کور / خبرتیا او پيغامونه / دا د دوو زړونو سوغات دى…. ګډه شعري ټولګه چاپ شوه

دا د دوو زړونو سوغات دى…. ګډه شعري ټولګه چاپ شوه


دا د دوو زړونو سوغات دى


 


دا د پښتو ژبې د دوو ځوانو شاعرانو شهيم کاکړ او رحمت زلمي مندوخېل- چي دواړه د سوهېلي پښتونخوا د ږوب سيمې اوسېدونکي دي- د فى البديهه (بيړنيو) شعرونو ګډه ټولګه ده، چي په دې وروستيو کې د ويښ ليکوال ادبي ټولنې له خوا په ١٢٨ مخونو کې د پينځه سوه ټوکو په شمېر چاپ شوې او خپره شوې ده.


په دې شعري ټولګه کې ٥٧ غزلې او پينځه نظمونه راغلي دي چي شاعرانو په فى البدي يا بيړنۍ توګه په ګډه ويلي دي.


په پښتو ژبه کې تر دې وړاندې هم ځينو شاعرانو په فى البديهه توګه شعرونه ويلي دي او کله نا کله د ځينو شاعرانو له خوا فى البديهه مشاعرې هم شوې ده، خو دا په اوسمهال کې د خپل وخت لومړنۍ شعري ټولګه بلل کېداى شي، چي دوو شاعرانو ملګرو د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې او يا هم تر ډېره د موبايل ټليفون له لارې د پيغام په ډول يوۀ بل ته د بيت بازۍ په توګه- چي يو بيت يې يوۀ او بل بيت يې بل- فى البديهه شعرونه ويلي او د يوۀ کتاب په بڼه يې چاپ کړي دي.


پر دې ګډه شعري ټولګه باندې د ږوب سيمې تکړه شاعر داودبخت مندوخېل يوه په زړه پورې سريزه ليکلې ده.


هېره دي نه وي چي ښاغلي شهيم کاکړ او رحمت زلمي مندوخېل سره له دې چي دغه شعرونه يې په فى البديهه يا بيړنۍ توګه ويلي، خو د شعر هنريت، وزن، اصولو او اوسني شعري معيار ته يې پکې په بشپړه توګه پام کړى دى.


د يادونې وړ ده چي د رحمت زلمي مندوخېل يوه ځانګړې شعري ټولګه هم (د تورو په سايو کې) په نامه چاپ شوې ده.