اجرائيه ريس هلمند

ډاکټرعبدالله عبدالله د هلمندجګړې زخميان وليدل


د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هلمند ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن ماخستن د لښکرګاه ښار په ایمرجنسي روغتون کي د جګړې له زخمیانو څخه لیدنه وکړه. د یاد روغتون مسؤلینو اجرائیه رئیس ته د یادي لیدنيپرمهال وویل،‌ چي دغه روغتون سل بستره لري خو تازه تازه ورته لس بستره نور هم اضافه سوي چي، په دې سره به د جګړوقربانیانو ته د رسېدني وضعیت بهتره سي. هغوی وویل،‌ چي په هلمند کي د […]

بشپړ متن
لراوبر ملي اردو

کندهار:په ميوند کي ۳طالبان مړه ۲ ټپيان سويدي


کندهار- افغانستان: په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د ۲۰۵ اتل قول اردو جزوتامونو او نورو ملي اوامنیتې ځواکونو د (اتل) په نامه ګډجګړه ایز اوچاڼیزوعملیاتو په ترڅ کې چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالی کی تر ســره شول ۳ طالبان وژل شوي او ۲کسه طالبان ټپیان شویدي اوهمدارنګه (۲)کړی د وسایطو ضد ماینونه چی د تر طالبانو له خوا د لویو  لارو په اوږدو کې ځاي پر ځای شوي ول کشف او شنډ کړي دي. طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بشپړ متن
شاهين قول اردو۲۰۹ شمال

په سمنګان او فارياب کي طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


بلخ افغانستان:  امنيتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د سمنګان د منقوتن په سيمه کي يو طالب وژلی او ۳ نور زخميان کړيدي.دا خبره د شاهين قول اردو د اړيکو مسول ډګروال عبدالقهار آرام لراوبر ته وکړې. نوموړی وايي د طالبانو يو سراچه موټر ، ۳زخميان او وسلې د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي. […]

بشپړ متن
Wesa books

قلم لاري ټولني په روزګان کي کتابتون پرانيست


د قلم لار ټولنې د خپلو هڅو په لړ کي په اتم خو په اروزګان ولایت کي لومړی عامه کتابتون پرانیست؛ د قلم لار ټولنې د اروزګان ولایت د ځوانانو په مرسته د اروزګان ولس لپاره عامه کتابتون پرانیست چي هرڅوک کولای سې له ګټه ورڅخه پورته کړې. مخکې له دې په هلته کوم عامه […]

بشپړ متن

کندوز:شپږغیري مسوله وسله وال نامعلومه کسانووژلي دي


دکندوز په خان آبادولسوالۍ کې شپږغیري مسوله وسله وال نامعلومه کسانووژلي دي  محفوظ الله اکبری په شمال ختیځ کې د۸۰۸ سپین زر زون ویاند وایی چې وژل شوي شپږتنه دغیری مسوله وسله والو دقومندان فتح کسان دي چې دخان اباد دده ویران په کلې کې ناڅرګندو کسانو وژلي دي تردې دمه ددې پیښې په تړاو […]

بشپړ متن
اصف ننګ ضد مظاهره

په فراه کي د والي ضد لاريونونه روان دي


زرګونو لاریون کوونکو دیوه لاریون په ترڅ کې  دفراه دوالي اصف ننګ دګوښه کیدو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ که يې دولت غوښتني ونه مني، دکابل –کندهار – هرات لویه لار به دخلګو پرمخ وتړي او ددولت سره به خپلي اړیکي پري کړي. زرګونو لاریونکوونکو د۳ شنبې په سهار دفراه ولایت په مرکز کې دیوه لاریون په […]

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024