کور / مرکه / کېدى شي افغانستان تقسيم او پاکستان د نړۍ له نقشې څخه پاک شي: اسفنديار

کېدى شي افغانستان تقسيم او پاکستان د نړۍ له نقشې څخه پاک شي: اسفنديار

ګرانو لوستونکو! عقيل يوسفزي د اردو ژبې اونيزې: (هم شهري) لپاره د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره دغه مرکه کړې ده چې د افغانستان او ډېورنډ کرښې اړوند برخه يې ليکوال او ژورناليسټ حبيب الرحمن تاثير ژباړلې ده.

پوښتنه: اسفنديار ولي خان صاحب! تاسو له څه مودې څخه د افغانستان د تجزيې او د نړۍ له نقشې څخه د پاکستان د لرې پاکېدو خبرې کوئ، د دې څه وجه کېدى شي؟

ځواب: له حقايقو او پېښو څخه داسې ثابتېږي چې د افغانستان حالاتو پر پاکستان باندې مخامخ اثرات اچولي دي، که د بې باورۍ او پر يو بل د تورونو لګولو دا لړۍ داسي جاري وي، په ګډه او مخلصانه توګه د داعش، طالبانو او نورو مخنيوى و نه کړي او که د نړيوالو قوتونو جګړې په دغه سيمه کې روانې وې نو د افغانستان د وېش وېره به زياته وي، د هغه ځاى تاجک، ازبک، ترکمن او هزاره د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره نزدې والې ته مجبورېږي چې د افغانستان د دغه لږکيو و سرحدونو ته نزدې پراته دي، په داسې حال کې اکثريتي ابادي يعني پښتانه په فطري توګه په پاکستان کې د خپلو پښتنو و لور ته په کتو باندې مجبورېږي او د ځپل شوې او ترهګرۍ ځپلي د ډيورنډ ترکرښې دې خواته پښتنو له پاره لاتعلق نه شي پاته کېدى، نو په دغه وخت کې نه دا چې افغانستان تقسيم کېدى شي، بلکې پاکستان هم ماتېږي، خداى دي وکړي چې داسي کله هم ونه شي، خو دا خطر په هر حال کې موجود دى، خو له دې پرته په سيمه کې د نړيوالو قوتونو د ټکر وېره هم څرګندېږي.

پوښتنه: تاسو څنګه پوهېږئ او احساس کوئ چې نړيوال قوتونه په دغه سيمه کې سره ټکر کېدونکې دي؟

ځواب: ځينې پېښې داسي ښيي چې په ځينو بنيادي ايشوز باندې د روسې او امريکا، د چين او امريکا ترمنځ په کړکېچ کې په تېزۍ سره زياتوالى راځي، د عراق او شام حالات او هلته د ټکرونو ماحول د ټولو په وړاندې دى، که په سيمه کې د ترهګرۍ سلسله جاري وه او ډبل ګېم روان وو، نه دا چې يواځې ټوله خطه به د عالمي قوتونو د ډغرو مرکز جوړ شي، بلکې د داعش په رنګه د خطرناکو ډلو په سرګرميو کې به هم زياتوالى راځي، په دې حال کې به د داعش په هغه بڼه کې هم زياتوالى راځي چې له خلګو به د طالبانو او نورو ډلو ظلمونو هېر شي، څرکندېږي چې ترهګري به لومړى د هندوکش له دوهم لوري څخه پيلېږي، دا ډېره خطرناکه اشاره ده، د افغانستان حالات چې څنګه په تېزۍ سره خرابېږي په هغه کې د نړيوالو لوبغاړو لاس او کردار نه شي نظرانداز کېدى، که د نړيوالو قوتونو لوبه جاري وه، نو له امله به يې پاک چاينا اکنامک کاريډور پروژه هم په خاورو کې خاورې شي، د دغه پروژې د پرمخ وړلو له پاره ضروري ده چې په افغانستان کې سوله او ارامي راشي، ځکه چې له دې امله تر منځنۍ اسيا پورې دا لاره تلونکې ده، د دغه پروژې يوه موخه د چين د هغه سيمو ترقي او پرمختګ هم ده، چېرې چې هغه په خپله له ترهګرۍ سره مخ ده، لنډه دا چې که په سيمه کې امن ټينګ نه شي، نو ددغې پروژې راتلونکى هم له زيات خطر سره مخامخ ده.

پوښتنه: په دغه ټول صورتحال کې تاسو د چين کردار ته په کوم نظر ګورئ او د ترهګرۍ حل لاره څه ده؟

ځواب: د چين کردار بېخي مهم دى، د هغه له اهميت څخه انکار نه شي کېدى، په سيمه کې د امن له پاره تر امريکا خلګ پر چين زيات باور کوي او سوله د چين د ګټو د خوندي کولو له پاره هم ضروري ده، دا د خوښۍ ځاى دى چې چين په دې ضمن کې متحرک شوى هم دى او د خپل کردار د ادا کولو کوښښونه هم کوي، که نړيوال قوتونو په خلاص نيت د سولې مذاکراتو ته نوبت ورکړ د سولې، روغې، جوړې ترڅنګ يې د ترهګرو خلاف په موثر عمل لاس پورې کړ، نو د دې خبرې امکان دى چې امن ټينګېدى شي، د دې مقصد له پاره د چين اثرناکه کردار بېخي د اهميت وړ ده، شرط دا ده چې د (پراکسي وارز) او ډبل ګېم خاتمه وشي، تر کومه ځايه چې د ترهګرۍ د مسلې د حل تعلق دى، د دې لپاره له نړيوالو قوتونو څخه پرته د افغانستان او پاکستان په يوه ميدان باندې راتګ دى، زما په خيال د دې کيلي اوس له څلور کسانو يعني، نوازشريف، راحيل شريف او له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره ده، پوښتنه دا ده چې: د ٢٠١٤م کال په دوران کې د دواړو هيوادونو تر منځ چې کوم (انډرسټينډينګ) جوړ شوى وو هغه ولې ختم شو؟ مفاهمت او بې باوري رامنځه ته شوه، زه يو ځل بيا په تکرار سره دا خبره کوم چې: امن او استحکام يواځې د افغانستان نه بلکې د پاکستان له پاره هم ضروري ده، تر څه وخته چې موږ په دې پوهه شوي نه يو تر هغې پورې په سيمه کې سوله نه شي راتلى.

پوښتنه: ايا د پاکستان په افغان پاليسي کې د ډيورنډ د کرښې په اړه هم کوم کردار يا کړنلاره شته؟ او دا چې ته او افغانستان په کوم دليل د ډيورنډ کرښه د يو مستقل سرحد په توګه نه تسليموئ؟

ځواب: دا خو ما ته نصيرالله بابر په خپله ويلي وو چې: ما يو ځل ملاعمر ته ويل: که تاسو د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژنئ، نو ټولې ستونځې به هوارې شي، د بابر په خبره: ملاعمر ته له دې خبرې کولو سره هغه خبرې بس کړې او له خونې څخه د باندې د وتلو په حال کې يې راته وويل: په پښتني ټولنه کې له خپلو مېلمنو سره داسې سلوک کول بېخي ناروا عمل دى، مګر دغه سلوک د هغه طالبانو له لېډر سره کېږي چې نصيرالله بابر او ځينې نور کسان يې خپل بچى ګڼي، زما په نظر د ډيورنډ کرښه د يوه مستقيم سرحد په توګه د ګڼلو خواهش يو لېونتوب دى او موږ بايد له هرې دا ډول هڅې څخه تېر شو چې وايو دا د پاکستان او افغانستان ترمنځ منلې سرحد دى، له دې څخه پرته دا چې زه او افغانستان په کوم دليل د ډيورنډ کرښه د يو مستقل سرحد په توګه نه تسليموو؟ دا ټولو ته مالومه ده چې دا يوه متنازعه ستونځه ده، داسې يوه متنازعه زموږ له هندوستان سره هم روانه ده، موږ له هندوستان سره، سرحد ته (کنټرول لاين) وايو او دا موږ په نړيواله توګه ځکه نه شو تسليمولاى ځکه چې دا يوه تنازعه ده او موږ کشميريان نه شو خپه کولاى، که موږ دا بارډر په نړيواله توګه نه شو تسليمولاى، نو موږ به د ډيورنډ کرښه څنګه منو.

پوښتنه: تاسو ځينې وخت د امريکا په پاليسيو او يا کړنو باندې هم نيوکې کوئ، د دې څه وجه ده.

ځواب: که د ډاکټر نجيب الله د حکومت له پاى ته رسېدو څخه وروسته امريکا له افغانستان سره لا تعلقي اختيار کړې نه واى، نه به طالبان پيدا شوى واى، نه به القاعده په وجود کې راغلې وه او نه به اوس د داعش له خطر سره مخامخ واى، تر دې له مخه چې امريکا زياتى دا وکړ چې هغې په تاريخ کې په لومړي ځل افغانانانو ته د افغانيت يا وطن پرستۍ پر ځاى د مذهب په نوم د جنګولو لپاره ټوپک په لاس کې ورکړ، هغې د خپلو اتحاديانو سره يو ځاى په پښتنه ټولنه کې د حجرې او جرګې کردار ختم کړ، ماجت او مدرسې ته د پرېکړو واک يې ورکړ، چې له دې سره ټول پښتني چوکاټ مات شو، که په افغانستان او قبايلي سيمه کې حجرې او جرګې خپل مضبوط کردار ترسره کړى واى، نو د دغې سيمې حالات قطعا نه بدلېدل، په بدقيسمتۍ سره په دغه لوبه کې د حجرې او ماجت کردار بدل کړاى شو، د کوم پايله چې موږ د بدترينې ترهګرۍ او انتهاپسندۍ په شکل کې وليده او تر اوسه يې وينو، که امريکا بيا هم دغه د لاتعلقي والا رويه خپله کړي، نو لويه تباهي به رامنځ ته شي.

پوښتنه: له څه مودې څخه وروسته ډېر فعال او متحرک شوي ياست، د دې خاص وجه څه ده؟

ځواب: موږ چې له دوه زره اوه څخه وروسته له کومو حالاتو سره مخامخ يو او په دغه موده کې مو د عوامي نېشنل ګوند په سلګونو کارکوونکي او مسوولين شهيدان شوي او پر ما باندې په خپله هم ځانمرګى بريد شوى دى، الميه دا ده چې زموږ يواځې مشران او کارکوونکي نه بلکې بې ګناه کسان مو په کې وژل شوي دي، نو له دې څخه پرته بله کومه لاره نه شته، ما نه بلکې ما د خپلو ملګرو په مشوره خپل سياسي فعاليتونه لږ سوکه کړي وو، په دغه حالت کې عوامي نېشنل ګوند ته زيات زيان هم اوښتى دى، خو موږ د هغوى پروا هم نه ده کړې، دلته که ښکاره خبره وکړم چې د دوه زره ديارلسم په ټاکنو کې د نورو له پاره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فخر الدين جي ابراهيم وو او زموږ له پاره دا کردار حکيم الله محسود ترسره کاوه، چې پايله يې دا سوه چې موږ او د خپلې پارټۍ کارکوونکي تر اولس پورې نه ورسېدل، د پخوا په پرتله اوس حالات لږ څه ښه شوي دي، زه او س د پارټۍ تر کارکوونکو پورې تلى شم او د ګوند په هلو ځلو کې مو هم لږ ژوند پيدا شوى دى، اوس دونيا ته دا ثابته شوې ده چې عوامي نېشنل ګوند يو لوى طاقت دى.