کور / سياسي / طالبان، پاکستان، او طبقاتي مبارزه (دهاري ژباړه)

طالبان، پاکستان، او طبقاتي مبارزه (دهاري ژباړه)

مقدمه :


نيويارک ټايمز ورځپاڼي د اپريل پر ١٧ د پاکستان  د روان سياسي او امنيتي بحران په باب يو تحليلي رپورټ خپور کړ.  د رپوټ اصلي ټکى دا دى چي په پاکستان کي مذهبي گروپونه د سياسي حاکميت د نيولو لپاره له طبقاتي تضادونو او اختلافاتو څخه گټه اخلي.  طالبان او ملايان د بې مځکو  بزگرانو او بېکاره ځوانونو له بې پايانه او ډکي سرچينې څخه لښکري جوړوي.  د هغو فيوډالانو او  خانانو جايدادونه ضبط او وېشي چي يا دايمي غير حاضر دي او يا دمگړى د طالبانو له ډاره په ښارونو او خارج کي اوسېږي. بايد ووايم چي رپوټ نه يوازي د پاکستان حالات بيانوي بلکي څه نا څه د افغانستان شرايط هم بيانوي. دا هغه لړۍ ده چي قريب ديرش کاله پخوا په افغانستان کي پيل سوه او په نتيجه کي افغان فيوډاله طبقه کاملا سټه، کمزورې، او څو څو ځله بدله را بدله سوه.  رپوټ ځکه تر ډېره حده بشپړ ژباړل سوى دى چي په سيمه کي روانو خطرناکو پېښو او تحولاتو ته له يو بل اړخه او پرسپکټيف څخه گوروي.
متن :


پاکستاني مامورين او مبصرين وايي طالبان په هېواد کي دخپل نفوذ او قدرت د خورولو لپاره په کليوالي ټولنه کي د محدودو حاکمو فيوډالانو پر خلاف د بې مځکو بزگرانو لښکري منظموي.  
همدې ستراتيژۍ طالبان په سوات کي قدرت ته ورسول، او په سوات کي د حکومت همدې شاتگ ټول پاکستان له خطر سره مخامخ کړى دى په تېره بيا پنجاب چي د پاکستان زړه دى او نن سبا مذهبي افراطيانو خپل منزل مقصود ټاکلى دى.  
د عيني شاهدانو په قول، په سوات کي طالبانو د سيمي محدود فيوډالان چي پخوا يې سياسي قدرت لاره تېښتي ته اړ ايستلي دي.  مبصرين او سيموال وايي طالبانو د همدې هدف د لاسته راړولو په غرض  بې مځکي بزگران او بېکاره ځوانان مسلح او پخپل ضربتي نظامي مټ بدل کړيدي.  
همدې ستراتيژۍ طالبان پدې توانولوي دي چي پخپلو سيمو کي  بېکاره او قهرېدلي عام ولس ته د اقتصادي لوټ او تالان څخه منظمه او برابره برخه ورکړي. په مقابل کي، د سيمي اوسېدونکي چمتو دي چي د امنيت او څه پاک حکومت په بدل کي د طالبانو سخت شريعت، ټرور، او ډار وزغمي.  
يو پاکستانى مامور وايي، ” په سوات کي خونړي انقلاب وسو.  که چيري همدا انقلاب د پاکستان زړه _پنجاب_ ته ورسېږي، ماته نوره يوه حېرانونکې خبره  نده.”


د طالبانو همدا قابليت چي په پاکستان کي د طبقاتي تضادونو او اختلافاتو څخه گټه واخلي، دا بېره را پورته کړې ده چي ښايي طالبان او ورته مذهبي ډلي به همدا طبقاتي وسله د پاکستان په نورو سيمو کي هم پلې او عملي کاندي ځکه پاکستان اوس هم تر ډېره حده يو فيوډالي ملک دى.  


سياسي ماهران وايي، د هند بر عکس، پاکستان له اسقلال څخه را وروسته بيا هم د يوې محدودي فيوډالي او شتمني طبقې په منگلو کي را ايسار پاتي سو.  تر همدې شېبې پوري، د پاکستان همدې واکمن فيوډال حاکميت د هېواد بېشماره غريب کارگران، بزگران، او نيستمن خلک مطيع او کاږه ساتلي دي. مختلفو پاکستاني حکومتونو د مځکو د اصلاحاتو له اصلي دندي څخه اوږه خالي کړې ده، حتى عامه خلکو ته يې مقدماتي بشري، صحي، او د ښووني او روزني خدمات هم ندي برابر کړي.  د پاکستان غريب او نيستمن کليوالي خلک د خلاصون او پرمختگ لپاره هيڅ هيله نلري.  


سياسي تحليلگران او ماهران خبردارى ور کوي او وايي کېداى سي چي د سوات تجربه په پنجاب کي په اساني سره عملي سي. په پنجاب کي همدا اوس مذهبي افراطيان مخ په وړاندي حرکت کوي.  پنجاب د سوات او نورو قبايلي سيمو په شان ورته اجتماعي او سياسي بدلون ته چمتو دى.  


پاکستان الاصله امريکايي وکيل او د جمهورريس اوباما پخوانى همصنفي، محبوب محمود، وايي،” د پاکستان خلک په سيکالوژيکي او ذهني لحاظ يوه انقلاب ته چمتو دي.  سني افراطيت د پاکستان له تاريخي او طبقاتي تضادونو او درزونو څخه سوه استفاده کوي.  افراطيان پر موسيقي او مکتبونو باندي د بنديزونو تر څنگ، د  اسلامي عدالت، موثر حکومت،اقتصادي مساوات، او برابر وېش ژمنه هم کوي.”
سياسي مبصرين وايي په سوات کي د طالبانو ستراتيژي د تېرو پنځو کالو په ترڅ کي عملي او تجربه سوه.  په سوات کي، قريب يو نيم ميلون خلک ژوند کوي او د يوې شتمني او حاصلخيزي مځکي تر څنگ، د چارتراشو تجارت او د قيمتي کاڼو کانونه هم لري.  


اوسنى مذهبي بغاوت دوه کاله پخوا هغه وخت لا زور واخيست چي د قبايلي سيمو څخه ځيني پخواني باتجربه جنگيالي او د القاعدې ټرورسټان د سوات مذهبي ښورښيانو سره لاس يو کړ او د پاکستان پوځ يې له يوه نظامي بن بست سره مخامخ کړ.


پاکستانى پروفسور، خادم حسين، وايي طالبانو سمدستي په سيمه کي د سياسي قدرت مرکزونه په نښه کړل.  هغوى زمينداران او منتخب مشران چي زياتره يو کسان وه  پرله پسې ترور کړل.  په عين زمان کي، طالبانو د هغو بې مځکو بزگرانو ملاتړ تر لاسه کړ چي خپلو خانانو، رشوتخورو قاضيانو، او لټو مامورينو ته يې زړه ډک او خوړين وو.  په ٢٠٠٤ کي، مولانا فضل الله د خپل مذهبي پروپاگند د خورولو په مقصد يوه راډيو پرانيسته.  مولانا فضل الله د عامه خلکو په ژبه تبليغات پيل کړل.  هغه د مېږو، پسونو، غوا، شيدو، او وښو ژوندي مثالونه ورکول.  په ٢٠٠٦ کي، مولانا فضل الله پدې وتوانېدى چي د سيمي بې مځکي بزگرانو او بېکاره ځوانانو څخه يوه وړه مسلح ډله منظمه کړي.   په لمړى وختونو کي، پر فيوډالانو او زميندارانو باندي فشار اچول کېده چي خپل زامن له عصري او انگريزي ژبي مکتبونو څخه را وباسي.  پر ځينو خانانو باندي فشار وو چي د طالبانو سره نقدي مرستي وکي.


په ٢٠٠٧ کي، د سوات لوى خان او فيوډال شجاعت علي خان او د هغه وړونه او زوى چي د سوات ښاروال هم وو، د طالبانو هدف وگرځېدل.   شجاعت علي خان لندن ته ولاړ.  ورور  او زوى يې په اسلام اباد کي پټ دي.


لدې نه پس، طالبانو د ٤٣ نورو مخورو کسانو لست خپور کړ، او هغوى ته يې امر کړى وو چي د طالبانو محکمو ته حاضر سي او کنې و به وژل سي.  د طالبانو په تور لست کي شامل فيوډال، محمد شير خان چي د پيپل پارټۍ غړى هم دى، وايي، “کله چي تاسو پدې پوهه سئ چي هغوى تاسو حتما وژنئ او په دار مو ځړوئ، څرنگه به بيا تاسو هلته  د ورتگ جرات وکړئ؟  په لست کي زما نوم ماته دا وايي چي بيا سوات ته مه ځه”  ښاغلى محمد شير خان همدا اوس په پنجاب کي د طالبانو له ډاره پټ ژوند کوي.  


په پاکستان کي هر چيري چي يو فيوډال تښتېدلى دى، هلته بزگران د مځکي خاوندان سويدي.  په ځينو ځايونو کي، بزگرانو ته اجازه ورکړه سوې ده چي باغونه او وني پرې کړي او بوټي يې خرڅ کړي.  په ځينو ځايونو کي، بزگرانو ته امر سوى دى چي د غيرحاضرو خانانو پر ځآى طالبانو ته د مځکي حصول ورکړه سي.  د طالبانو د کنټرول لاندي سيمو کي د زمردو دوه کانه خلاص سويدي، او د دغو کانونو له دريو برخو څخه يوه برخه عايد افراطيانو اخلي.  
د سوات په مرکز منگوره کي  ولايتي مامورين مجبوره دي چي د طالبانو په شان پر مځکه کښېني او عموما يې شاوخوا ږېرور او مسلح مذهبي افراطيان را څرخېدلي ناست وي.  د سوات په ډېرو منطقو کي، طالبانو امر کړى دى چي له هري کورنۍ څخه بايد يو ځوان د طالبانو په صفوفو کي خدمت وکړي.  د اکثرو غير حاضرو خانانو او فيوډالانو مځکي غضب سوي دي، او يا يې حصول او پيسې د خاوندوانو پر ځاى د سيمي طالبانو ته ورکړه کېږي.