د پخواني وختو کيسه ده نقل سوې د اولنو له خوا رشتیا ده بلل سوې په ليري پروت یوه هیواد کي يو مُلزم د محکمې له خوا اعلان سو پړ مُجرم بیا د سزا فيصله وسوه محکمه کي چي شل دُرې يا به شل پياز خوري عجله کي مُجرم خوشال سو ويل پياز و ماته […]
بشپړ متنننداره ده نندار ـ منظوم نکل
احمد ولي اڅکزی
د شاګردانو امتحان ؤ په سالون کي څوک ؤ له يخه څوک له بيري په لړزون کي سرمعلم وويل پنځه دقيقې وخت سته تکليف که کوم د پوهاوي درسره سخت سته خپلي پوښتني اوس لا وکړئ اوس لا وخت دی بيا خاموشي غواړم او نور نو ستاسو بخت دی يو ګوډ شاګرد سو را روان […]
بشپړ متنپاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
احمد ولي اڅکزی
د ښکار پر وخت په يو ځنګل کي يو پاچا سو د وزير او د غلام څخه جُدا درې واړه ورک سول ځغلول يې خپل آسونه يو خو پرېشان ول بل يې ستړي کړل ځانونه غلام لومړی ؤ چي يې وليدی يو پير په سترګو ړوند ؤ په فکرونو کي راګير نه ستړې مسې نه […]
بشپړ متند ملالۍ نانۍ خور ـ د ماشومانو شعر
احمد ولي اڅکزی
ملالۍ وايي خپلي مور ته چي له مکتبه راسم کور ته زما همصنفياني مي ياديږي کور کي مي زړه ډېر په تنګيږي کاشکي مي مشره خور لرلای زه به يې ډېره نازولای درسونه ما به پر ويلای امرونه ما به پر کولای اخيستای ما به يې ګوډياني څوک مېلمنې څوک يې ناوياني لوبي به موږ […]
بشپړ متنزمری او نانی موږک ـ د ماشومانو منظوم نکل
احمد ولي اڅکزی
و لمر ته پروت ؤ يو زمری ښه ډوب بيده ؤ په خوب کي هم هغه پاچا د دې ځنګله ؤ په دغه حال کي يو موږک راغلی له غاره ځاغسته راځغاسته يې کړه پېل پر دغه لاره کوچنی موږک ؤ خپلي لوبي يې کولې کله خاموش چيغي به يې کله ووهلې په دغه حال […]
بشپړ متنڅلور دي کال کي موسمونه ـ د ماشومانو شعر
احمد ولي اڅکزی
څلور دي کال کي موسمونه هر يو جلا لري خوندونه لنډي سي شپې ورځي اوږدې سي په دوبي ټول خولې خولې سي له اوبو ډک چي يخ منګی وي په دوبي يخ د چا زړګی وي چي دوبی ولاړ سي، راسي منی په وچو پاڼو ډک سي کلی زنګوي وني تېز بادونه ور رژوي يې […]
بشپړ متنترپ و تروپ دی ـ شعر د ناني زړګيانو له پاره
احمد ولي اڅکزی
ترپ و تروپ دی کړپ و کړوپ دی دا څه حال دی شړپ و شړوپ دی خندکيان يې ټول حيران کړل درب و دروب دی سرپ و سروپ دی کړوپ بابا يې په غوسه کی ټک و ټوک دی ټخ و ټوخ دی زموږ نانی ورور يې راويښ کی ټس و ټوس دی ډز و […]
بشپړ متناې سپيني واوري ـ د ماشومانو شعر
احمد ولي اڅکزی
اې سپيني واوري سپين لمنې ولي نه اورې زموږ پر کلي منم چي لاره دي اوږده ده پر هسکه وريځه دي دېره ده خو راسه راسه واورېږه په خپلو ستورو وځلېږه پرېوزه پر بوټو ښه يې اوبه کړه تر سپين غلاف لاندي يې بېده کړه ماشومان ټول په انتظار دي ناني چيګان يې ستا پر لار دي […]
بشپړ متن