کور / راپور / افغان حاجيان به سږ پر خپل وخت بيرته ستانه شي

افغان حاجيان به سږ پر خپل وخت بيرته ستانه شي


  •              
              

    په سعودي عربستان کښي افغان چارواکي وايي چي سږ کال به افغان حاجيان له سعودي عربستان څخه کابل ته په خپل وخت انتقال کړي .
    په مکه مکرمه کښي دافغان حاجيانو دوړلو او راوړلو په خاطر ددولت لخوا دجوړ شوي کميسيون غړيو چي دحج اوقافو او ترانسپورټ وزيرانو په ګډون په کښی دملي امنيت، دبهرنيو چارو وزارت، دعامي روغتيا وزارت استازو او دکام اير هوايي شرکت استازي  دپارلمان په دواړو مجلسونو کښي ګډون کړی وو يو شپږ ماده ايز پرېکړه ليک لاسليک کړ.
    په پرېکړه ليک کښي راغلي چي هر هغه حاجي چي په لومړي پرواز کښي راغلی، له دې خوا به هم په لومړي پرواز کښي کابل ته لېږل کيږي .
    دغه راز به کام اير هوايي شرکت دنده لري ترڅو دافغان حاجيانو لپاره دسعودي دمقاماتو لخوا ترلاسه شوي سلايت (دپروازونو اجازه) سره سم به په ټاکلي وخت ناسته او الوت وکړي .
    ددې ترڅنګ په پرېکړه ليک کښي راغلي چي کام اير به دجدي په هوايي ډګر کښي حاجيان يوه شېبه او يا يوه ورځ هم پرېنږدي  او ژرترژره به يې انتقالوي .
    ددې ترڅنګ په پرېکړه ليک کښي راغلي چي که چيري حاجي له ټاکل شويو شېبو څخه زياتي شېبې په مدينه منوره ياهم په مکه مکرمه کښي تيري کړي او دهغه پروتوکل له مخي به يې دحاجی لپاره دنيول شوي تعمير او دحاجي دخوراک مصارف اړوندي ادارې ورکوي .
    دافغان حاجيانو لپاره په سعودي عربستان کښي دحج لپاره د پنځه څلوېښتو ورځو اجازه ورکول کيږي .
    په پرېکړه ليک کښي دا هم راغلي چي افغان چارواکي به دحاجيانو دالوتکو او دحاجيانو پر نوم اخيستل سوي پروازه کی نه بلکي هغوی به په بل پرواز کښي کابل ته ځي ترڅو دحاجيانو په پروازونو کښي ځنډ رانسي.
    په پای کښي پرېکړه وسوه چي داختر په پنځه ورځ چي د ذوالحجې ديارلسمه او دجدي دريېمه نېټه کيږي دحاجيانو پروازونه به پېل کيږي .
    دهمدې پرېکړه ليک سره سم داختر په پنځمه له جدي څخه کابل او مزارشريف ته پنځه پروازونه پېل شول او شااوخوا ۸۰۰ تنه حاجيان يې انتقال کړل .
    په مکه مکرمه کښي دافغانستان دپارلمان لخوا داستول شوي ټېم غړي او دولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي وويل چي دوی چي دوی چی دافغان حاجيانو سره له نژدې ليده او کاته کړيدي .
    حاجيان سږ کال دحج او اوقافو وزارت لخوا دنیول شویو تدابيرو څخه خوښ ښکارېدل .
    خواصي وويل چي دتيرو کلونو په پرتله په زياته اندازه ښه والی پکښي راغلی دی خو هغه زياته کړه چي دګاونډيو هيوادونو په پرتله اوس هم لا څه مشکلات سته چي بايد هڅي وشي او هغه په راتلونکي کال کښي حل شي .
    خواصي وويل چي حاجيانو ورته شکايتونه کړي او هم دپاکستان او ايران هيوادونو په پرتله ترې زياتي پيسې اخيستل شوي دي .
    نوموړي وويل چي په راتلونکي کښي بايد افغان دولت دحاجيانو څخه دګاونډيو هيوادونو په پرتله پيسي واخلي .
    دا په داسي حال کي ده چي سږ کال دافغان حاجيانو او دنړۍ دټولو څلور ميليونو حاجيانو دحج دمراسمو د ادا کولو پر مهال کومه پېښه رامنځته نه سوه .
    دافغانستان او دسعودي حکومت چارواکي وايي چی دسږ کال دحج په مراسمو کښي هيڅ کومه مرګ ژوبله رامنځته نه سوه.
    دا په داسي حال چي تر دې مهال دافغانستان څخه سعودي عربستان ته دراغليو حاجيانو دډلي څخه لس تنه مړه شوي چي له دې جملې څخه يې نهه تنه په عادي مرګ او يوه مېرمن يې په ترافيکي پېښه کښي مړه سوېده.
    سږ کال په سعودي عربستان کښي دتيرو کلونو په پرتله ډير ښه تدابير نيول سوي وه او دجمراتو ويشتلو پر مهال دهرهيواد دحاجيانو وخت ټاکل شوی وو او دهماغه تقسيم اوقات له مخی به يې جمرې ويشتلې.
    ياده دي وي چی په پخوا کلونو کښي به دشيطانانو ويشتلو پر مهال په سلګونو کسان ترپښو لاندي کېدل او خپل ژوندي به يې له لاسه ورکاوه .


    که څه هم پخوا دافغانستان دارشاد حج او اوقافو وزارت چارواکو ويلي وو چي سږ کال به له افغانستان څخه ۲۴۱۰۰ تنه افغان حاجيان دحج چانس ولري، ولي دا مهال په سعودی کښي ۲۵۸۰۲ تنه حاجيان دحج لپاره راغلي .
    په مکه مکرمه کښي دافغانستان دبعثه کمېټې مسئول مولوي اسرارالحق وايي چی له دې ډلي څخه يې ۲۴۵۰۰ تنه د وزارت له لوري او پاتې ۱۳۰۴ تنه يې په کابل کښي دسعودي سفارت لخوا مجمله وېزې (فوق العاده وېزې) ترلاسه کړيدي او دوزارت په پروګرام کښي شامل نه دي .
    سږ کال کابو څلورو ميليونو مسلمانانو د ۱۴۲۸ کال دحج په مناسکو کښي ګډون کړی وو.


    نور عکسونه د عکسو په برخه کښي کتلائ سئ !!!