کور / د ډيورنډ کرښه / جرمني:دډيورنډ کرښي په اړه غونډه او پريکړه ليک يې

جرمني:دډيورنډ کرښي په اړه غونډه او پريکړه ليک يې

په جرمني کې د ډيورنډ د کرښې په اړه يوه علمي غونډه جوړ ه شوه


د جمعې ورځ  د 2007 فبرورۍ په نهمه نېټه د جرمني د فرانکفورت په ښار کې ، د ډيورنډ د تپل شوې کرښې او پر دغه کرښه د پاکستان له لوري دماينونو د ښخولو او اغزن مزي د غزولو په اړه يوه علمي غونډه جوړه شوه . په دغه غونډه کې ، چې  په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په بلنه رابلل شوې وه ،  پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ ، پوهنوال ډاکتر روستار ترکي ، ډاکتر سروررونا او په انګلستان کې د پښتونخوا عوامي پارټۍ استازي ښاغلي شېر اعظم خپلې علمي مقالې او ويناوې واورولې .  همداراز له کوزې پښتونخوا څخه د تلفون په کرښه د عوامي نشنل پارټۍ د مرکزي کمېتې غړي او د پاکستان په پارلمان کې وکيل ښاغلي لطيف اپرېدي ،د  پښتونخوا عوامي پارټۍ مشر مرستيال ښاغلي عبدالرحيم مندوخېل او د عوامي نشنل پارټۍ يو بل مشر افضل خان لالا خپلې ويناوې واورولې . د غونډې ټولو ويناوالو د ډيورنډ کرښه  نا قانانونه  او بې اعتباره پوله وګڼله او پر دغه کرښه يې د ماينونو ښخول او د اغزن مزي غزول په کلکه وغندل او هغه يې د بشريت پر ضد جنايت و ګاڼه . د غونډې په پای کې د رايو په اتفاق يو پرېکړه ليک  تصويب شو.






دډيورنډ کرښه او په اروپا کې د استوګنو افغانانوګډه اعلاميه 
د 2007 کال د فبرورۍ نهمه


جرمني ، دفرانکفورت ښار  
 
د 1385 لمريز د سلواغې ( دلوې ) په شلمه ( د 2007 ع کال د فبرورۍ پر نهمه ) د جرمني د فرانکفورت په ښار کې د ډيورنډ د تپل شوې کرښې او د پاکستان له لوري پر دغه کرښه د ماينونو او اغزن دېوال په اړه ، په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په بلنه ، په اروپا کې د استوګنو افغانانو يوه لويه غونډه جوړه شوه ، چې د بېلا بېلو کلتوري ، اجتماعي او سياسي سازمانانونو غړوګډون په کې کړی وو . په غونډه کې د اروپا له بېلا بېلو هېوادونوڅخه په سلګونو افغانانو د واحد ملي ـ افغاني دريځ د څرګندولو لپاره برخه اخېستې وه . ددې غونډې په بهير کې د افغانستان او پښتونخوا يو شمېر علمي او سياسي شخصيتونو خپلې علمي مقالې واورولې او په پای کې دغه ټکي د غونډې د اعلاميې په توګه اعلان شول :


1 ــ د ډيورنډ د توافق ليک له مخې د افغانستان يوه برخه د برتانوي هند له خوا د خپل نفوذ د سيمې په توګه اعلان شوې او وروسته تصرف شوې ده . تر اوسه پورې حتی داسې يو متن نه دی په ډاګه شوی چې امير او ډيورند لاسليک کړی وي او موجود متن د اعتبار وړ نه دی . دغه کرښه حقوقي حيثيت نه لري ، هېڅکله د سياسي پولې په توګه نه ده منل شوې او نه هم د منلو وړ ده .


2 ـ د ديورنډ د تحميلي کرښې د راتلونکي برخليک په اړه پرېکړه او د منلو يا نه منلو موضوع يې ، د دغې کرښې د دواړو خواوو په افغانانو پورې اړه لري . دغه پرېکړه بايد  خپله اولسونه په يو مصئون ، سوله ييز او با امنه چاپېريال کې د آزادې ارادې له مخې وکړي .


زموږ په نظر په اوسنيو شرايطو کې د کرښې دواړو خواوو ته د امن او سولې چاپېريال او د آزادې ارادې د څرګندېدو لپاره هېڅ ډول امکانات نه دي برابر . لا دجګړې لوګي پورته دي او د ناامنۍ ، شخړو او بې باورۍ په داسې يوه فضا کې د داسې يوې خورا مهمې مسألې په هکله پرېکړه ناشونې ده . موږ په دې باور يو چې دغه پرېکړه ، نه د افغانستان او پاکستان پر حکومتونو پورې اړه لري او نه يې په پارلمانانونو پورې ، بلکې د اولس د آزادې ارادې پرېکړه بايد د ټول اولس د مستقيماو مخامخ نظر د څرګندونې له مخې تر سره شي .


3 ـ د غونډې برخه وال پر دغې کرښې د اغزن تار او ماينونو ښخول ، له ټولو نړيوالو تړونونو او کنوانسيونو سره په مخالفت کې ګڼي او په کلکه يې ردوي . موږ په دې نظر يو چې د جګړې ، ترهګرۍ او مداخلې بهانې نه داغزن تار او ماين په وسيله له منځه ځي او نه د تشو تبليغاتو په بهيرونو ، بلکې په رښتيني ارادې پورې اړه پيدا کوي .


څرنګه چې د استعمار د راپاتې کرښې ( ډيورنډ ) په وسيله نه يوازې دا چې يو واحد ملت ، يا يو کلی جلا شوی ، بلکې د دوو وروڼو يو کور په دوو برخو وېشل شوی دی ، له همدې کبله د دغه اولس ، د دغو  وروڼو تر منځ د اړيکو د شلولو لپاره د ماينونو ښخول او داغزن دېوال جوړول يو ستر بشري جنايت دی .


4 ـ موږد افغانستان له چارواکو څخه غوښتنه کوو ، چې د کرښې اخوا پښتنو او بلوڅو وروڼو ته په کلتوري ، اقتصادي او ښوونيزو برخو کې پوره پاملرنه وکړي او د دغو اولسونوتر منځ عنعنوي اړيکي د پخوا په څېر ټينګ وساتي . دغه راز له نړيوالې ټولنې څخه هيله لرو چې د کرښې په دواړو خواوو کې د کړ کېچ د پای ته رسولو لپاره د دغو سيمو تعليمي ، اجتماعي او اقتصادي ودې ته پاملرنه وکړي او هلته د سترو اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره ژوره ستراتيژي طرحه کړي . په سيمه کې د سوله ييز ژوند لپاره دا يوازنۍ او بنسټيزه لاره ده .


پای