د ويتنام تکرار، د ډېن سیمپسن د ليکني ژباړه

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2016


درنو لوستونکو: د امریکا پخواني سفیر ښاغلي ډېن سیمپسن د پیتسبورګ پوسټ-ګازیټ په اخبار کي د فبروري پر ۲۴ باندي په افغانستان او ویتنام کي د امریکا د دوامدارې نظامي مداخلو په باب جالبه مقایسوي مقاله خپره کړې ده.  ما هڅه کړېده چي د ښاغلي سیمپسن د مقالې مهم ټکي په مختصره توګه دلته ستاسو سره شریک کړم.  (واحد فقيري)   د ویتنام تکرار   زه […]

بشپړ متن

اجرایوي رئیس: د سولې په پروسه کې به دیني عالمان بارزه ونډه ولري

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2016


د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا له غړو سره ولیدل. په دې ناسته کې لومړی د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورامشر شیخ الحدیث و القران مولوي قیام الدن کشاف په خپله ویناکې، د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو په غښتلتیا ټینګار وکړ. هغه له اخلاقي او اداري سره د حکومت د جدي مبارزې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې حکومت باید د دې خطرناکو پدیدو پروړاندې هر څه ژر اقدام وکړي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې له ټولو دیني عالمانو مننه وکړه، چې تلیې په حساسو شرایطو او شېبو کې مخکښ او رغوونکی رول تر سره کړی دی. اجرایوي رئيس وویل، چې د دیني عالمان په هېڅ وړاندیز به سترګې نه پټېږي، بلکې حکومت به ورته ځانګړې پاملرنه کوي. هغه له دیني عالمانو وغوښتل، چې تل حکومت خپلومسوولیتونو او نیمګړتیاوو ته متوجه کړي. نوموړي زیاته کړه: دیني عالمان په هر حال کې په ټولنه کېخاص او ځانګړی ځای لري. خبره یې په خلک اغېز لري او ددیني عالمانو له ملاتړ پرته د نظام استحکام ناممکنه دی؛ نو په ټولو برخو کې موږ ستاسو وړاندیزو، مشورو او نظرونو ته هرکلی وایو. ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: د دیني عالمانو چې د خلکو رهبري پرغاړه لري، وړاندیزونه د وضعیت د ښه والي لامل کېږي، د ټولنې د اصلاح لامل کېږي او د دې لامل کېږي، چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن له منځه لاړ شي. ډاډ درکوم، چې ستاسو وړاندیزونه به بې عمله نه پاتې کېږي او پاملرنه به ورته کېږي. نوموړي له دیني عالمانو سره ناسته د ځان لپاره ویاړ وباله او دسولې په پروسه کې یې د دیني عالمانو په ارزښتمنه او بارزهونډه ټينګار وکړ. ده وویل: د سولې په عالي شورا کې هم د عالمانو د سرتاسريشورا غړي شته او د سولې په پروسه کې به هم دوی حضورولري.

بشپړ متن

پروان: ملي امنيت د سړي تښتوونکو د ډلي مشر او ۵ غړي نيولي دي

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2016


د ملي امنیت لوی ریاست وايي چي موظفینو يې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د سړي تښتوونکو یو تن مشر محمد افضل چې په تورن جنرال پیکار مشهور دی د یوې مېرمنې په ګډون دده د ډلې له پنځو تنو غړو سره باالفعل له ۲۳ میله  بېلابېلو وسلو، دوه تنډرا او بنز ډوله موټرو، […]

بشپړ متن

خوست: د ۳۰م. افغانيو په لګښت ۳۴،۹ ک.م. سړکونه جوړ سول

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2016


په خوست کې پنځه سړکونه ترجوړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شول. دنړیوال بانک په مالي مرسته دخوست ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په څه د پاسه درې دېرش مېلیونه افغانۍ لګښت باندې د (۳۴،۹) کیلومتره په اندازه  پنځه دریمه درجه سړکونه ترجغل اچولو وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخېستنې ته […]

بشپړ متن

کندهار: ملي امنيت رياست څلور طالب جنګيالي نيولي دي

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2016


د کندهار د ملي امنيت چارواکي وايي  څلور طالبان يې چي د کندهار ولايت  په بېلابېلو برخو کي يې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول، ونيول سول.  نيول سوي کسان، محمد عاقب داحمد آخند زاده زوى اصلي دهلمند ولايت دکجکي ولسوالۍ او فعلي دکندهار ښار د درېيمي ناحيې اوسيدونکى،شريف الله  دګلالي زوى اصلي او فعلي دکندهار ولايت […]

بشپړ متن

دافغانستان او روسیې د اقتصادي او سوداګریزوهمکاریو د ګډ کمیسیون دریمه ناسته جوړه شوه

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2016


د افغانستان او روسیې هیواد ترمنځ د اقتصادياو سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون دریمه ناسته د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د روسې فدراتیف د انرژي مرستیال وزیر ښاغلي یوري سینتیورین په مشرۍ چې په کې د روسې هیواد نژدې د 50 شرکتونو استازو ګډون کړی وو، د کب د میاشتې په 12 مه د دوو ورځو له پاره د انټرکانټینینټل په هوټل کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو، نفتي […]

بشپړ متن

په لغمان کې د زون په کچه د دیني علماوو کنفرانس جوړ شو

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2016


په لغمان ولایت کې د ولایت مقام په نوښت د سولې او ثبات د ټینګښت،نیشه يي توکو او غصب پر وړاندې د مبارزې په تړاو د زون په کچه لوی او مهم کنفرانس جوړ شو چې په کې د لغمان،ننګرهار،کونړ او نورستان ولایتونو په لسګونو جیدو دیني علماوو برخه اخیستې وه.لغمان والي عبدالجبار نعیمي،په ولسي […]

بشپړ متن

جرګه زموږ په تاريخ کي ډير لوړ ځای لري

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2016


اسدالله الفت

بشپړ متن

Copyright Larawbar 2007-2024