د سياسي طنزونو ټولګه (مهاجر زمری) چاپ شوه
دپوهنمل محمود نظری د سیاسي طنزونو ټولګه د مهاجر زمری په نامه د دانش خپرندویه ټولنې لخوا د ( ۱۰۰۰ ) ټوکو په شمېر په ښه صحافت سره چاپ شوی ده
سیاسي طنزونه د دژورنالیستي طنزو لاندې راځي
چې په خپله ځانګړې عرصه کې ډیرې تبلغي جنبې لري یاني نیوکې يې د سمون په پار په روانو سیاسي پېښو ، سیاستوالو او واک لرونکو په کړو او چارو را چوړلي چې دا د افغانستان په سطح دا د سیاسي طنزونو لومړی ټولګه ده .
د يادوني وړ ده چي تېره اوونۍ د ليکوال يو بل اثر د طنزليکني لارښود (طنز څه شي دئ ) هم چاپ سوی و .
مینه وال کولې شي چې دا ښه اثر د دانش خپرندویه ټولنې څخه تر لاسه کړی .
د ترلاسه کېدو او معلوماتو لپاره پته : www.DanishPress.com