کور / خبرتیا او پيغامونه / د دروېش دراني نوې شعري ټولګه چاپ شوه

د دروېش دراني نوې شعري ټولګه چاپ شوه


دا بوټي به لونګ شي


دا د پښتو ژبې د نوميالي او نوښتګر شاعر دروېش دراني د شعرونو نوې ټولګه ده چي په دې وروستيو کې په کوټه کې د صحاف نشراتي موسسې له خوا په ١٩٢ مخونو کې د (١٠٠٠) ټوکو په شمېر چاپ شوې او خپره شوې ده. په دې شعري ټولګه کې د شاعر (٨٠) غزلې او (٢٠) نظمونه راغلي دي.


د دې کتاب تړون د پښتو د نوميالي ليکوال، شاعر او ژورناليست ارواښاد سلطان محمدصابر په نامه شوى دى، د يادونې وړ ده چي ښاغلي دروېش دراني تر دې وړاندې د خپلو نورو کتابونو تړون د چا په نامه نه دى کړى او نه يې هم چاته ډالۍ (اهدا) کړي دي.


تر دې وړاندې د ښاغلي دروېش دراني دغه لاندېيني کتابونه چاپ شوي دي:


١.  ستوري په لمن کي                     (د لومړنيو درېوو شعري ټولګه غونډ)


٢. په کاڼي کي هينداره                   (شعري ټولګه)


٣. په ناورين پسې ناورين              (د دېرشو منظومو ټولګه)


٤. پښتو عروض                                (نثر)