کور / نثر / د شپې د تورتم رازونه

د شپې د تورتم رازونه

د ورځې رڼا پای ته رسېدلې او د شپې تيارو د نړۍ مخ پوښلی وه.


ټولې ورځنې چارې ېې پخپل تورتم کې را نغښتي وې.


يوه عجيبه غوندې خاموشي وه.


نه د وګړو ږغونه وه او نه د چوغکو(مرغيو) شور.


لويان او واړه ټول څوک په خواږه خوب ويده وه او چا په چپه خوله د سبا ورځې د چارو سوچونه وهل.


عبدالله هم لکه لېونی په يو جهان خيالونو کې ډوب وه.


ناببره ېې پام شو او له شپې نه ېې وپوښتل:


ع.ای شپې ته ولې دومره ظلم کوې؟


ولې پخپل تورتم کې د ناوړه وګړو چارې رانغاړې؟


ولې د رڼا دښمنه ېې؟


ناوړه وګړي ستا له تورتم څخه ګټه اخلي.


د نورو مالونه لوټ کوي.


وژنې کوي.


او ان تر دې چې حيا یی لوټ کوي.


ولې ته له خدايه نه وېرېږې چې د هغوی ناوړه چارې پټوې؟


ولې هغه نه رسوا کوې؟


ولې هغوی ته رڼا نه کوې چې ټول خلک ېې وويني او مخه ېې ونيسي؟


ستا تورتم ددې ناوړه چارو سره مرسته کوی.



شپې په خاموشه ژبه خبره ورغبرګه کړه او ترېنه ېې وپوښتل:


زړګيه: د فيل په غوږ کې خو ويده نه ېې؟


دا د رڼا ورځې لوټ کول؛ غلاوې او ناوړه چارې نه وينې؟


ستا سترګې ولې د شپې په تورتم کې ډېرې لږ شمېر غلاوې ويني خو د رڼا ورځې بې شمېره غلاوې نه ويني؟


ولې ستا سترګې خو به هغه د چا خبره شپه ليدې (شب بينې) نه وي؟ 



نا ببره ېې خيال په بل لور شو.


د خيالونو په يو بل سمندر کې ډوب شو.


د شپې نه ېې وپوښتل:


د رڼاورځې غلاوې؟


لوټ کول او ناوړه چارې؟


دا ته څه واېې؟


ته کومې غلاوې او ناوړه چارې ښېې؟



شپې بيا خبره ورغبرګه کړه او وې پوښتل:


ايا دا بډې اخيستل ستا په خيال څه شی دي؟


دا غلاوې نه دي؟


په رڼا ورځ نه کېږي؟


ايا دا غلاوې بې شمېره ندي؟ 



ع. خو دا له هغې سره څه اړيکه لري؟


ش. اړيکه؟


اړيکه لري ډېره لويه اړيکه.


دا ناوړه چارې زما تورتم نه همدا بډې پټوي.


لاره ورته هواروي.


مرسته ورسره کوي.


زړګيه: ته د فيل په غوږ کې ويده ېې.


همدا بډې دي چې ناوړه وګړي د قانون له منګولو څخه خلاصوي.


خلکو ته د هغوی د حق د ورکولو مخه نيسي.


د لاروهونکو؛ سړي وژونکو …………………….. او نورو سره مرسته کوي.


همدا د بډو پيسې دي چې د نورو په ځمکو کې لوړ لوړ کورونه جوړوي او پدې ډول هغوی اړ کوي چې له وړ او ناوړه لارو پيسې لاس ته راوړي او لدې لارې د زورورو څخه خپل مال؛ سر او حيا خوندي کړي.



زما تورتم ستاسو لپاره هوسا خوب برابروي او پدې ډول ستاسو ستړيا له منځه وړي د راتلونکو ورځنيو چارو لپاره تاسو ته ځواک دربښي تاسو ښېرازه کوي …………………….



22.دسمبر.2007