو پولیسو ته په خپلو خبروکې وویل چې پولیس د ټولنې خدمت کوونکي  دي اوبې پولیسه ټولنه داسي وي لکه بې څراغه خونه  دغزني والي پولیسو ته وویل خلک له تاسو څخه دخپل سر اومال خوندیتوب غواړي چې باید تاسو په خپله دنده کې له ريښتینولي او صداقت څخه په کار اخیستود خلکو په ساتنه کې هڅي وکړي دغه راز د غزني والي د یادوشویو پوستو د سرتیرو هغه وروستي فعالیتونه وستایل چې په ترڅ کې یې د سیمی امنیت ټینګ شوی .

همدارازدغزني د امنیې قوماندان مل پاسوال شیرزي اودملي اردو قوماندان جنرال رجب علی   په خپلو خبرو کې پوليس خپلو دندو ته ځیر کړل اوهغوي ته یې وویل چې باید د امنیت په ټینګښت کې لاهڅي وکړي

د یادوني وړده چې د کرو دسای او دعسکرکوټ د پوستو پر سرتیرو دغزني د والي له خوا د هیواد اساسي قانون او د مدني حقونو یو شمیرنورکتابونه وویشل شول چې نوموړې ددغوکتابونو د ویشلو موخه دهیواد پر اساسي قانون اومدني حقونو باندې د پولیسو لاښه پو هیدل په ګوته کړل

دا په داسي حال کې ده چې تیرکال به د کابل کندهار پرلویه لاره د یادوشویو امنیتي پوستو  له اړوندو سېمو څخه ډیرې مهال د دولت د مخالفینو د بریدونو غلا غدیو او موټرسوځونو رپو ټونه تر لاسه کیدل خو په دې وروستیو کې په یاده شوي سیمه کې امنیت ټینګ شوي او د بریدونو غلاغدیو او موټر سوځونو کومه پیښه نده را مېنځته شوي

Copyright Larawbar 2007-2024