کور / تازه خبرونه / ناڅرګندو وسلوالو منځنی ښوونځی سوځلئ

ناڅرګندو وسلوالو منځنی ښوونځی سوځلئ

دعبدالهادي (داوي ) په نامه يوباب منځنى ښوونځى په كندهاركي دناڅرګندووسلوالوله خواوسوځول سو.


دكندهارولايت دپوهني په رياست كي اداري مرستيال محبوب الله خان دپيښي دپخلي ترڅنګ افغان ازادي راډيوته وويل : يادسوى ښوونځى چي دكندهارولايت دمحله نجات په سيمه كي موقيعت لري تېره شپه دنامعلومووسلوالوله  خوايې تحويلخانه اواداره سوځول سوېده ،چي دده په ويناپه دې پېښه كي پردرسي كتابونوسربېره يوزيات شمېرقران شريفونه هم په ايروبدل سوي دي .


محبوب الله خان زياته كړه : په دغه ښوونځي كي كابواته سوه ( ۸۰۰)تنه هلكان اونجوني په زده كړه بوخت دي .


په روان كال كي  دغه لومړۍپېښه په داسي حال كي رامنځته كيږي چي زيات شميرزده كوونكي دكتابونو او په ښوونځيوكي دټولګيودكمښت څخه شكايت لري .