کور / تازه خبرونه / د حيرتان بندر د نفتي موادو مرستيال ووژل شو

د حيرتان بندر د نفتي موادو مرستيال ووژل شو

 



د حيرتان سوداګريز بندر د نفتي موادو مرستيال ګل خان احمدي د وري په ۲۲مه، ووژل شو، چې لا يې هم پوليس د قاتلينو په لټه كې دي.


 


احمدي د وري په ۲۱مه د شولګر ولسوالي له رحمت اباد كلي څخه تښتول شوى و چې په سبا يې د سيمې د سيند پر غاړه جسد وموندل شو.


 


نوموړى د اقتدار ملي ګوند يو له پياوړو غړو څخه و او د څه مودې لپاره د بلخ ولايت مرستيال هم پاتې شوى و.


 


چارواكي يې د قتل په اړه ځانګړې څرګندونې نه دي كړي خو د كور غړي يې وژنه سياسي بولي.


 


دا په داسې حال كې چې د بلخ ولايت چارواكي تل د په دغه ولايت كې د امنيت يادونه كوي خو د تېر كال راپه دې خوا نږدې ۳۰ مخور مشران د نامالومو وسلوالو لخو د مرګ كومي ته لوېدلي دي، چې ډېرى يې د چاربولك، چمتال، بلخ او شولګر ولسواليو اوسېدونكي وو.