مومند بابا ادبي بهير د ماشومانو لپاره د كيسو كتاب ((جنګي سپى)) مخكتنه وكړه
52
مومند بابا ادبي بهير د ۱۳۸۸ لمريز په څلورمه غونډه كې د محب الله زغم پر كتاب (( جنګي سپى)) – د ماشومانو لپاره كيسې، مخ كتنه وكړه. غونډه د محمد عيسى په تلاوت پيل شوه او د دريځ چارې حزب الله عالمي سمبالوې. د تېرې غونډې راپور نجيب الله يارپال ولوست. وروسته تر دې د كتاب مخ كتنه پيل شوه. ((جنګي سپى)) په ۶۳ مخونو كې د ښايسته انځورونو سره چې څلور كيسې لري د دانش خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شوى. په مخ كتنه باندې بريالي جلالزي پيل وكړ او ويې ويل چې د ماشوم په كتاب كې انځورونه خوښوي او د ژوو انځورونه خو بيا ماشومان ډېر زيات خوښوي، چې جنګي سپى همداسې انځورونه لري. د جلالزي په اند څومره چې په كيسه كې د مكالمې برخه زياته وي هومره ماشوم ته خوند وركوي، نوموړوي د زغم په كيسو كې د مكالمو كمښت يو نيمګړتيا وګڼله. هغه دا هم وويل چې كيسه دې لنډه وليكل شي ځكه چې اوږدې كيسې ماشوم په تنګوي او د زغم كيسې يې يو څه اوږدې وګڼلې. خو ذبيح الله احساس بيا په دغه خبره كې له جلالزى سره هم نظره نه و، ويې ويل چې د زغم كيسې مناسبې او برابرې دي. د هغه په اند نه ډېرې اوږدې او نه هم لنډې دي او د ماشوم لپاره بايد همداسې كيسې وليكل شي. ضمير هم د دې تر څنګ چې د كتاب پر جملو باندې يې ځينې نيوكې او وړانديزونه درلودل خو بيا يې هم كتاب وستايه او دغه يې د ماشوم ادب په برخه كې يو لوى ګام وباله. نجيب الله يارپال هم د كتاب په اړه ليكنه واوروله. د دې ترڅنګ چې د كتاب ستاينه يې كړې وه، د خپلې ليكنې په يوه برخه كې يې راغلي و، چې كيسه د دې ترڅنګ چې تلوسه لري بايد يو ژوندى پيغام هم ماشوم ته وركړي او د زغم كيسې يې همداسې وګڼلې. هغه زياته كړه چې دكتاب دويمه كيسه (( كوترى به څه شى لټوي)) د يوه كوتري كيسه ده چې د كور په انګړ كې آخوا دې خوا ګرځي د زلمي چې ښايې د زرغونې ورور وي ورته پام كېږي. زرغونه خپله نانزكه ورته وركوي؛ خو كوترى يې نه اخلي او بيا زلمى خپل موټرك وركوي. كوترى بيا هم سرګردانه ګرځي، يو ناڅاپه د زلمي پام كېږي چې ښايې كوترى وږى وي او يوه ټوټه ډوډۍ وركوي چې كوترى يې خوري او بيا د منني په دود د زلمي پښه بويوي او لكۍ ورته ښوروي. يارپال د زغم د همدې كيسې په اړه وويل چې ژوندى پيغام نه لري او ماشوم لپاره به يې لوستنه دومره ګټوره نه وي. خو د احساس بياپه ټول كتاب كې دغه كيسه خوښه شوې وه. هغه زياته كړه چې دغه كيسه د ماشومانو د ژوند د حال ښه انځور دى. په كيسه كې ماشوم په دې نه پوهېږي چې كوترى ولې سرګردانه دى كله چې هغه ويني چې مور يې چرګانو ته دانه اچوي نو پام يې كېږي چې كوترى په وږى وي. همداراز يارپال وړانديز وكړ چې كه د ژوو پر ځاى د كيسې اصلي كركټر انسان او فرعي كركټر ژووې وي نو د كيسې پيغام به ژوندى او نېغ ماشوم ته ورسېږي. ذبيح الله احساس د كتاب تصويرو ته ګوته ونيوله او وې ويل چې كم دي او تكراري هم راغلې دې. هغه زياته كړه چې تكراري تصويرونه نه يوازې د ماشوم بلكې د مشرانو هم نه خوښېږي. د هغه په وينا انځورونه د كيسې سره يو ژور تړاو لري او انځورونه بايد داسي وي چې ۶۰–۶۵ په سلو كې د كيسې مفهوم ورسوي چې له بده مرغه د جنګي سپي انځورونه داسې نه دي كښل شوي. جلالزي زياته كړه كيسې ددې ترڅنګ چې پيغام لري مالومات هم ورسره دې د بېلګې په توګه كه چېرې د (( وزوزى)) كيسه ولولو نو د شاتو د مچې له اړه به ډېر مالومات تر لاسه كړو ځكه چې دغه كيسه د شاتو د مچيو پر ژوند ليكل شوې ده. احساس د كتاب پر نوم نيوكه وكړه او وې ويل چې (( جنګي سپى)) ماشوم د جنګ او تاوتريخوالي طرف ته بيايي هغه د جنګ كلمه په بده وګڼله او د ماشوم پر وړاندې كارونه ناسمه وبلله. په پاى كې محب الله زغم هم د ټولو ملګرو څخه مننه وكړه. نوموړي وويل چې د ملګرو پر ځاى نظرونه به په راتلونكې كې عملي كوي. له مخكتنې وروسته ازده مشاعره پيل شوه چې د نورو شاعرانو ترڅنګ غلام نبي څپاند د غلام رسول نسيم چې د كندوز يو ولسي شاعر دى، شعر ولوست او د ګډونوالو لخوا وستايل شو. له مشاعرې وروسته د تاريخ پاڼه پيل شوه. د تاريخ پاڼه چې د مطيع الله اراك يې اراك يې پر مخ وړي دا ځل يې د پښتنو د پېژندنې په اړه د ځينو ناسمو نظريو يادونه وكړه او هر يوه يې په بېلا بېله توګه د پوهانو د نظرونو پر وړاندې كولو رد كړې. هغه وويل: ((په تېر درس كې مو ولوستل چې د پښتنو په اړه څو نظريې شته اسرايل، ارمنيان، ګرجيان، مغل نسله، قبطيان او اريايان چې په دې نظريو كې پنځه غلطې او يوه يې سمه ده چې پښتانه اصلاً اريايان دي. د ((سرويلم جونز)) په نوم يو عالم ليكلي كه چېرې د پښتنو دود او دستور ته ځير شو نو مالومېږي چې دوى تر ډېره د يهوديانو سره ورته والى لري نو له امله ويلى شو چې دوى په اصل كې يهوديان دي. د جونز د خبرو په رد كې ((الفنستون)) وايي چې كه چېري د دود او دستور خبره وي نو روسان، عربان او جرمنيان له يوه نسله دي په داسې حال كې چې داسي نه ده. دا كاملاً غلطه ده چې پښتانه دې يهوديان وي. همدا راز يو بل عالم ((جان ملكم)) ليكلي چې هېڅ داسي ډبر ليك تر اوسه نه دى تر لاسه شوى چې وښيي پښتانه يهود دي. د ادبياتو او بشري علومو لوى عالم او ختيځ پوه ((برنارد ډورن)) وايي چې د پښتنو موضوع ته ايرانيان ډېره لمن وهي او دوى تل داسي شيان ليكي چې د حقيقت سره لږ اړخ هم نه لګوي. ډورن وايي چې دا هسې يوه خبره ده او هېڅ كله د ثبوت ځاى نشي نيولى، حال دا چې ايرانيان پر ځاى د دې چې د خپلې خبرې ماهيت ته وګوري خپل نظر د يو مسلم حقيقت او ثبوت په توګه ثبتوي. اراك دا هم زياته كړه چې داسي نظريې هم شته چې پښتانه قفقازيان بولي او په ځانګړې توګه ارمني يې ګڼي خو ولې د داسي نظريو په مقابل كې برنارد ډورن وايي چې كه چېرته موږ (( د ارمنستان خاطرات)) په نامه كتاب ولولو چې د ښاغلي ((سټېټ مارټن)) اثر دى؛ نو جوته به شي چې پښتانه او ارمنيان په پوره توګه بېل خلك دي. هغه زياتوي پښتانه نه د ايرانيانو له پښته دي او نه هم د هندوانو، بلكې دوى د دغه دوو لويو قومونو تر منځ يو خپلواكه قوم دى. ((جورج روز)) بيا پښتانه د شاهانو يا د ختيځ د شاهانو په نامه ياد كړي ځكه چې دوى كلونه كلونه په هند او فارس حكومت كړى دى. اراك وويل چې په دې اوونۍ كې خو يې د تېرې اوونۍ د نظريو چې ګويا پښتانه اسرايل دي يا ارمنيان او…. دي. دا اوونۍ مو د اسرايلو او ارمنيانو او نورو نظريو، رد نظريې ولوستلې او په دې پوه شو چې پښتانه نه خو اسرايل دې او نه ارمنيان. نه د ايرانيانو له پښته دي او نه د هنديانو. بلكې د دې دواړو ولسونو تر منځ يو خپلواك قوم دى، نه دا چې د يو ازاد قوم په توګه يې ژوند تېر كړى بلكې له خپلو سرحدونو تېر شوي، هم په ايران ورغلي ان تر بغداد او تركيې پورې- او هم يې په هند خپلې فاتحانه لښكرې خېژولې. اراك په پاى كې وويل چې دا د هند او ايران تر منځ خپلواك شاهي قام اصلاً په خټه څوك دي؟ د غونډې په پاى د بريالي جلالزي لنډه كيسه د كره كتنې لپاره غوره شوه. غونډه شاوخوا پنځه بجې د حكيم بلخي په دعا پاى ته ورسېده..