کندهار:ترافيکي پېښي دولس تنوته مرګ ژوبله واړول

حاجی پوپل | اپریل 18th, 2009


 



پرون دجمعې په ورځ د کندهارښار اوسپين بولدک ولسوالۍ ترمنځ دغځيدلي لويې لارې په اوږدوکې د دو بيلابيلو ترافيکي پېښوله کبله دولسوتنوته مرګ ژوبله واوښتله .
لمړى پېښه په بولدک والسوالۍ کې د يوې کورولاموټر د زيات سرعت له کبله رامنځ ته سوه چې په کې سپاره څلورتنه يې ټپيان شول .
د سپين بولدک د سرحدي پوليسويوتن افسرډګرمن اخترمحمدلراوبرته وويل چې په پېښه کې موټر چلونکى روغ رمټ پاتي شوي اود څلوروتنوټپيانوله ډلې څخه يې ددوتنوروغتيايې حالت اندېښمن ښودل شوي.
د نوموړي په خبره چې پېښه د موټرچلونکې د بې احتياتى په وجه رامنځ ته شوې چې په زيات سرعت سره يې تګ کاوه .
دوهم پېښه د کندهارهوايې ډکر ته نږدې د يوه مسافروړونکې ډاټسن اوباروړونکي مازدا موټر ترمنځ وشوه چې يوتن په کې ووژل شواود دوه مېرمنوپه ګډون سپږتنه نورټپيان شول .
د کندهاردعامي روغتياريس ډاکترعبدالقيوم پخلاوايې چې د پېښي ټپيان يې ميرويس روغتون ته ليږدولي اود يوه تن روغتيايې حالت يې نازک ښودل شوي .
د نوموړ په خبره چې په ټپيانوکې دوې مېرمنې ،يوشيرخوره ماشوم اودرې تنه نارينه شامل دي .
د کندهارد زيات ښاريان پرموټرچلونکواوترافيکو نيوکه کوي چې موترچلونکې په زيات سرعت له قانوني اوصلوپرته تګ کوي اود ترافيکوچارواکې ېي هم په وړاندي بې تفاوته پاتې دي .
دروغتيايې کارکونکوپه خبره چې نږدې هره ورځ دهمدغوترافيکي پېښوله کبله په لس ګونوتنه روغتون ته راوړل کيږي .
دکندهارپرترافيکي تل نيوکې کيږي چې په اداري فسادککړدي اواصلآخپله دنده نه پېژني .
په دې باب موزياته هڅه وکړه چې د کندهار د ترافيکي چارواکو نظرواخلوخوبياهم هغوى ځواب ويلوته چمتونشول.
دوروستيوشمېروله مخې په هره مياشت کې يوازي له شلوڅخه زيات کوچنيان په ترافيکي پېښوکي خپل ژوندله لاسه ورکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024