کور / د ډيورنډ کرښه / پښتو ژبه او پښتانه

پښتو ژبه او پښتانه

د محکومو قومونو ژبه هم محکومه وي. په رسمي او ملي پیښو کې د حاکم ټولي او قوم ژبه کارول کیږي. محکوم قومونه اړ دي چې د حاکمه ټولي او قوم ژبه زده او د هغه سره سم خپلې ورځني چارې سمبال کړي .
په دموکراتیکو نظامونو کې معمولا د هغه هیواد د اکثریت خلکو ژبه ملي ژبه ګڼل کیږي. خو د هغې په اړخ کې د لږکیو ژبو ته هم پاملرنه کیږي.
په  استبدادي رژیمونو کې معمولا د محدود ټولګي ژبه حاکمه وي. د ځينو په ظاهرا دموکراسي ( لکه افغانستان) هیوادونو کې همدا حال وي.
پښتو ژبه او واکمنان:
دلته په افغانستان کې د اکثریت ژبه د سلګونو کلونو را پدې خوا محکومه وه  او ده. دلته په ډیرودربارونو کې پارسي ژبه حاکمه او ځینو حاکمانو د تعصب له مخې د پارسي ژبو شاعرانو خولې د طلاو څخه ډکولې او همدغو واکمنانو د پښتو ژبو شاعرانو ژبې پرې کولې.
دلته د پښتنو سره د واکمنانو له خوا د محکوم اولس په توګه چلند کړی دی.
ځینې متعصبې کړۍ دا وایي چې پښتنو په دې هیواد دوه سوه کاله حکومت کړی دی او هم یو شمیر
پښتانه په دې ځانونه تیر باسي چې  له دوه سوه کالو راپدې خوا ددې هېواد واکمنان په دوی   تړلي و او یا اوسنی رییس جمهور هم پښتو ژبې دي.
باید په ډاګه ووایو چې  د سردار محمد داود خان څخه نیولي د ظاهر شاه په ګډون تر شاشجاع او تیمور شاه پورې هېچا د هیڅ کوم پادشاه څخه په پښتو ژبه خبرې نه دي اوریدلي  او نه دوی دا ژبه د ملی ، رسمي او درباري ژبې په توګه کارولي ده  بلکې دوی په عمل کې دپښتو ژبې سره دښمنی کړي او هغه یې کمزوري کړي ده .
 ځینوپخوانیو واکمنانو تظاهری کارونو( پښتو ټولنې جوړول، پښتو کورسونه، پښتو ژبې ته د ملي ژبې لقب او  په پوځ کې کوماندې )  هم پښتو ته کومه ګټه نه ده رسولي.
دا ښکاره خبره ده چې د ستر احمدشاه بابا د مړینې څخه وروسته پښتو ژبه هم د دربار څخه وایستل شوه او اوس داسې حالت راغلی چې په افغانستان ، پښتونخوا، بلوچستان او کراچې کې نه یوازې دوی  د یوه محکوم او دوهمه درجه اولس په توګه ژوند کوي بلکې د هغوی ژبه هم یوازې د اولسونو په منځ کې ژوندی ده .
د ا ډيره موده کیږي چې په پښتو او نورو سیمه ایزو ژبو باندې د پارسیوان حاکم ټولي خوا ملنډې وهل شوي او وهل کیږي.
دا به زموږ ډيرو هیوادوالو لیدلي وي چې د اوسني حاکم پارسیوان ټولی سره که  په پښتو خبرې کوې  نو سمدلاسه په ډیره بې شرمی سره درته وایي چې ( چي دغه بغه میګي پارسي ګپ بزن) . ښایي زموږ ډیر هیوادوال په دې خبر وي چې په ولسي جرګه کې د یوه کمیسون مشر یوه دولتي چارواکي ته چې په پښتو ژبه یې رپوټ ورکاوه سپکې سپورې ویلي وې.
په خپله پښتانه د چا ژبې او قوم ته توهین نه بلکې ورته د درنښت په سترګه ګوري.
پښتنو په خپله پښتو ژبې ته څه کړي دي؟
په ټوله نړی کې خلک د خپلې ژبې احترام کوي او د هغې د ودې له پاره هلې ځلې کوي. دوی په خپلو ژبو باند ې په خبرو کولو باندې ویاړي. دوی نه یوازې په خپلو منځو کې په خپلو ژبو خبرې کوي بلکې هڅه کوي چې د نورو سره هم په خپلو ژبو خبرې وکړي.
په پښتنو کې یو زیات شمیر لیکوالانو، شاعرانو او سیاستوالو ډيره پاملرنه کړي ده او په دې لاره کې یې ډير د ارځښت وړ خدمتونه کړي دي.
د میلاد څخه نږدی دوه زره کاله مخکې یوه مشهور ژبپوه چې پانیني نومیده د زړې پښتو ګرامر ولیکه.
په دې ډول تر ننه ډير نومورکي لوی عالمان او لیکوالان تیر شوي او هغوی چې لیکنې شته دي د نړی د ادبیاتو سره سیالي کوي.
په دې ډول د پښتو د اولسي ادبیات ډير غني او شتمن دي او پښتون اولس دې ادبیاتو په منظم ډول وده ورکوي.
په پښتو ژبه مطبوعات:
له هغه مهال چې د شمس النهار جریده خپره شوی تر ننه پارسي ژبه د رسمي مطبوعاتو اصلي ژبه وه او ده. په دولتي مطبوعاتوکې پښتو ډيره لږه او یوازې د پښتنو د تیر ایستلو د پاره کاریده. تر اوسه دولتي مطبوعات پارسي ژبی مطبوعات و او دي.
په پښتو خبرې:
د یو شمیر پښتنو چلند د خپلې ژبې سره ډير سرسري دی  او حتی د وی خپلې ژبې ته هیڅ اهمیت نه ورکوي.
د ساری په ډول که چیرې شل او یا د هغې څخه زیات کسان چې ژبه یې پښتو وي یو ځای ناست وی او که یو پارسي ژبی راشي نو دوی ټول وایې چې( په پارسي باندې خبرې کوو تر څو نوموړي پارسیوان هم پوه شي.)
بله دا چې ټولو ته دا جوته ده چې د افغانستان د سترو ښارونو اکثریت اوسیدونکي پښتانه دي خو دوی کله چې د کوره راووځي بیا نو که د نا اشنا سړی  سره مخامخ شي ورسره په پارسي ژبه ګړیږي  بیا وروسته چې څو منټه یې خبرې سره وکړې هلته پوه شي چې پښتو ژبي د ی بیا په پښتو ژبه خبرې کوي .
همدا سبب دی چې په خپله پښتنو کابل ، هرات ، مزار ، کندز ته د پارسي ژبو ښارونو بڼه نیولي ده . دا یو ښکاره حقیقت دی چې که چیرې پښتانه په خپلو منځو او د نورو سره په پښتو ژبه خبرې وکړي دا ښارونه په بشپړ ډول سره د پښتو ژبو ښارونو شکل ځانو ته نیسي.
په پښتو لیکنې:
د پښتنو د لویو لیکوالانو او شاعرانو په اړخ کې چې ډیر لوړ اثار یې رامنځته کړي دي  ځینو پښتو ژبو لیکوالانو ددې د پاره چې ځانونه ډیر با استعداده وښيي او یا په دربارونو کې حاکمه پارسیوان ټولیو ته ځانونه نږدې کړي بیا نو ټولې او یا مهمې لیکنې په پارسي ژبه تر سره کړي او  کوي یې. په سلګونو پښتنو ډاکټرانو ، پوځي ماهرانو ، انجینرانو، تاریخ پوهانو ، سیاست پوهانو، ژورنالیستانو او لویو دیني علماو خپله ژبه یې د لیکنې په برخه کې پریښي او پارسي ته یې مخونه اړولي و او دي.
په پښتونخوا کې هم د زیات شمیر لیکوالانو همد ا حال دی چې دوی خپل کمالونه په اردو ژبه کې ښودلي دي.
خو ددې په اړخ کې زیات شمیر پښتنو پوهانو د خپلې ژبې او خلکو په وړاندې خپل مسوولیتونه پیژندلي دي او ډیر ارزښتناک اثار یې لیکلي دي.
په مورني ژبه لوست:
بله دا چې پښتنو او په ځانګړي توګه په ښارونو او د هیواد په لویدیز اوشمال کې په مورني ژبه باندې د خپلوماشومانو له پاره زده کړې ته لږه پاملرنه کړي او یا یې نه ده کړي. دوی په دولت باندې فشار نه راوړي تر څو د دوی ماشومانو ته په مورنی ژبه زمینه برابره کړي . د دوی دا بې تفاوتی ددې سبب شوي ده چې د یوې خوا د دوی د ماشومانو استعدادونه وژل شي او له بلې خوا پښتو ژبه د پارسي ژبې په وړاندې کمزوري او نوی نسل د پښتو په نسبت  پارسي ته ترجیح ورکړي.
په پښتنو کورنیو کې د پارسیوانو ښځو واده کیدلو هم پښتو ژبې ته لوی ګوزار ورکړ. کله چې یوه پارسیوانه میرمن د پښتنو کورنۍ ته واده شي نو د هغې اولادونه خو څه کوې ټوله کورنې ا و د هغوی ګاونډیان هم په پارسي لګیا شوی او کیږی  دا ټکی ددې سبب شوی چې په سل ګونو ، حتی په میلیونو پښتانه ددې له امله دري ژبې شوي دي.
د رسمیاتو څخه وتلي ژبه:
دا ښکاره خبره ده چې د محمود غزنوي ، مغولو او د کابل تش په نامه پښتنو واکمنانو د محمد ظاهر شاه په ګډون په دوران کې پارسی په دربارونو کې حاکمه وه په دولت کې د دندود تر لاسه کولو له پاره سل په سلو کې د پارسي ژبې زده کړه حتمي وه نو ځکه به یو شمیر خلکو دا زیار ایسته چې پارسي ژبه زده کړي. دا ځکه چې په پارسي ژبه کې ډوډی وه .
نوموړو واکمنانوپه تیرو دوه سوه کالونو کې سل په سلو کې پارسي ژبه په رسمیاتو کې حاکمه ساتلي وه . تر نن پورې به څوک یوه شرعي قباله په پښتو ژبه پيدا نکړي.
اوسني شرایط:
اوس په افغانستان او نړی کې شرایطو بدلون موندلی دی .اوس په پارسي ژبه کې ډوډی نه شته بلکې د پارسي ژبې ځای انګلیسي ژبه نیولی دی اوس زیاتره په لیک او لوست پوه کسان زیار باسي چې په اولادونو انګلیسي ژبه زده کړي . اوس د پښتنو له پاره د پارسي ژبې زده کول هسې د وخت مصرف ، او د مغزونو خوړل دي.
دا جوته خبره ده چې اوس مهال زیات شمیر پښتو ژبی ځوانان دې ته متوجه شوي دي چې خپلې ژبې ته وده ورکړي . دوی هڅه کوي چې په دې ژبه لیکنې وکړي ژباړې وکړي تر څو چې خپله ژبه د نورو ژبو سیاله کړي.
دا ټولو ته معلومه ده چې د پښتو ژبې ادبیات د نړی د ادبیاتو سره سیال دي خو اوس د پښتنو نوی نسل په دې لټه کې دي چې دا ژبه علمي کړی اوس دوی توانیدلي دي چې دا ژبه کمپیوتر ته داخله کړي.
په اوسني مهال کې اړینه ده چې ټول پښتانه( عادي، لوړپوړي چارواکي، پوهان، د پارلمان غړي…) په پښتو ژبه ولولی، ولیکی، او خبرې وکړي.
تر ټولو دا اړینه ده چې پښتانه  په پښتو ژبه ډیر ځواکمن مطبوعات رامنځته، پښتو موسیقی او هنر ته ډیره پاملرنه وکړی. پښتنو شتمنو کسانو ته اړینه ده چې په دې لاره کې د اړونده کارکونکو مالي ملاتړ وکړي.
 په هغه صورت کې به پښتو به  د یوې غوړیدلي ژبې او پښتون قوم به ځواکمن قوم په توګه چې ځانونه د نورو برابر ګڼي رامنځته شي.