کور / نثر / وعده

وعده

زه د هر چا د لاري وتلی پر يوې خړي څنډي روان وم. يوخوږ احساس چار چاپېره راسره ، يو خوشحاله
خيال راسره مل و.
نن مي خپل د سترګو نور، خپل نازولي بچي، زما يوازيني زوی چي مي د ده د سور او سپين مخ په مناسبت ګلاب نوم ورته غوره کړی و او تل به مي ګلاب بچيه باله، دپاره يوه ناڅاپه تحفه رانيولې. د ډېره وخته مي د دې ډالۍ ورکولو هوډ کړی و.
د هغه د خوښۍ بايسکل، چينايي بايسکل، چي يې په ډيرو غوښتنو او پر له بسې فرمايش يې زما د ذهن هر کونج نيولی و او د زړه  هر آواز مي د هغه د آرزو ازانګه وه. هري ازانګې به ويل،:ژر سه بابا کله يې راوړې، کله دي وعده بوره کوې؟:
ګلاب بچيه نن مي وعده پوره کړه. دا دی بايسکل مي در را نياوه او پر همدغه بايسکل کور ته در روان يم.
ډير به خوشحاله سي. اته مياشتي مي يوه يوه افغانۍ ددغي ورخي دپاره سپموله او آخر مي دا دی ارمان پوره سو.ما خو غوښتل چي تېر کال د ده د يوولسمي کليزي پر موقع يې ورکم خو………خير!
ګلاب سره به ډير ښه ايسي، او بيا د مکتب اوږد مزل به هم ورته لنډ سي هوسا به سي.
پر واټ باندی روان يو ټيکسي ناڅاپه سره لمبه سوه.
د هيبت يو غټ اواز مي په غوږو سو ، سور اور مي به رګو سو، د وجود هر يو غړی مي په غلبلو سو.
يو دم توره شپه سوه، دوړي سوې چوپه چوپتيا سوه.
دوړي کشېنستې ، روڼه ورځ سوه ، لمر معلوم سو ددې سره سم غوغا مي تر غوږ سوه.
قيامت و…
هري لوري ته جسدونه ، هر طرف ته مي ځګيروی و، پر هر قدم پرې سوی اندامونه، پر هره زره د وينو د باران سوی شرپی و.
څو نفره را نيژدې سول په بې غوري يې ماته وکتل، يوه و بل ته وويل،:مړ دی درځه:
يا مړ نه يم … زه مو وينم … زه مو اورم… آ وروره در پورته مي که ټول بدن مي شل دی… مېرمن او زوی به مي لار څاري…هغوي يوازي دي…در پورته مي که وروره….
هغه زما د زوی بايسکل وينم… دا چا مات کۍ؟
دا ولي کوږ سو؟
ددې د مخ ټېر څه سو؟
ما پورته کۍ، ما کور ته بوځئ!!!
دغه بايسکل کور ته رسوم…
 نه نه دا خو ټوله وران سوی دی…
دا به څنکه وړم … به کم مخ به يې ور وړم…
د ګلاب په سترګو کي چي دبايسکل کوم انځور و، هغه ښايسته انځور به څنګه ورانوم؟
د سترګو څخه به يې هيلي څنګه بهيوم؟
هغه څخه مي غوښتي وه که دتل په څېر دا ځل هم په پنځمه ټولګۍ کي د نورو صنفو په رقم اول نمره سي نو دی به د ده د کوچني والي په ارمان او مينه ونازوم، د ته به چينايي بايسکل ور رانيسم.
دی بريالی سو خو زه ناکامه سوم!!!
دی پر وعده ودريدی، خو زه پر پښتو و نه درېدم!!!

کوټه