کور / تازه خبرونه / د مطالعې مينه والو ته زېرئ! وړيا انلاين كتابتون

د مطالعې مينه والو ته زېرئ! وړيا انلاين كتابتون


د امريكا د كانګرس كتابخانې اعلان كړى چي د يوه ډيجيټل انلاين كتابتون پر جوړولو يې كار روان كړى دئ.
كانګرس وايي له دغه كتابتون څخه به د نړۍ په ګوټ – ګوټ كي هرڅوك د انټرنيټ په ذريعه په وړيا توګه استفاده كولاى سي.
د كانګرس كتابخانې اداره ويلي كتابتون به د نړۍ د ډېرو سترو كتابتونو سره د انټرنيټ په ذريعه تړلى وي او هر ډول كتاب به په هر وخت كي د لوستونكو لاسته د مطالې دپاره ورځي.
د كتابتون ويبپاڼه به په انګليسي، عربي، فرانسوي، روسي، هسپانوي، جرمني، چينايي او جاپاني ژبو باندي معلومات خپروي.