کور / د ډيورنډ کرښه / حېدرخان هوتي:د پښتنو سره د نورو غلطيو کولو ګنجائش نشته

حېدرخان هوتي:د پښتنو سره د نورو غلطيو کولو ګنجائش نشته

ولې خان يونيورسټۍ مردان کښې د پښتو څانګې په اړه احکامات ورکړل شوي دي ـ
زاهد بونېری – پېښور 

د پښتونخوا صوبې وزير اعلی ښاغلي اميرحېدرخان وئيلي دي چې په سيمه د پېښو کشالو اؤ ستونزو د مخنيوي لپاره بايد د افغانستان اؤ پاکستان حکومتونه اؤ د مرکزي حکومت په وسيله د پښتونخوا اؤ افغانستان په مېنځ کښې اړيکې مضبوطې اوساتل شي اؤ صلاح مشوره دې دوامي اوساتل شي ـ دوۍ وئيل چې د ډېورنډ د کرښې دواړه اړخ ته اولس د خپلو رواياتو ، ژبې ، تاريخ ، کلتور ، قامولۍ اؤ مذهب په رشتو پاخه تړل شوي دي ـ ددوۍ سوچ ، فکر اؤ احساسات تردې چې هره ښه بده يو شان دي اؤ په يو بل خپل اغېز پرېباسي ـ مونږ د افغان کډوالو د هغوۍ د مرضۍ په خلاف د واپس لېږلو په حق کښې نه يو ـ د پېښور په کنټېنر ټرمېنلو بلوسې د ټېکدارانو د غېرذمه وارې روئيې اؤ د نه تعاون له کبله کيږي ـ 

ښاغلي اميرحېدرخان هوتي دا خبرې هغه بله ورځ د پښتو ټيلي ويژني شبکې (شمشاد) سره په يوه انټرويو کښې کولې ـ
وزيراعلی وئيل چې په تېرو کلونو کښې پښتون قام ته کوم زيان رسېدلی دی اؤ په دې سيمه د دې قام د وګړو کومه وېنه توۍ شوې ده ، په تارېخ کښې دا شان مثالونه ډېر کم موندل کيږي ـ
افغانستان ته د روسي قواؤ راتګ ، ددوۍ واپس تلل ، د نائين الېون ( ۱۱ سپټمبر )  نه پس په افغانستان اؤ پاکستان کښې بيا د پالېسو مطابق حالات بدلېدلو سره زمونږ په صوبه ددې ډېر زيات اثر پرېوتی دی ـ
ښاغلي هوتي وئيل چې هرکله افغانستان د تباهۍ اؤ بربادۍ سره مخ وۀ نو په پاکستان کښې ډېرو کمو خلقو ته دا اندازه وۀ چې دا اور به يوه نه يوه ورځ دې پله هم راواوړي ـ بيا چې په وزيرستان کښې اه وډب شورو شو نو په پېښور کښې د خلقو خېال وۀ چې دا ستونزه صرف د وزيرستان اؤ قبائلو ده ـ مونږ په امن يو ـ
دوئ وئيل چې دا سوچ يوه غټه تېروتنه وه ـ هم ددې سوچ نتيجه ده چې نن دغه هور د قبائيلو نه وروستو دپښتونخوا صوبې عامو علاقو پورې غزېدلی دی ـ  

وزيراعلی وئيل چې حالات بېشکه چې د فکرمندۍ وړ دي ـ د مسائيلو اؤ تکليفونو نه انکار نه شي کېدلی ولې دا هم حقيقت دی چې په افغانستان اؤ فاټا کښې د امن اؤ ارامۍ نه بغېر په پښتونخوا صوبه کښې حالات سمی نه شي خوړلی ـ ترڅو چې د حوصلې خبره ده نو زمونږ حوصلې مضبوطې دي ، مونږ تر اوسه د هرقسمه حالاتو مقابله کړې ده اؤ انشاء الله ائينده لپاره به هم ښه په نره کوو ـ مونږ د پښتنو د بقاء د جنګ ګټلو اؤ د خپل مورني ټاټوبي د حفاظت لپاره يو واضح فکر اؤ عزم لرو ـ په دې جنګ کښې کاميابي حاصلول د ټولو په شريکه ذمه داري جوړيږي ـ دوۍ زياته کړه چې که چرې اوس هم پښتنو خپل ځان اونه پيژندلو نو خدائۍ دې نه کړي چې ډېر به زيانمن شي ـ د پښتنو سره د نورو غلطو ګنجائش نشته دی ـ
دوۍ په دې خبره د اطمنان څرګندونه اوکړله چې اوس په پښتنو کښې دا احساس راپېداشوی دی اؤ دوۍ د مسئلو اؤ مشکلاتو نه وتل غواړي ـ
دوۍ وئيل چې د پښتنو تاريخ ، مزاج ، غېرت اؤ همت ته که اوکتل شي نو په يقين سره وئيل کېدلی شي  چې پښتانۀ کچرې يو لاس شي نو ددې کشالی نه سر ويستلی شي ـ  

صوبې له د نامې ورکولو په حقله د يو تپوس په ځواب کښې دوۍ وئيل چې په پاکستان کښې په اول ځل د پاکستان صدر په قامي اسمبلۍ اؤ د اقوام متحده په فورمونو باندې دا صوبه په پښتونخوا نامې ياده کړې ده ـ زمونږ هڅې روانې دي اؤ په خپلو اتحادي ملګرو هم باوري يو چې دا مطالبه به ترسره کيږي ـ ډېرزر ائيني ترميمونه مېنځ ته راتلونکي دي ـ په دې کښې دصوبې نامه پښتونخوا اؤ د صوبائي خودمختارۍ د غوښتنې نکتې هم شاملې کړل شوي دي ـ 

په سوات کښې د نظام عدل د معاهدې په حواله وزيراعلی اميرحېدرخان هوتي وئيل چې په حقيقت کښې نظام عدل د دې ځائې د اولس يو داسې مطالبه وه چې د مودو راسې کېده ـ دلته د والي د دور نه چې جرګه سسټم اؤ شرعي نظام وۀ ، وروستو د پاټا ريګولېشن په نامه قانون نافذ وۀ ـ ددې ځائې خلق زمونږ د پاکستان د عدالتي سسټم سره بلد نه وو ـ اؤ دوۍ په وخت سره وېړيا انصاف غوښتلو ـ دوۍ په موجوده عدالتي نظام خوښ نه وو، هسې هم دلته قانون سازي د صوبائي حکومت په واک کښې راتلله ـ اؤ زمونږ حکومت د پاکستان د آئين مطابق د کال ١٩٩٠ء تېر قانون په عملي کولو خوښ شوی دی ـ
دوۍ زياته کړله چې په سوات کښې د تشدد واقعات کېدل او حالات ډېر خراب وو ـ دوۍ وئيل چې دا نظام په ټول مالاکنډ ډويژن کښې پلي کيږي اؤ ورسره پکې د کوهستان اؤ د چترال پرامنه منطقې هم شاملې دي ـ
د معاهدې د مخالفت په باب له د يو سوال په ځواب کښې دوۍ وئيل چې هرڅوک خپل ځان ته يو فکر لري ـ بيا هم د يو بل د فکر بايد احترام اوکړل شي ـ دوۍ په ډاګه کړه چې ددې معاهدې په حواله سره دوۍ د صوبې ټول سياسي ، مذهبي ګوندونه اؤ د معاشرې د کلهمو طبقو اعتماد ترلاسه کړی دی ـ 

يوې اولس کلنې پېغلې ته د کوړو ورکولو د يو وېډيو فلم په باب له چې ځنو چېنلو خور کړی وۀ ، ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې بنيادي خبره خو داده چې ايا داسې څه واقعه شوې هم ده کنه ـ اطلاع خو داده چې داسې څه د سره شوي هم نه دي ـ اؤ دا چې دغه وېډيو جعلي بڼه لري ـ بيا هم که داسې څه واقعه شوي وي اؤ هرکله که شوي وي ، هر پښتون ، هر مسلمان بلکه هر انسان ددې غندنه کوي ـ دوۍ وئيل چې په سوات کښې د ماشومانو اؤ ښځو قتل عام اؤ د عامو وګړو د سرونو پرېکولو د مخ نيوي لپاره مونږ د نظام عدل اؤ د امن په حقله د کوششونو تېزولو پرېکړه کړې وه ـ دوۍ په دې خبره خپله ناخوښي ښکاره کړه چې په داسې حالاتو اؤ ټاکلي وخت د داسې يو وېډيو مېنځ ته راتل ددې خبرې ثبوت دی چې ځنې داسې قوتونه شته دی چې هغوۍ په مالاکنډ کښې د عدل د نظام لاره نيول غواړي ـ
وزيراعلی يوځل بيا په ډاګه کړله چې د افغانستان ، فاټا اؤ پښتونخوا امن اؤ استحکام د يو بله سره تړلي دي ـ 

ترڅو پورې چې د امن معاهدې تعلق دی نو دې خلقو ژمنه کړې ده چې د نظام عدل په نتيجه کښې هرکله چې امن راشي نو دوۍ به هم د امنيت ژوند تېرولو ته غاړه کېږدي اؤ داسې يو حرکت به نه کوي چې کوم د سوات ، پاکستان يا ددوۍ کوم ګاونډي ته ترېنه نقصان اورسي ـ دوۍ واضحه کړله چې د سوات د افغانستان سره غاړه غاړۍ پلۀ نه لري اؤ په قبائيلي علاقو کښې د شوؤ معاهدو په اړه زمونږ پاليسي واضحه ده اؤ هغه دا چې په هره يوه معاهده کښې بايد دا شرط ارومرو موجود وي چې د افغانستان اؤ پاکستان دواړو په مفاداتو به بلوسه نه کيږي ـ مونږ به چرې اونه غواړو چې زمونږ د غاړې دې زمونږ په يو ګاونډي ګوزار اوشي اؤ دغه شان د خپل ګاونډي هيوادونو نه هم دغه تمه لرو ـ 

ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې د پښتنو تاريخ ګواه دی چې دوۍ د خپلو کشالو د هواري لپاره همېش جرګو ته اهميت ورکړی دی ـ اؤ دغه شان ئې خپل مسائل حل کړي دي ـ زمونږ اوس هم دغه موقف دی ـ چې هره مسئله بايد په خبرو اترو هواره کړل شي ـ دوۍ وئيل چې د طاقت اؤ زور استعمال بايد هغه وخت اوشي چې بله څه لاره چاره پاتې نه شي ـ 

د افغانستان اؤ ايران د سفارتکارو د تښتونې په اړه د يو تپوس په ځواب کښې د عوامي نېشنل پارټۍ نمائينده وزيراعلی وئيل چې دا دواړه پېښې د غندنې دي ـ ايران زمونږ ګاونډي اسلامي ورور ملک دی اؤ ددوۍ سره زمونږه تاريخي تعلقات پاتې شوي دي ـ بل خوا افغانستان خو زمونږ دوهم کور دی ـ په دې کښې هيڅ بله خبره نشي کېدلی چې د سفارتکارو حفاظت کول د پاکستاني حکومت ذمه واري ده ـ ده وئيل چې دا مسئله صرف د صوبې سره اړه نه لري ـ د قبائيلي علاقو سره نزدو والی يا ګاونډوالي زمونږ ستونزې نورې زياتې کړي دي ـ ولې ددې مطلب دا بالکل نه دی چې مونږ په قبائيلي وروڼو تور پورې کول غواړو ـ قبائل خو خپله د ستونزو سره مخ دي ـ د ټولو نه زياتې قربانۍ هم دوۍ ورکړي دي ـ زمونږ اشاره په سيمه کښې د مېشته داسې ګروپونو يا طاقتونو پله ده چا چې هلته کښې ځان ځان ته واړه واړه سلطنتونه قائم کړي دي ـ اؤ د پولې په دواړه اړخه په داسې قسم واقعو کښې ککړ دي ـ بيا هم د دواړو سفارت کارو په حفاظت د بيا راوستلو لپاره مونږ خپل کوششونه جاري ساتو ـ مونږ په دې حقله غافله نه يو ناست ـ ده زياته کړه چې ددې تختونو سره يو خوا که د باچاخان اؤ خان عبدالولي خان د سپاهيانو د حکومت د سپکې اؤ بدنامۍ هڅې کيږي نو بله خوا دا قوتونه غواړي چې زمونږ دې د ګاونډي وروڼو سره تعلقات خراب کړل شي ـ  

د يو بل تپوس په ځواب کښې قام پرست وزير اعلی وئيل چې د پاکستان اؤ افغانستان ترمېنځ ناباوري د دواړو هيوادونو لپاره د نقصان ده ـ هم ددې وران کارو د لاسه کوم چې په داسې کارونو کښې اموخته دي چې اسلام اؤ انسانيت ېې چا ته هم اجازت نه ورکوي ، دواړه هيوادونه د مسئلو سره مخ دي ـ دواړه هيوادونه د وران کارۍ د ستونزو ښکار دي ـ اؤ ددې مخ نيوی صرف په شريکه سره کېدی شي ـ  

د ډرون د بلوسو په حقله دوۍ وئيل چې بنيادي خبره داده چې کوم يو ملک ته دا حق نه رسي چې په يو بل خوداختياره هيواد کښې دې کاروائي اوکړي ـ ددې حملو نه د پاکستان وجود د خطرو سره مخ شوی دی ـ دا د پاکستان د خود اختيارۍ سراسر خلاف خبره ده ـ ددې سره به د دهشت ګردۍ پرضد کوششونه هم زيان من شي ځکه چې په داسې کولو د دهشت ګردۍ پرضد د هلوځلو نه عام اولس زړونه اړوي ـ اؤ ملګرتيا ئې نه کوي ـ دوۍ واضحه کړه چې د وران کارو خلاف کاروائي په افغانستان کښې د افغان فوځ اؤ په پاکستان کښې د پاکستاني قواؤ ذمه واري ده ـ دوۍ زياته کړه چې امريکائي کاروائي د پاکستان اؤ افغانستان دواړو د مفاداتو په حق کښې نه ځي ـ بايد امريکا د دواړو هيوادونو مفادات په نظر کښې اونيسي ـ ګنې معاملات به نور تاوجن اؤ تارخه شي ـ 

د ناټو د سپلائي په ټرمينلو باندې د حملو په باب له د يو سوال په ځواب کښې اميرحېدرخان هوتي وئيل چې په قبائيلي سيمو کښې موجود ځنې قوتونه يا ډلې د هغې سامان سپلائي څنګه زغملی شي ، کوم چې ددوۍ پر ضد د استعمال لپاره وړل کيږي ـ په دې حملې د ټيکدارانو د غېرذمه دارۍ اؤ نه تعاون نتيجه ده ـ چرته چې دې ټيکدارانو ته د پنځوسو کنټينرو د اېښودو اجازه ورکړل شوې ده ، هلته دوۍ پنځه سوه کنټېنره ايښودي دي ـ اؤ د دومره لوئ تعداد سنبالښت څه اسان کار نه دی ـ بايد ټيکداران خپلې ذمه وارۍ اوپيژني ـ ده وئيل چې حکومت په دې حقله خلق هم نيولی دی ، تحقيقات ئې هم کړي دي ، خو دا مسئله لږه نازکه ده ـ  

وزيراعلی وئيل چې يو وخت داسې سازش کيږي چې پښتانۀ وران کاري ثابت کړي ـ ولې دا حقيقت هم په نظر کښې ساتل پکار دي چې دې سره پښتنو خپل ځان اؤ دوست دښمن پېژندلی دی ـ بايد دوۍ په شريکه سره ددې سازشونو مقابله اوکړي ـ زمونږ د اولې ورځې نه هڅه داده چې زمونږ د حکومت خېال دی چې د خپل کور کشالې بايد مونږ خپلو کښې کښېنو ، هوارې ئې کړو ـ د جرګې نه بغېر ددې مسئلو هواری ګران دی ـ مونږ له د خپل کور د مسئلو لپاره د غېرو په تمه نه دي کېښناستل پکار ـ  

د نوې امريکائي انتظاميې د پاليسۍ په اړه د يو سوال په ځواب کښې وزيراعلی وئيل چې په دې پاليسۍ کښې خواږه ترخۀ ګډوډ پراته دي ـ ولې د هرې يوې پاليسۍ د کاميابۍ انحصار په دې خبره وي چې دا ترڅومره حده پلي کيږي ـ که په صحيح توګه په دې عمل اوکړل شو نو په پاکستان اؤ افغانستان دواړو به دا ښه اثرات اوغورځوي ـ ولې که په قول اؤ فعل کښې تضاد راغلو نو دا به نه صرف د پاکستان اؤ افغانستان بلکه خپله د امريکا لپاره هم ښې نتيجې رانه وړي ـ 

د يو بل تپوس په ځواب کښې حېدرخان هوتي وئيل چې د مردان په خان عبدالولي خان يونيورسټۍ کښې د پښتو ډپارټمنټ د پرانستلو لپاره دوۍ حکم ورکړی دی ـ 

د مرکې په پائې کښې د پښتونخوا وزير اعلی په پښتون قام اؤ په ځانګړې توګه په ځوان نسل غږ اوکړ چې قام دا وخت د ازمائش سره مخ دی ـ مونږ د تاريخ په يو داسې پړاؤ ولاړ يو چې نه صرف مونږ له د حال په باب له فکر پکار دی بلکه د مستقبل په اړه هم د خپل مرام ټاکل دي ـ د وخت تقاضا داده چې مونږ دې د باچاخان د عدم تشدد لاره خپره کړو اؤ تعميري کردار ادا کړو ـ په دې به مونږ خپل ځان ، کور ، قام اؤ د مستقبل د ستونزو مقابله اوکړل شو ـ وزيراعلی د پاکستان اؤ افغانستان د مېډيا نه هم خواست اوکړو چې بايد دوۍ په دې حالاتو کښې قام د حقيقتونو نه خبر اوساتي ـ اؤ د مسئلو په حل کښې دې خپل کردار ادا کړي ـ



دوۍ وئيل چې د دواړو هيوادونو اولس بايد د يو بل د آواز اؤ جذباتو نه خبر اوساتل شي ـ