کور / مرکه / له ځوان شاعر خېبر ساحل سره مرکه

له ځوان شاعر خېبر ساحل سره مرکه

درنولوستونکودا پلاموځوان شاعراولیکوال خیبر(ساحل)غږولی.

مرکیال:خوشال درانی

۱:ګران ساحل صیب څومره وخت کېږي،چې نړۍ ته مودپیدایښت نوبت راغی؟اوچېرته؟

ځواب:مننه درانی صیب!ډېره جالبه پوښتنه دې وکړه،له نن څخه پوره دروېشت کاله وړاندې مې دې فاني نړۍ ته دپیدایښت نوبت راورسېد.اوهغه هم دننګرهارولایت په خوږیاڼیوولسوالۍ په کږه کې وزېږدم،اونوم یې راباندې خیبرکېښود،چې وروسته مې ورسره ساحل یوځای کړ.

۲:ولې شاعرشوې،اوڅه وخت؟

ځواب:دې پوښتنې ته ځواب ویل،زماپراندګران کاردی،خوبیاهم دابایدووایم چې لومړی خوشاعري دالله ج ورکړه ده،اوبل داچې ځينې ستونزې انسان دېته اړکوي،چې یوڅه ووایي.اوله نن نه مې لس کاله مخکې شعرلیکل پیل کړل.

۳:یواځې ستونزې یوڅوک شاعرکوي،خوپه دې نړۍ کې داسې خلک شته،چې ډېرې ستونزې لري،خوشاعران نه دي،نولیکوالي دې دڅه لامل و؟

ځواب:دلیکوالۍ لامل هم دادی،چې ستونزې وپلټل شي،اوټولنې ته یې دحل لارې ورپه ګوته شي،داسمه ده چې ځينې خلک ستونزې ډېرې لري،خوهغوی یې دکاغذپرمخ نه شي لیکلی.

۴:په دې لسوکالوکې دې تراوسه کومه شعري ټولګه چاپ نه شوه،ولې په خپل شعرباورنه لري،که نه کومه بله خبره ده؟

ځواب:په خپلوشعرونو بې باوره نه یم،خوزه غواړم چې شعرمې دشعرتربریده ورسېږي،بیابه کتاب چاپ کړم.

۵:ولې تراوسه درته خپل شعرشعرنه ښکاري؟

ځواب:ماته مې خپل شعرشعرښکاري،خوملګرو ځنډ کړی یم.

۶:ګران ساحل صیب:په ننګرهارکې په ادبي ناستوکې دې بیخي څرک نه لګېږي،ولې مشاعرې خوندنه درکوي؟

ځواب:په خوږیاڼیوکې مې څلورکاله په ادبي غونډوکې بیخي غیرحاضري ونه کړه،خودلته(جلال اباد)کې مې بوختیاوې زیاتې دي،نه شم کولای چې په ادبي غونډوکې فعاله ونډه واخلم.

۷:کوم شعرمودرباندې ګران دی؟

ځواب:شعرونه مې ټول راباندې ګران دي،ځکه زماخپل شعرونه دي(په خندا)

۸:دچاشعردې خوښ دی،او ولې ؟

ځواب:شعرمې دهرشاعرخوښ دی،خو حمزه بابا،خاطر،عبدالرحمان بابا،ناګارصیب،کاروان اودروېش دراني شعرونه راباندې ښه لګیږي.

ځکه چې ددوی په شعرونوکې دژوند هر اړخ نغښتل شوی.

۹:خپله ژوند درته څه مانالري؟

ځواب:له ژونده مې هماغه دقران مجیدمانا اخېستې ده،چې ژوند یعنې امتحان دی.

۱۰:ساحل صیب:مخکې دې شعرونه ډېرشوخ و،خواوس دې بیخي لاره بدله کړې؟

ځواب:دادې لابله درانی صیب!بس ژوند دی کله په کې انسان شوخ شي اوکله دزړه له زوره ولوېږي.

۱۱:یعنې اوس دزړه له زوره لویدلي یاست؟

ځواب:هو،خودومره هم نه چې،له ژونده مې وغورځوي.

۱۲:تراوسه موایډیال پیداکړی؟

ځواب:ولې نه،ایډیال مې عمربن خطاب(رض)،شهیدسیدقطب(رح)اوحسن البنا دي.

۱۳:لیکنوکې موکومې طبقې ته پام وي؟

ځواب:طبقات خوزیات دي،خوزماپام حاکمې طبقې ته وي.

۱۴:ولې دانور………………..؟

ځواب:ځکه همداحاکمان دي،چې دستونزوحل ورسره دی.

۱۵: واده موکړی؟

ځواب:نه

۱۶:کوم خواړه خوند درکوي؟

ځواب:بس چې حلال خواړه ګورم،مخ ترې نه اړوم.

۱۷:اه رښتیازده کړې موڅومره کړې؟

ځواب:اوس مهال ننګرهاراسلامي پوهنتون دښوونې اورزنې پوهنځي دبیولوژي څانګې دڅلورم کال زده کړیال یم.

۱۸:مننه ساحل صیب!

ځواب:له تاسې څخه هم مننه،چې زه مویادکړم.

دساحل صیب دشعرنمونه:

غزل

ستادجفاګانودستم کیســـــه به ختــــمه شي

نوربه ژړانه وي اودغم کیسه به ختمه شي

خدای به یوسړی لکه بلال غوندې راولېږي

پاکه به کعبه شي دصنم کیسه به ختمه شي

صبرکړه ناصحه!چې دمینې دنیــــاپرېږدمه

بیابه نشه نه وي دچلم کیسه به ختـــمه شي

رابه شي عیسی،دسپینوتوروپړق به وګورې

ستادتیارې اوداتم کــــیسه به ختــــــمه شي

غږداسرافیل به خدایږوټول عالم ته ورسي

کن اوفیکون کې دادم کیسه به ختــــمه شي

ژاړي به ساحل په چیغو،چیغویاره تاپــسې

اوښکې به شي وچې اودنم کیسه به ختمه شي