کور / تازه خبرونه / دکندهاردچاودنې ورستى حال

دکندهاردچاودنې ورستى حال

نن دورځي په ( ١٠:٤٥ )باندي دکندهاردميرويس روغتون په مخکې پريوه بائسکل باندي چاودېدونکوتوکوچاودنه وکړل اوشپږوتنوته يې مرګ ژوبله واړول .
پېښه دروغتون مخ ته پداسي حال کې رامنځ ته سول چې ګڼ شمېرناروغان روغتون ته ددرملنې په هيله ور روان و.
دعيني ليدونکوپه خبره چې له سيمي څخه دپوليسوموټردتېريدوپه حال کې وچې ناببره يوه درنه چاودنه وسول .
دسيمي دهټى والوپه خبره چې په پېښه کې درې تنه ديوې ميرمني په ګډون ځاي پرځاي ووژل سول اوددوماشومانوپه ګډون پنځه تنه نورټپيان سول .
خودکندهاردامنيې قومندانى دجنايې جرمونوپه وړاندې دمبارزې آمرسمونمل عبدالخاليق همدرلراوبرته وويل چې په پېښه کې ديوې ميرمني په ګډون دوه تنه وژل سوي اوديوه کوچني په ګډون څلورتنه نورټپيان سوي دي .
نوموړي زياته کړل چې دپېښي ټول قربانيان ولسي وکړي دي اوپوليسوته هيڅ زيان ندي رسيدلى خودسيمي عيني ليدونکي وايې چې په پېښه کې يوتن پوليس هم ټپي سوي دى .
چاودنې په سيمه کې دفرنيچريوه شرکت اوڅوهټيوته هم مالي زيانونه اړولي دي .
تراوسه پوري چادددې چاودنې مسوليت په غاړه باندي ندي اخيسي .
دميرويس روغتون مخ ته نننى پېښه پداسي حال کې رامنځ ته کيږي چې دنن ورځي له پيل څخه دکندهارښارپه بيلابيلوبرخوکې دملي اودرواوپوليسوسرتيري په کلکه دګاډوڅارنه کوي .