کور / خبرتیا او پيغامونه / ” دا زما په ژوند کي يوه نوې پاڼه ده “

” دا زما په ژوند کي يوه نوې پاڼه ده “

 


د لر او بر لوی افغانستان درنو چلوونکو !


نه پوهيږم چي ددې ويبباڼي د زړه وړونکي خبر مبارکي په کومو تورو وړاندي کړم ، لومړی ددې ويبپاڼي همکارانو او بيا مشرانو ته ددې ويبپاڼي د پرانيستلو مبارکي وايم ، او د برياليتوبونو په هيله مو يم .


دا زما په ژوند کې یوه نوې پاڼه ده چې د (لر او بر لوی افغانستان ) وېب پاڼه د انټرنېټ د لارې د کمېوټر پر مخ وېنم . زه یقین لرم چې په دې کې ستاسو او نورو پر وطن مینو پوهانو او لیکوالانو د هلو ځلو او هاند غبرګون دې . په دې کار کې ستاسو اودنورو وطنوالو هڅې او کوښښونه د قدر وړ دې او ستاسو د لا نورو برېاو په هېله .


زما پېغام دادې چې په دې پرتمېنه لارې کې ټول افغانان که د لر دې او که د بر خپلې ټولې مادې او معنوې زېرمې په نه ستړې کېدونکې توګه وکاروې او هغه کرغېړنه لېکه چې د بدنام ډیورنډ په نامه د پښتنو په زړه کې کښل سوېده د تل لپاره د تارېخ کندې ته وسپارې .


په دې لاره کې به خپله هر ډول قلمې همکارۍ ستاسو سره جارې ساتو خو یوه خبره په اخر کې ویل غواړم او هغه داچې د پورته ذکر سوې هدف د لاسته راوړلو د پاره هر افغان که په لر کې  دې او که په بر کې د خبرو پر ځاې د عمل لاره خپله کړې . خبرې ښې دی خو عمل تر هغو ډېر ښه دې .


 


محمد حق نيکزاد



Business Development Services Assistant
Phone # +93797072913
Email: mnekzad@alp-af.com