کور / خبرتیا او پيغامونه / د خدای بخښلی معصومه عصمتی وردګ د فاتحې اعلان

د خدای بخښلی معصومه عصمتی وردګ د فاتحې اعلان

د هېواد د نومیالۍ میرمنې خدای بخښلی معصومه عصمتی وردګ د فاتحې مراسم د مرغومی د میاشتې په (۵) پنځمه نیټه د چهارشنبې په ورځ د ۱:۳۰ څخه تر ۳ بجو پورې د کابل ښار د عیدګاه په جامع جومات کې تر سره کیږی ،. همداشان ښځینه فاتحه هم په همدې نیټه،ورځ او ساعت د نوی ښار  د فاتحې په صالون کې اخیستل کیږی. د فاتحې مراسم د پوهنې او ښځو د چارو وزارتونو ، د غازی محد جانخان د علمی او مشورتی ټولنې او یو شمیر نورو دولتی او غیر دولتی ادارو ،ټولنیزو سازمانونو او د خدای بخښلی د زوی  یما وردګ  ، کورنې او خپلوانوله خوا پر ځای کیږی   .


خدای بخښلی معصومه عصمتی وردګ که نن زموږ سره نشته خو د نوموړی خدمتونه به تل  ژوندی وی او هیڅکله به  افغان ولس د هغې خدمتونه هیر نه کړی .خدای بخښلی  معصومه عصمتی وردګ ته جنت فردوس ، دوستانو او کورنۍ ته یې صبر جمیل غواړو.