کور / تازه خبرونه / سړک غاړې بم درې تنه په خوست کې ووژل.

سړک غاړې بم درې تنه په خوست کې ووژل.

دسړک غاړې بم چاودنې نن په خوست ولایت کې د دریو افغان عادي وګړو ژوند واخیست، لراوبر ویبپاڼې ته دافغانستان دکورنیو چارو وزارت له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پیښه نن سهار په اتو بجو دخوست په ولایت کې شوې، خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پیښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې پیکپ ډوله موټر دخوست دباک ولسوالۍ نه دخوست ښار خوا ته روان وو، چې دلارې په اوږدو کې پرې ماین چې له لرې نه سمبالیده، والوت. دکورنیو چارو وزارت ددپیښې پړه دافغانستان پر دښمنانو ور اچولې لا تراوسه کوم لوري ددې پیښې مسولیت په غاړه ندی اخیستی.


له خوست ولايته د لراوبر ويبپاڼي بل همکار لطف الله حسرت د ورته پېښي په اړه ليکي چي پېښه نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کي دخوست ولايت دباک په ولسوالي کي يو ډاډسن موټر په بمب الوزول شويدي چي په ترڅ کي يي ديوي ميرمني په گډون دوه سړي وژل شويدي.


دباک ولسوالي ولسوال سيد احمدوفا وويل نوموړي موټر نن سهار په داسي حالت کي چي له خوست څخه دځاځي ميدان ولسوالي ته روان وه دباک دولسوالي دلاري په اوږدو کي په يوه ريموټ کنټرول بمب الوزول شويدي دي وايي چي په تور يي تراوسه څوک نه دي نيول شوي خو دپوليسو له خوا په سيمه کي څيړني رواني دي.