کور / د ډيورنډ کرښه / له پاکستان سره د پښتونستان دمعضلې د دایمي حل لاره

له پاکستان سره د پښتونستان دمعضلې د دایمي حل لاره


که په روغه مو مرام تر سره نشو  *  بيا نو ټنګ شه د افغان د توري شرنګ ته


پاکستان د خپل پيدايشت له وخته تر اوسه پوري په منطقه کي د سرطان د ناولي داني حيثيت لري چي له پيدا کيدو تر ورکيدو پوري به يوازي پنجا بيان وي او جګړه.د مثال په توګه پاکستان د کشمير پر معضله دري واره له هند سره جګړه وکړه چي په نتيجه کي شرقي پاکستان په بنګله ديش بدل شو ، او د بنګله د يش څخه وروسته د ليوني سپي په شان پدي تلاش کي دي چي هغه په پښتونستان باندي جبران کړي نو له محمد داود خان څخه تر حميد خان پوري له افغانستان سره په نرمه ګرمه او ډيره مستانه جګړه بوخت دي او د (برمودا د مثلث په شان)يي ډيري درني کشتي غرقي او ستري طياري داسي لا درکه کړي چي پته يي هم نه معلوميږي چي چيرته ولاړي.او لدي ټولو بدبختيو سره سره پاکستان ديني ورور او شه همسايه هيواد بلل کيږي؟


او ډيره د تعجب خبره خو لا داده چي له اولي جهادي دولت څخه نيولي تر اولي طالبي دولت او بيا د اسلامي انقلاب له دوهمي او تکاملي مرحلي نه نيولي تر ننه پوري پاکستان له هيڅ ډول تخريبي او ورانونکي عمل څخه دريغ ندي کړي د افغان وطن د نابودي لپاره تروريستي ډلي ټپلي تربيه ،اکمال او داخل ته يي په منظم ډول را انتقالوي چي شه مثال يي د هري ورځي چاودني او ويراني ده، خو بيا هم د يني ورور شه همسايه او نژدي ملګري هيواد چي د تروتريزم پر ضد مبارزه کي زيات کمکونه کړي ، تل ستايل کيږي اود دوست هيواد په صفت بلل کيږي؟ شه ده چي دشمن نده که نه نو اوس به بل طالبي رژيم پخپله دوهمه او تکاملي مرحله کي واي؟!



پاکستان د لومړي ځل لپاره له محمد داود خان سره مقابله وکړه او د نوي جمهوريت په راتلو سره يي هغه ته هغه ډلي چي د جمهوريت سره يي دشمني لرله او د قدرت د نيولو لپاره يي د ماکياولستي طريقو څخه هم دريغ نه کاوه، را پورته کړي او په وطن کي يي ورانونکي عمليات په پنجشير او بعضي نورو ځايونو کي وکړل خو له نيکه مرغه دپنجابي جاسوسانو عمليات کوم زيات تاوان ونه رساوه ، ليکن پاکستان د افغان ولس د کاملي تباهي لپاره لياره پيداکړه او هغه ناولي لياري ته يي د جهاد مقدس نام ورکړ چي د ډيرو ناولو انسانانو له خولي د ناولو ارمانونو لپاره دا مقدسه کلمه استعال شوه او لا استعماليږي.


په دوهم وار کله چي په هيواد کي د ثور د اومي نيټي انقلاب راغي نو د پاکستان او دهغه د جاسوسانو لپاره د وطن د بي دريغه خرابي لپاره شه پوره بهانه برابره شوه او جهاد هم له پخوا څخه ګرم شکل غوره کړ او تر دي مقدس نام لاندي جهاديانو د خپلي مور د نابودي لپاره له هيڅ ډول خرابي څخه دريغ ونه کړ، او ددي نوي رژيم له راتګ څخه لا څو ورځي تيري نوي چي جهاديانو د پاکستاني مليشو په مستقيمه همکاري د ځدرانو په منطقه کي يوه ولسوالي چور کړه او د چور او غنيمت عمليات دجهاد په مقدس نام سره شروع شول.


دريم وار کله چي د افغانستان په حاکم ګوند کي د قدرت ته د رسيدلو مسابقه په ډيره چټکي سره روانه وه ، نو هغه چا چي د ليوني په شان د قدرت مستي اخستي وه او په هيڅ وجه يي، نه داخلي شرايط چي جامعه اسلامي جامعه ده او په سرو لشکرو داخليدل د حزب او مترقي نهضت د نابودي معني لري، او نه هم خارجي وضعه په نظر کي و نيوله بلکه يوازني ارمان يعني قدرت ته رسيدل وه هغه هم دشاشجاع پشان د بيګانوو په ټانکونو هيواد ته را ستون شوه نو د پنجابيانو او د جهادي جاه طلبانو غوا لنګه شوه او د وطن دخرابي ګرمه ميله تر پخوا لا ګرمه شوه.


ليکن له نهو کالو سختي ورانونکي جګړي نه وروسته چي کله د جهاد لپا ره عملاءدليل موجود نه وه اوټول بيګانه قوواوي وايستل شوي او په صداقت او ايمانداري سره د د جګړي د ختم لپاره او د وطن د بيا جوړوني لپاره د ملي روغي جوړي سياست را منځته شو، خو هيڅ جهادي تنظيم هم هغه ته لبيک ونه وايه او جګړه هغه وخت لا ګرمه شوه چي روسان ووتل.


جهاديانو چي د روسانو له وتلو وروسته فکر کاوه چي د نجيب رژيم به په دريو مياشتوکي له منځه ولاړ شي نو هغه وو چي د جلال اباد جګړي ته له عربستان نيولي تر انګلستانه او له چين نيولي ترامريکا او له عربي پرتوږ کيشلو عياشو نيولي تر لنډغرو پنجابيانو پوري پداسي حال کي پر ننګرهار حمله وکړه چي ددوي اکمالات په قطار وؤ او دوطنپرستانو په طيارو ؤ، او د غنيمت د انتقالولو لپاره يي هم شه پريمانه تياري نيولي وه او دا يي سنجولي وه چي په دري شپو- ورځو کي به ننګرهار تسليم او د هغه له لوټ او تالان نه وروسته به په سپينو آسانو کابل ته حرکت کوي .


ليکن کله يي چي د وطنپرستانو مقاومت او له وطن څخه قربانيدل وليدل او د ننګرهار تسليمي ‌ءۍ نصيب نشوه او په جهاني سويه وشرميدل، او ددي په عوض چي د ملي روغي جوړي د سياست چي هدف يي د جګړي خاتمه او د وطن جوړول وه، سره همکاري او کمک وکړي ، نويي په توطيو او کودتا ګانو شروع وکړه تر ځو لدي لياري خپل ارمان تر سره کړي نو هغه وه چي اول يي د تڼي پر سر لاس را تير کړ هغه يي پداسي حال کي کودتا ته مجبوره کړ چي څو ورځي دمخه يي له رءېيس جمهور سره د جرګي له لياري مشکل حل کړاو د بيا صداقت اطمنان يي هم د اشک خوړلو په ورځ ورکړ خو دهغه سره سره بي غيرتي وکړه او خپل لوز يي مات کړ او کودتايي پيل کړه او له ډير مقاوت نه وروسته بيچاره په تور مخ پنجابيانو ته پناه يوړه.


دي کوتا د پنجات مټ لا قوي کړ او په داخل کي هم د اردو وضعه لا خرابه کړه.


څلورم وار هم کله چي بيا د افغانستان د حاکم ګوند په رهبري اورګان کي د قدرت د تر لاسه کولولپاره مسابقه هغه هم د پخواني بيګانه پرستو، شوق د ليونتوب ترسرحده د پخوا پشان ورسيد ، او د سولي د پروګرام پر ضد پلانونه له پخواني جهادي ډلو ټپلو سره د «مقد س» ايتلاف په وجود کي د ايران، روسي،او نوروهيوادو په همکاري طرحه شول چي د وطني روغي جوړي پلان وران ويجاړ کړي ، ددي ناولي هدف لپاره د دواړو خواوؤيعني د انقلابي پرچمدارانو او د جهادي تنظيمونو تر منځ د مزار شريف د پلان مطابق کارشروع شوه چي په ظاهره د وطني روغي جوړي په نام او په ماهيت کي د پښتنو د فاشيزم د نابودي اود اقليتونو د حقوقو د تر لاسه کولو په ارمان عمليات له حيرتان څخه د افسانوي مومن په وجود کي شروع شول چي له حيرتان څخه تر کابل يوري د ملي اردو د قطعاتو او جزتامونو په تسليمي سره دسولي د ملي روغي جوړي پلان وران ويجاړ شواو دي وراني ته يي د اسلامي انقلاب ډولونه ووهل او ګويا اسلامي انقلاب بري ته ورسيد؟


داسلامي انقلاب په بري سره چي د هغه په نتيجه کي ملي اردو چي دشمن ماتونکي اردو وه له منځه ولاړه ، د سولي او جنګ نه ماتيدونکي ګوند وران شو او يوه وړه ډله د اسلامي انقلاب په خدمت کي شوه او په همدي وخت کي د افغانانو لاسونه د پنجاب په مقابل کي پورته شول او د وطن له مور څخه ټکري واچول شو او سرلوڅي شوه.


پنجابيانو د مجاهيدينو د قدرت په رسيدو سره د شکراني د سجدي لپاره کابل ته ځانونه راورسول ترځو دخداي(ج )سجده په هغه پاکه ځمکه ادادکړي چي په هغه سجده قبليږي که نو جوماتونه خو د پاکستان په هره کوڅه کي څو داني ولاړ او په هغو کي هم ازانونه کيږي ليکن حتماء هلته سوالونه نه قبليد ل ځکه نو اکثر پنجابيانو ځانونه،( هغه کابل ته راورسول چي چايي د ماتيدو ګمان هم نشو کولاي ليکن بدبختانه چي کابل مات نشو اما نا مردو روغ رمټ تسليم کړ)، پل خشتي ته راورسول.


د پل خشتي د سجدو سره سره د پنجابيانو اصلي ارمان چي د ناولي ډيورنډ په خط باندي به لاس را تير کړي تر سره نشو. نو هغه وه چي دوي خپل اول درجه اجنټ چي په جهادي دولت کي يي د صدراعظم مقام درلود د مختلفو بهانو په رامنځته کولو سره (د کمونسټو قوواو وتل) دي ته تشويق کړ چي کابل بايد وران کړي او هغه هم بيله دي چي د تاريخ له حکم څخه و ډارشي په ډيره بيرحمي سره يي تسليم شوي کابل دړي وړي او وران ويجاړ کړ. له وران کابل څخه نيولي د هيواد تر هر کلي پوري په جنګ وهلي افغانستان کي جګړه تر پخوا لا ګرمه او ورانونکي شوه او له دي ټولو ګرميو سره د پنجاب ارمان تر سره نه شو، نو دي ته مجبور شول چي د نويو اجنتانو کار ته لاس واچوي او که يي وکولاي شول دهغو په وجود کي خپل ارمان تر لاسه کړي نو هغه وه چي د طالب ډرامه يي ګرمه کړه او په کمه موده کي يي هغه د جهادي رژيم د نابودي لپاره تيار کړل.


د پنجابيانو دوهم ارمان هم چي د جهادي رژيم ماتول وه تر سره شو او طالبي رژيم يي ځاي ونيو خو بياهم بخت ياري ورسره ونکړه د پخوا په شان بيا اصلي هدف يعني د ډيورنډ خط پاته شو ليکن کله چي پدي پوه شول چي د طالب په وجود کي هم ارمان تر سره نشو نو هغه يي د شوتلي وني ته پورته کړل او دومره يي له لياري وايستل چي حتي د افغانانو د کلتور پزه يي هم له منځه يوړه، هم ځان ځيني ورک شو، هم اسلام اوهم جهان او په هغسي کارو يي شروع وکړه چي حتي کوچني هلکان که هم قدرت په لاس کي واخلي هغومره ليونتوب نکوي لکه طالبي رهبرانو چي وکړ، او دي همدي ليونتوب په نتيجه کي لياره دنړي سترداړه مار ته چي لا پخوا په کمين کي وه برابره شوه او جهاديانو ته هم د خټي پزه جوړه شوه هم د چوکي ، هم ددين او هم بيا د وطن او د قدرت خاوندان شول.


د ۲۰۰۱ کال څخه را پدي خوا پاکستان له غربي هيوادو د طالبانو او القاعده سره د مقابلي په نامه هم په ملياردو ډالره تر لاسه کړل ليکن پاکستان هغه کمکونه له يوي خوا د خپل پوځ د لازيات عصري کيدو او له بلي خوا د طالبانو او القاعده د تنظيم کيدو لپاره مصرف کړي او تنها اوس غربي تجاران د پنجابيانو او دهغوي په ټګي او برګي په داسي حال کي يو څه پوه شول چي د کرزي خوارکي کُلمي ورسره را ووتي ترڅو يي غربيان په دي قانع کړل چي پنجابيان چي هرڅه وايي درواغ دي او فريب در کوي.اوغربيان هم په دي عملاًٍُ وپوهيدل چي پنجابيان واقعاء موږ غولولي يو.! او نور مو هم غولوي.


پاکستان اوس په پشتونخوا سيمه کي د تروريستانو او طالب په نامه، القاعده هم ورسره، نوي د جنګ ډرامه ګرمه کړي ترځو لدي وروسته په نوي پلمه بيا خپل جنګي تجارت ته ادامه ورکړي، ليکن لکه ځنګه چي معلومه ده چي غربيان اوس د دوي په درواغو پوه شويدي نوهغه وه چي هلته يي پخپله د طالبانو او القاعده پر ضد عمليات شروع کړل،او دوي يي هم مجبور کړل چي پدي جګړه کي برخه ورسره و اخلي، ليکن پنجابيان دسولي او وروري په نامه د قرار دادونو په کولوسره غواړي له جنګ څخه ځان خلاص او زاړه ياران د اور کندي ته ور ټيله کړي، چي البته په همدي ټيله کيدو باندي اوس غربيان په ټوله معني پوه سوي او بايد پدي منطقه کي جنګ ته خاتمه ورکړي. ليکن دا سوال پيداکيږي چي امريکا او ياران يي ولي دا دسرطان دانه چي دوي هم اوس ورباندي پوه شوي دي او تر پزي ور سره رسيدلي دي ځکه چي د نيويارک له تروريستانو نيولي د لندن ، مادريد او هند او افغانستان خو بيله هغه د پنجابيانو د حياتي ګټو منطقه ده، تر اساسي علاج لاندي نه نيسي چي دا ټوله منطقه د ابدي سولي ځښتنه شي ؟


موږ په نړي کي دورستيو ۱۸ کالو پيښو ژوندي شاهدان يو چي دهغه له رويه ډير هيوادونه د ملي او ژبني پيژندګلوي دسرحدونو پر اساس منځته راغلل او پخواني امپراطوري له منځه ولاړي او يا هم دوه بيل هيوادونه چي ګډه وينه او يو ملت وه بيرته سره يو شول، منځته راغلل، امريکا او ناټو لدي ټولو نويو منځته راغلو هيوادوسره د بشر دوستي په نامه او د دموکراسي د رامنځته کيدو لپاره له حده زياتي مرستي و کړي . نوکه دا سوال مطرح شي چي ايا د ډيورنډ خط د برلين ترديوال زيات اعتبار لري او يا داچه پاکستان تر پخواني شوروي اتحاد چي اول سوپر پاور وه پياوړي دي؟ او يا داچه پاکستان اوس هم تر افغانستان زيات ستراتيژيک اهميت لري ځکه چي افغانستان ګويا اوس هم د روسانو اډه ده او که څنګه؟


نن ټولي نړي ته څرګنده ده ، اروپا ته ثابته ده، جهادي رهبران ، قومندانان اوامريکا د هرڅه ژوندي شاهدان دي چي پاکستان د طالبانو ‌، القاعده او دټولي نړي د تروريستان مرکز، د تربيي اډه او د هر رقم اکمالاتو مسؤليت په غاړه لري او حتي هغه خپل ستر اسلامي مکلفيت بولي او ددي ستر هدف لپاره ءي( اسلامي )اتومي سلاح په ډيره سپين سترګي،او له بد ه بخته د افغاني جاه طلبو د قدرت ته د رسيدو په نتيجه کي چي هيواد اشغال او ددي اشغال په وجه پاکستان د ناټو اود عربي اسلامي ټيکه دارانو د فعاليت په اساسي مرکز بدل شو او ټول مالي کمکونه چي به له افغان مجاهدينو او مهاجرينو سره کيدل په هغه پاکستان ځان د اسلامي اټومي سلاح خاوند کړ، او اوس غواړي چي د افغانانو دسرنوشت په ټاکلوکي د حياتي منافعو د ګټو په صفت ځانته پوره برخه ولري او که دا برخه څوک ور نکړي نو پدي منطقه کي به نه سوله وي او نه امن!


هرڅه له پاکستان څخه راځي که طالب ، که تروريست،که القاعده، هغه هم له ډيرو غټو سلاحو سره، ليکن هيڅوک نه افغان دولت ، نه ناټو او نه ملل متحد ددي سوال طرح کوي چي ددي ناولي جنګي چيني مخه ونيسي؟ ولي مسوؤل مقامات عملي اقدام نکوي؟ حتماء په خپلو سرو او چوکيو بيريږي او له ابتدا څخه هم هدف قدرت رسيدل وه ولوکه د روسانو او د هغوي د اجنتانو په وسيله سره هم وي؟!


هغه متل دئ چي ځاځي پور غواړي او توري لا نور غواړي؟


افغانان چي د ناولي اولعنتي جنګ، چي له هغه ابتدا تر ننه يوازي د چوکي لپاره جګړه ده، او لا ښه توده ده، اولاتر اوسه موږد دي وخت ندي پيدا کړي چي د خپلي غصب شوي ځمکي د بيرته تر لاسه کولو غږ پورته کړو ځکه هغه چا چي د خاوري د ازادي نيت درلود هغو موکه پيدا نکړه او هغه چا چي ځمکه خرڅه کړه هغو ځان په خوب اچولي اود چا چي قدرت په لاس کي دي هغه د ځمکي د ازادي مفکوره لا په مغزوکي نده پيدا شوي، خو پنجابيان بيا ځان راته د پښتنود حقوقو د اعادي ټيکه داري په غاړه اخستي او دوي بيا دلته د افغانانو په وطن کي د برخو ويش راکوي نو زموږ د زياتي بد بختي په نتيجه کي اوس د شکاري سپو د نيستي له لاسه پنجابي ګيدړي پر بامو راته ګرزي نو د خاوري د ازادي غږ به څوک پورته کړي.


جهادي رهبرانو هغه وخت د پنجاب د غلامي پړي غاړي ته کړاو بيا يي په دواړولاسو د تسليمي او احترام مراتب تقديم کړل چي هغوي د ملل متحد د سولي د پلان د نابودي لپاره له خپلو پخوانيو دشمنانو سره لاره يوه کړه او پخواني ناولي دښمن يعني د روسي جمهوريت ته يي مراجعه وکړه او د روسانو او ايرانيانو د منځګړيتوب په نتيجه کي ېي له انقلابي پرچمدارانو سره يو ځاي د ملل متحد د سولي پر پلان کو دتا وکړه هغه ملي اردوې ماته کړه چي د پنجابيانو زړونه يي په پنجاب کي لړزول،هغه دسولي او جنګ ګوند يي مات کړ چي حتي انګريزان ځيني بيريدل،او بالاخره هغه زړه ور او پياوړي رهبر چي د سرو لشکرو د وتلو ورځ ېي د نجات ملي ورځ اعلان کړه چي هغه په واقعيت کي له روسي سوپر پاور سره د ټټر وهل وه، اودي غيرتي رهبرچه يوي خواته يي خپل ننګيالي ولس ته د روغي جوړي لپاره غيږه خلاصه کړي وه خو له بلي خوا يي هم له خپلي مور څخه په زغرده دفاع کوله او د دنړي له ټولو متجاويزونو سره په ميړانه بيله سرو اوشنو لشکرو تر هغو پوري مقابله وکړه تر څو چي دا لشکري د وطني لعنتي جوړي په نامه په ټګي او برګي سره دشمن ته د نامردي په ډول ورتسليم شوي او دا د وطن ننګيالي يي تښتي ته مجبور کړ، خو بالاخره يو ځل بيا دي غيرتي رهبر د وطن له ډيرو نامردو او بيغيرته دشمنانو سره په مخامخ جګړه کي د ځمکي د بشپړتيا پخاطر د نه تسليميدونکي زمري په شان مقابله وکړه تر څو د شهاد ت افتخار يي نصيب شواوله هغي ورځي تر نن پوري د افغانانو پر بامو باندي کله شني کله توري او کله رنګارنګ ګيدړي ګرزي خو په وطن کي نه سوله درک لري نه ارامي اونه هم ازادي ا و خپلواکي.


، دسولي د پلان په عوض يي په توطيو او کودتاوو شروع وکړه او دهغه په نتيجه ملي دشمن ماتونکي اردو له منځه ولاړه او ملي حاکميت هغه چاته ور تسليم شوه چي د ساتلو لياقت يي نه در لود او وطن يوه بل داسي جګړي ته داخل شو چي اوس يي دحل لپاره لياره ځيني ورکه ده.



جهادي قومندانان او رهبران کله کله دعوي کوي چي موږ د جهاد په نتيجه کي سوسيا ليزم له منځه يووړاو موږ د نړي قهرمانان يو؟ دبرلين ديوال ونړيده او شرقي جرمن له غربي جرمن سره يوځاي شو،دشرقي اروپا هيوادونه د سوسياليزم له زنځير څخه خلاص شول،د شوروي سوسيالستي جمهوريتونه له منځه ولاړ،لويه يوګوسلاويا په ډيرو کوچنيو هيوادو وويشله شوه، خو لدي ټولو دعوو سره سره زموږ وطن د ملي دشمن ماتونکي اردو د نه لرلو په وجه د پنجاب ناوه کي ګرزيدلي او خپلي لوبي ورباندي کوي! داد غيرت پتنګان دومره توان او طاقت نلري چي يا خپل ځان په پښو ودروي او يا هم له خپل هيواد څخه دفاع وکړي؟ دوي هم لکه د پود ين په شان طاقتور دي ليکن خپل ځان نشي تم کولاي؟ اود خپلي غصب شوي خاوري د بيرته تر لاسه کولو سوال يي اصلاء په دي ( روښانه) مغزوکي تر اوسه پوري وجود نلري پاته خو شوه د هغه دعوي او يا هم دهغه ازادول او يا د هغه لپاره د ويني تويول؟


د اسلامي انقلاب له بري را وروسته د اول ځل لپاره پاکستان په ټولو هغو ازادو قبايلو کي چي هلته د پاکستان قانون چا نه پيژانه هغه منطقي يي تر خپل قانون لاندي راوستي او حتي ډيره جالبه او د نه منلو وړ خبره لا داده چي د اسلامي انقلاب له دوهمي او تکاملي مرحلي نه وروسته چي د انساني امپر ياليزم په ذريعه تر سره شوه پاکستان خپلي سرحدي تاڼي د ۴۵ کيلو مترو پوري د افغان خاوري په دننه کي را مخته کړي او تر اوسه چا دهغه غږ هم نده پورته کړي؟!



ډيره د تعجب وړ او د نه منلو خبره دا ده چي پرون مجاهيد ينو د د نيا له ډير ستر سوپر پاور سره په ډيره ميړانه، مقابله وکړه او بلاخره يي هغه مات کړ ، ليکن اوس دومره وارخطا شوي چي له يوه لنډغر پنجابي دولت څخه په شا شا باندي رهي دي چي اخير د امو درياب ته ونه لويږي؟


يوازني علت يي داسي فکر کيږي چي جهادي رهبرانو لکه چي د جهاد په وخت کي وعدي کړي او له خپلو امضاؤ څخه ډاريږي او يا هم پنجابيانو داسي فلمونه ځيني ډک کړي چي د هغو له رسوايي ډاريږي او څکه پټه خوله دي؟!



رابه شو دنړي د دموکراسي ټيکه دارانوته چي هغوي بيا د جهادي ټيکه دارانو پر خلاف وايي چي زموږ د اګنتوري کار او فعاليت په نتيجه کي پورتني کار نامي تر لاسه شويدي او د دوي د کار او فعاليت په نتيجه کي وه چي اولي جهاني سوپر پاور له منځه ولاړ او نړي دسوسياليزم له شره خلاصه شوه؟


امريکا اود هغي يارانو رشتيا هم دسوسياليزم په له منځه وړلوکي ډير ستر رول ولوباوه اوله پخواني شوروي سوسيالستي جمهوريتونوڅخه ازاد شوي هيوادونه يي ډير ژر په رسميت وپيزندل، اوله هغو سره يي د هر ډول اقتصادي کمکونو څخه دريغ ونه کړ.د شرقي اروپا د نويو ازادشويو هيوادونو سره يي هم هر ډول کمکونه وکړل.


امريکااو دهغه نړيوال ياران چي د دموکراسي ازادي او د ځمکي د بشپړتيا د ټيکه دارانو دعوي کوي او حتي د مسلمانانو د دفاع په نامه يي پوره يوه مياشت د يوګوسلاويا په نشنلست رهبر ميلاسوويج باندي رڼا ورځي توري شپي کړي او تر هغو چي د ميلاسويچ قواوي له کوسوو څخه ووتي نو بيا يي جګړه ختمه کړه . تر څو نړيوالو ته ځان د ازادي ټيکه دار معرفي کړي؟


هغه متل دي وايي يو بام او دوه هواوي؟ ددي متل څخه ډير هدفونه دي .


اول داچه جهادي ټيکه داران ځانونه دجهان قهرمانان بولي خو د خپل هيواد د ساتني توان نلري؟ شه مثال يي د ثور د اتمي نيټي تاريخي تيښته او ستر ستر جهادي ګامونه او کورته ځان رسول وه.ددوي لافي او تيښته نه سره جوړيږي ځکه نو لازمه ده چي هر څوک بايد د خپلي خولي سره مناسبه ګوله وکړي که نه نو حتماء يي په ستوني کي نښلي او د بد نامي سبب کيږي ،لافي د جهان د قهرماني او بي کفايتي تر دي سرحده چي د شپاړلس کلن جشن د مراسمو امنيت نشي نيولاي او بيا عذر تر ګناه بد تر د مقابلي او پاته کيدو په عوض تيښته د شرم وړ خبره ده او پورتني ساده مثال چي پنجابيانو څوموره خاوره لاندي کړي ، او چي څومره نوره به يي لاندي کړي وي او لاندي کوي به يي په هغه باره کي معلومات نشته ،که مو سياست ته له وسه نوي پوره نو څه په جبر خو چا نه ياست راوستي بلکه په ننګ باندي را وبللي او تر پلچرخي پوري ښه راغلاست ته هم درغلل ،دهغه په عوض تجارت وکړي بيله هغه زياته هستي مو د غنيمت په نام تر لاسه کړي ، شه تجارت پري وکړي، او سياست هغه چاته پلاس ورکړي چي په سياست پوهيږي، جنګ هغه چاته ورتسليم کړي چي په جنګ پوهيږي او دشمن ته يي تسليمي نوي زده او يوازي وطن او کفن پيژني.


دوهم داچه جهاديان نه تنها دخپل هيواد د نجات پتنګان ځان بولي بلکه د جهان د ټولو نويو ازاد شويو هيوادونو د ازادي پتنګان هم دي خو ديوه ټيکه دار له خولي هم کوم چا د پښتونستان دازادي غږ ندي اوريدلي؟


او که کوم وخت يو بل څوک پدي باره کي خبري کوي نود استاد عطامحمد نور يه شان چي يو جهادي ټيکه دا ر دي ورته واي چي ما به پښتونستان ضرورت نداريم و پاکستان که در وقت جهاد با ما کمک کرده از خود ازرده نمي سازيم؟! يعني تحفه از کيسه خليفه؟ ويا تجارت بر ناموس؟


شايد بعضي جهادي رهبران او قومندانان د عطامحمد نور په شان قومندانان پدي عقيده وي چي د ين او مذهب ناموس شميرل کيږي او دوي دا کار د روسانو په ايستلو سره تر سره کړيدي او ناموس يي وګاټه؟ ، پداسي حال کي چي جهاديانو اورتودکس عيسويان يعني شورويان وايستل ليکن د ډاکتر نجيب خبره چي دوي به د قدرت دنيولو لپاره د يوه په عوض شل راولي او په عمل کي يي څلويشت راوستل! دي ته واي جهاد؟


په حقيقت کي دين او مذهب په مغزو کي ځاي لري اوکه هغه په زور او جبر تغير کيداي اويا له منځ تلاي اوس به افغانستان هم ټول سور خلقي واي او په شوروي اتحاد کي به هم عيسويت وجود نلرلاي؟ هغه څوک له مغزو نشي په جبر ورکولاي ترڅو چي څوک ونه غواړي.( شه مثال يي هم د عبدالرحمن دي چي عيسوي شو او چا يي مخه ونه نيوله اوپه زور او جبر باندي هم مذهبونه نه ساتل کيږي)


عملاء خاوره ناموس ده نو اوس ددي وخت راغلي چي بايد دخپل ناموس د تر لاسه کولو لپاره بيا د جهاد تدبير ونيول شي او جهادي رهبران بايد اوس د بين المللي جامعي په مرسته د خپل ناموس ازادي له پنجابيانو څخه د تر لاسه کولوفتوي صادره کړي او جهاد په داسي شکل شروع کړي چي اول بايد رهبران د ملل متحد د امنيت شوراي له دايمي غړو سره په ډيره ارامه فضا کي داسي بحث وکړي چي د پورتنيو هيوادونو مثالونه ورته راوړي جه دهغو مثالو له رويه، مثلاء دشوروي قوواوي له شرقي جرمني څخه ووتي او شرقي او غربي جرمني سره يو شول اويا هم د شوروي اتحاد د هيوادونو مثال چي بيله کومي جګړي ټول هيوادونه په صلح اميزه ډول مستقل شول.


نو پاکستان هم بايد په سوله او ارامي سره د خپلوقًوواو د وتلو لپاره نيټه وټاکي او خپل طبعي سرحد ته شاته شي. او که چيري په روغه او سوله اميزه ډول پنجاب وتلو ته تيار نشي نو بيا هغه متل دي چي کږه خوله په سوک سميږي. نو بايد د پخوا په شان يعني(په دوهم افغان –انګليس جنګ کي امير ونيول شو اردو له منڅه ولاړه اوهيڅ دولتي اورګان موجود نوه خو دشمن مات شو) د ازادي بيرغونه بايد جهادي رهبران د الله اکبر په ذکر سره د ولسونو ترمخ او سپين کفن په تن او مقدس جهاد باندي يوڅل بيا شروع وکړي او دا جنګ وهلي وطن په ميړانه سره د پنجابي لوړ غوشتونکو څخه د ابد لپاره خلاص کړي!


مجاهدينو با يد د ډاکټر نجيب له رژيم څخه دا دعبرت درس واخلي چي هغه کله د وطن دساتني ډبره په سينه ووهله نو نه تنها يي رژيم تر هغو پوري په ميړانه وساته تر څو چي د مترقي پرچميانو پلاس تسليم شو، بلکه د وطن له رنګا رنګ دشمنانو سره چي البته کم نوه هم په داخل کي او هم په خارج کي به ډيره ميړانه مقابله وکړه.ځکه چي د وطن خلک د مور د ساتني لپاره ميدان راووتل او د مور ساتنه وه چي اصلي او اولي کار ده او همدا وجه وه چي هغه رژيم له ټولو دسيسو سره سره دري کاله دوام وکړ اوکه د سولي پلان عملي شوي واي نو نن به زموږ وطن هم د کمپوچيا پشان د ارامي ازادي او ترقي خاوند واي او د اشغا لي خاوري لپاره به مو ځانونه تيارول.


 پخوا ويل کيدل چي که مجاهدين قدرت ونيسي نو به په وطن کي سوله راشي خو چا دا سوله ونه ليدله ، که يي يو علت د مجاهدينو چور او چپاول وه خو له بلي خوا د ډيورنډ زخم دي . او کله چي جهاديان د (اسماني) فرشتو له لاسه ماته وخوړه او مات شول او دا فرشتي هم د پنجاب ساخت وي، خو بيا هم سوله را منځته نشوه او حتي د کلتور پزه مو هم پکي له منځه ولاړه. او اوس د ټولي نړي قوواوي په افغانستان کي جنګيږي خو بيا هم سوله نشته ؟


ايا څوک داسي رژيم چي د هغه له پاکستان سره جنجال نوي راغلي پيژني؟ ايا په اينده کي داسي امکان لري چه


داسي يو رژيم را منځته شي چي له هغه سره به پاکستان په روغه ژوند کړي وي په ګوته کولاي شي؟


اياجهادي رژيم د پنجاب ساخت نه وه؟


ايا طالبي رژيم د پنجاب ساخت نه وه؟


ايا اوسني جهادي،امريکايي او ګنج الفساد رژيم د پنجاب په موافقه جوړ نشو؟


ايا طالبان ، القاعده او نور تروريستان له ډيورنډ نه هغه خوانه راځي؟


ايا دطالب او القاعده لپاره هغه کمپونه چي لا پخوا هلته موجود دي جهاديانو او امريکايانو ته معلوم ندي؟


که چيري څوک دا سوال مطرح کړي چي موږ له پنجابي لوړ غوشتونکو څخه ځان نشو ساتلي نو اشغال شوي خاوره به څنګه ازاده کړو؟


جواب دادي چي وايي لوڅ له اوبو نه بيريږي . زموږ وطن اوس دومره وران دي چي د زياتي وراني لپاره هيڅ شي ندي پاته نوبه څشي خراب شي؟ په مرګ سره خو هره ورځ افغانان مري که جګړه وکړو اوکه نه ليکن که دا اوسني تلفات په مستقيم جنګ کي وي او په ميړانه ځانونه د ناموس د ګټلو لپاره قربان کړو هغه مرګ زر ځله بهتر ده تر غلامي، او هره ورځ مرګ.


رشتيا هغه څه چي خرابيږي هغه يوازي ژوند دي او دهغه تر څنګ د وطن زير بنا ده چي هغه لا پخوا دهغه جهاد په تنيجه کي چي هدف يي قدرت ته رسيدل وه له منځ تللي او څشي ندي پاته هغه څه چي اوس پاته دي هغه هستي دارايي او جايدادونه دي چي هغه يوازي د جهادي قو مندانانو ملکيت دي اود ازادي جنګ ته هم يوازي بعضي همدا جهادي قومندانان چي مثال يي د پخواني ايتلاف عطامحمد نور دي دخپل تجارت او هستي په خاطر چي د چور او چپاول محصول ده، ندي تيار او دوطن لپاره ځان قربانول هم د هر چا کار او مسؤليت ندي اوهر څوک هم تر وطن ځان نه قربانوي بلکه د وطن پر ناوموس تجاوز کوي، او د خلکو په ناموس تجاوز خو اوس د شمالي ايتلاف د مليشو دنده ګرزيدلي ده ، نو که دا مليشي چي له مستي د خلکو پر ناموس تيري کوي د پنجاب پر خوا ور مارش شي څومره عالي خبره به وي تر څو معلومه شي چي دا کاغذي زمريان د وطن له ناموس له دشمن سره په کومه اندازه مقابله کوي؟ داسي نشي پيښه چي غزا او د مور د ازادي جګړه پاته وي او د ايتلاف مليشي په عياشي او خپل پخوانيو عادتو باندي مصروف شي؟!


ټول عالم غزا ته ځي – نامرد سرکوزي غلا ته ځي.


که چيري جهادي رهبران واقعاء جهاد، وطن او د ناموس د تر لاسه کولونيت او اراده لري نو همدا موکه بايد له لاسه ور نکړي ځکه له يوي خوا ټولي نړي ته د پاکستان تيري د لمر په شان روښانه ده او له بلي خواد ناټو او دهغه د يارانو تلفات اوج ته رسيدلي.


اما که جهادي رهبران پخپل سر، مال او چوکي ونه ډار شي او په ميړانه سره د خپل ناموس د تر لاسه کولو لپاره ملا وتړي او د جهاد فتوي ورکړي نو نور الله نور به وي، او که داغږ هم ورسره پورته کړي چي :


که په ډيورند کي شهيد نه شوي– مجاهد وروره بي ننګي ته دي ساتينه.


دا به نور هم اولسو نه د وطن د ازادي جګړي ته د واده پشان را مست کړي ليکن چي افغان رهبران د چوکي او يا وطن فروشي په لو مو کي بند شي او ددي موکي څخه د خپل وطن د ازادي لپاره ګټه پورته نکړي نو به له يوي خوا دتاريخ بد نامي تر لاسه کړي او له بلي خوبه دا سوالونه هم خلګو ته بيدا شي چي دوي ولي په خوله جهاديان ول اوپه عمل کي تجاران وختل؟ خبري يو څه او په عمل کي بل څه ، قدرت او هستي يعني جهاد؟


اوکه څوک داسوال مطرح کي چي موږ لا په پښو نيو ولاړ نو جنګ به په کومو قوتو باندي وګټو او څنګه به له يوه داسي پياوړي دشمن سره چي په داخل کي هم زيات اجنتا ن لري مخته بوزو؟ جواب دادي چي له پنجابي څخه هم ويني توييږي او هغه ددي وړتيا او هنر لري چي زموږ وږي او بر بنډ ورور ته منفجره مواد پر شا ور وتړي او په کابل يي را مارش کوي نو موږ ولي ددي توان نلرو چي عين عمل وکړو؟


که د طالب او پنجابي انتحاري حمله سل تنه په کابل کي وژني نو د افغان وطن ساتونکي هم بايد ځانونه لاهور، پنډي او کراچي ته ورسوي او هلته به د هر انتحاري تلفات حد اقل لس چنده زيات وي بيا به ثابته شي چي څوک د سولي او اور بند ناري او چيغيي پورته کوي چي اور بند اود وتلو لپاره وخت راکړي؟


وايي باز خانه نه بي بازه کيږي، په وطن کي لا تر اوسه داسي ځوانان شته چي له دشمن سره د مقابلي اراده لري، کيداشي چي بيا د وزير اکبر خان په شان ځوانان خپله توره له تيکي راوباسي، دا ممکنه ده چي بيا د غازي ايوب خان اومير مسجدي خان پ په شان ميړني پيداشي اود ډيورنډ په غرونوکي پر ناولي او ظالم دشمن رڼا ورځ توره شپه کي او تر پخوايي لا توده کي او د وطن مور د تل لپاره له هر ډول تيري څخه خلاصه کړي.


نظامي حالت چي دهغه له مخي په وطن کي له يوي خوا پخواني ۷ تنظيمونه چي په پاکستان کي اوسيدل جمع ۸ تنظيمونه چي په ايران کي اوسيدل جمع تسليم شوي خلقي او پرچمي ګروپونه، جمع د نړي د تقريباء ۴۰ هيوادونو قوواوي چي عملاء په جنګ کي مصروف دي جمع د ماويستانو مختلف ګروپونه، جمع د افغان ملت مختلف ګوندونه، ليدل کيږي. اما په مقابل طرف کي څو زره لغړ او پاي لوڅي طالبان جمع د جهاد د مقدسي دوري څو زره بلد ، ازمايش شوي او تکړه لنډغري پنجابيان قرار لري، او که څوک د پنجاب له با کميته اردو ډاريږي نو هغه بايد تاريخ ته مراجعه وکړي څنګه د لغړ واو بي سلاح بنګاليانو ته د سلو زرو نه زيات پنجابيان تسليم شول او هغه هيواد د تل لپاره د سولي او ارامي ژوند لري، او که د پنجاب اردو غټه ده هلته په دنګو دنګو غرونو کي هم زړور پښتانه اوسي هغه هم هغه اسانان دي چي پخواي لا په خالي لاسونو د دنيا له سوپر پاور سره داسي پنجه نرمه کړه چي که دهغو هيره وي د تاريخ له زړه نه وزي. چي البته د قوواو تناسب د ځمکي او اسمان تر منځ فرق لري څکه چي پنجابيان هغه عصري سلاح نلري چي غربيان يي لري، او نه هم له طالبانو سره هغه د ډالرو، عصري سلاح او مهماتو کمک چي پخوا له جهاديانو سره کيده، وجود نلري.


او که څوک د پنجاب له اتومي بمونو څخه بيريږي هغه خو اسلامي اتومي بمونه دي او د کفارو لپاره دي نه د مسلمانانو لپاره او که د نو زموږ پر ضد يي نشي استعمال کولاي ځکه چي موږ اتومي سلا ح نلرو.


او له بلي خوا که د هري ورځي د تلفاتو شمير دقيق وشميرل شي چي څوک په ځان مرګي، ځوک په دوست مرګي، او ځوک په اشتباه مرګي مرګونو مري او څومره انسانان له لوږي مري ، څومره له مرضو مري، نو که يو څو سوه د وطن او ناموس د ابدي ازادي په خاطر ورعلاوه شي نتيجه به يي دتل لپاره له جنګ څخه خلاصون وي.


او که څوک دا سوال وکړي چي پاکستان د اتګريزانو معشوقه ده اوهغه يي دافغانستان او هندوستان څخه د انتقام د اخستلو لپاره په مصنوعي ډول ايجاد کړي هغه به څوک دي ته مجبورکړي چي خپله معشوقه ورانه کړي؟


نو بيا دا ثابته شوه چي د ازادي او د ډموکراسي ټيکه داران د يوه بام او دوه هواوي په چوکات کي سياست کوي؟!


دوي په ظاهره وايي چي زموږ جنګ له تروريستانو سره دي او که موږ افغانستان پسي ور نسو نو هغه دلته لندن ته په موږ پسي راځي؟ دوي نه وايي چي ترورستان په پاکستان کي دي او دوي لا له پخوا څخه هلته اډي ورته جوړي او هغه اډي اوس لا هم فعاله دي ،بلکه دا وايي چي تروريستان په افغانستان کي دي؟


افغان ولسه لږ را ويښ شي او واوري چي ستا پروني دشمن بيا څه افلتي وايي؟


ټول جهان ددي شاهد دي چي د تروريزم د پټيدو، تربيي، اکمالاتو او رهنمايي مرکز پاکستان دي او تروريستان افغانان دي ولي؟


ايا انګريزان سترګي نلري اويا ماغزه اويا داچه دواړه لري اما دا پلا به هم د ميوند او هم دبلاحصار او شير پور انتقام پداسي شکل واخلي چي بيا دا خاوره نه وزير اکبر خان وزيږوي او نه ايوب خان؟!


که شمالي ويتنام او جنوبي ويتنام سره يوځاي شي بد کارندي، که شرقي او غربي جرمن سره يوځاي شي نو ټوله ناټو خوشحاله وي ،او که شمالي او جنوبي يمن سره يوځاي شي نو نور الله نورده، اوکه بنګله ديش د امريکا په کمک ازاديږي هم بده خبره نده، اوکه د افغاني جهاد په نتيجه کي د شوروي سوسيالستي اتحاد جمهوريتونه د خپلو پخوانيو ملي اوژبني چوکات پر اساس سره تجزيه کيږي نو فوقالعاده تاريخي حادثه ده، اوکه يوګوسلاويا هم په ډيرو زياتو هيوادو ويشل کيږي هم قانوني او طبعي موضوع ګڼل کيږي ، او که هانګ کانګ بيرته چين ته سپارل کيږي هغه دهغه حق وه ځکه چي هغه د اينده سوپر پاورده، اوکه تايوان څوک نشي ازادکولاي ځکه چي چين خطر ناک دي.


نو بيا به د کوسوارانو موضوع له نروارانو سره مقايسه کړو چي کوسوارانوته ازادي ضروري ده تر څو په منطقه کي يوه نظامي اډه ولري نو ايا د نروارانو منطقه چي اوس د طالبانو او القاعده په اډه باندي بدله شوي ده او پاکستان چي په جهان کي د اسلام ټيکه دار دولت دي او هغه عملاء ددي طالبانو او القاعده تربيه اکمالات ا و هراړخيزه پالنه کوي او په منظم ډول له پاکستان څخه را اوړي او په افغانستان کي عمليات کوي او د افغانانو او ناټو ته تلفات ورکوي ، نو بيا ولي ناټو د بين المللي قوانينو له مخي په پاکستان باندي عمليات نکوي چي افغانستان يي د رنګارنګ اسلحو د ازمايش ميدان ګرزولي؟


ولي ناټو او په مجموع کي غربيان نه د فلسطين له ازادي سره علاقه لري او نه هم د پښتونستان له ازادي سره؟


لدي سره سره چي انګريزان دعوه کوي چي پښتانه يهوديان دي او جعلي تاريخ يي هم داسي جوړ کړي چي په يهوديانويي ګډه وي ليکن په عمل له پښتنو سره داسي وضع کيږي لکه فلسطينيان چي وي؟!


پخوا افغانستان د روسي اډه وه ليکن اوس خو د هغو اډه نه بلکه د ناټو اډه ده او دوي ولي دا اډه نه مضبوطوي؟


ايا ناټو غواړي افغانستان اباد،ارام او يو موټي کړي او که غواړي چي دهغه سرحدونه د انګيزانو علمي درجي ته ورسوي؟


حالت در لود ليکن Buffer state د افغان اشغالي خاوري له هم هغه ابتد،( له انګريز دم تر نجيب دم پوري)


د جهادي انقلابيانو له بري وروسته بيا پنجابيانو له موکي ګټه واخيسته او هغه يي د خپلي لعنتي او فسادي خاوري جز وګرزاوه او له هيڅ ډول عکس العمل سره متاسفانه مخامخ نه شول؟ ولي ؟ ايا هغه د افغانانو خاوره نده؟ او که افغاني حاکمان افغانان ندي؟


که ناټو تر پرون پوري د پښتونستان له طرحي سره مخالفه وه دهغه اساسي علت د افغانستان اړيکي له روسانو سره وي. ليکن نن خو هغه ده ناټو د افغانستان بادار ده او پښتونستان هم ددي خاوري نه بيليدونکي جزدي.


که څوک دا سوال طرح کړي چي يوګوسلاويا د داخلي جنګونو په نتيجه کي تجزيه شوه او هلته ملي ازادي غوښتونکي جنبش موجود وه، جواب دادي چي په اشغال شويو ځمکو کي لا د هندوستان له تجزيي د مخه هغه وخت چي جناح لس نفره مسلح نلرل او خان عبدلغفار خان لس زره لرل د خدايي خد متګارانو جنبش موجود وه او اوس هم هغه نه تنها خداي خدمتګاران دي بلکه هغوي عملاء ځانونه افغانان ګڼي نه پنجابيان؟ او د پنجاب څخه د خلاصون ارزو لري، اوکه احياناء د تاجکستان ،ترکمنستان، ازبکستان او نورو شوروي جمهوريتونو په شان د ازادي ارزو هم ونه لري هغه د افغانستان دخاوري يوه ثابته برخه ده افغانان د هغه د استرداد او بيرته تر لاسه کولو مسؤليت او مکلفيت لري.


دريم داچه امريکا و ياران شان نيز مثل استاد با درايت عطامحمد نور هم په ټوله نړي کي د دژبي اومليتونوپر بنياد د نويو هيوادونو دجوړښت سره له حده زيات کمکونه کړيدي او حتي يوه وړه ولسوالي يي د کوسوارانو لپاره ديوه ازاد او مستقل هيواد په نامه اعلان کړ.


ليکن که دا سوال مطرح شي چي ولي د پښتونستان د نرانو لپاره څوک ( جهاديان او يا د هغوي ملاتړي او د دموکراسي او ازادي ټيکه داران)د ازادي غږ نه پورته کوي؟


پدي فرق چي د ديورند خط له بابا ادم نه تر نجيب دم پوري چا په رسميت نده پيزندلي او ددي لعنتي خط لپاره زموږ ولسونه تباه شول تباه کيږي او نور به لاهم تباه شي خو هغه به له څو لعنتي ستميانو پرته بل څوک په رسميت ونه پيژني،اما د بر لين ديوال خو د دوؤ سوپر پاورو لخوا او د کوسوو سرحدونه لا د باباادم له وخته په رسميت پيزندل شوي وه؟!
ايا امريکا او دهغي ياران د انتر ناسيونالستي نجات په شان افغانستان ته راغلي او که د صليبي جنګونو د غچ اخستلو لپاره؟


که ناټو او ياران يي په رښتيا د ډ موکراسي او ازادي ټيکه داران وي نو ولي د ټولي دنيا نوي سرحدونه بين المللي اعتبار لري او پخواني حقيقي قراردادونه فسخ کيداي شي، ليکن د ډ يورنډ غير حقيقي، جبري اود ملا نصرالدين معاهده چي حتي قرار داد هم ندي او چا امضا کړي هم ندي ( دري متن يي امضا شوي هم نده او فرضاء امضا هم وي ايا د جرمني تر سرحد چي د دوو سوپر پاورو لخوا تقسيم شو) با يد زيات اعتبار ولري او نشي باطله کيداي؟
ايا د انګريزانو معاهده بالا تشبه د قران حکم دي؟ که داسي وي نو بنګله د يش له کومه شو؟


د تاريخ جوړول هم د هر چا دنده نده هغه څوک تاريخ جوړوي چي هغه له ژوند سره د خاوري او وطن په خاطر لوبه وکړي او هغه ته چندان ارزش قايل نشي او د مست ياغي په شان له دشمن سره پنجه نرمه کړي. پاي

تبصره نسته

  1. محترم شاه محمود خانه! سلام
    ستا لیکنه او ارزونه خورا عالی ده. حق ته به لاس وراچوې، کنه هیڅوک به غضب شوی پشتونستان مونږ ته په غوري کې را تقدیم نکړي. بل دا چه پاکستان یعنی څه؟ دا هر څه له لندن څخه دا اوس هم اداره کیږي. تر څو مون. یو واقعا مستقل ملی او سرتیر قاید ونلرو، تر هغه به دا ارمان له ځان سره ولروۓ.

  2. Salamoona Grana Shah Mahmood Jana.
    Ma sara hagha alfaz nashta kom chi sta staena pa ke kawale sham … Kho doomra zaroor wayem chi Stase dagha wayna tool haqiqat dee….Faqat doomra wayem chi kor mo wadan chi Da de bazoo weeda afghanano da raweekheedo koshesh mo karheee… Allah de Stase pa shan yow so noor hokhyaar, Zarhawar awo da qalam khawandan paida krhee… qasam de chi da watan ba zaror jorhegee…. zhowandee de wee stase pa shan par watan main afghanan..awo mrha de wee ghoolaman

  3. Salamoona Grana Shah Mahmood Jana.
    Ma sara hagha alfaz nashta kom chi sta staena pa ke kawale sham … Kho doomra zaroor wayem chi Stase dagha wayna tool haqiqat dee….Faqat doomra wayem chi kor mo wadan chi Da de bazoo weeda afghanano da raweekheedo koshesh mo karheee… Allah de Stase pa shan yow so noor hokhyaar, Zarhawar awo da qalam khawandan paida krhee… qasam de chi da watan ba zaror jorhegee…. zhowandee de wee stase pa shan par watan main afghanan..awo mrha de wee ghoolaman

  4. tulo ba sharafa muslmano aw pa watan maeeno afghanano ta salamona
    so chee 1 zerak pashton musalman aw pa watan
    maen mashar ta tul baeat wa na kro mena etemad aw etehad wa nakro za feker kawam chee khdaee ma kra der shaean ba la lasa war kro
    za da Shah Mahmood Jan lekalee matan tul taedawam da afghanistan azadee da afghanano etehad da lasa warkro semo da bertanewalo aw nawo zmako da newalo pa heela

  5. tulo ba sharafa muslmano aw pa watan maeeno afghanano ta salamona
    so chee 1 zerak pashton musalman aw pa watan
    maen mashar ta tul baeat wa na kro mena etemad aw etehad wa nakro za feker kawam chee khdaee ma kra der shaean ba la lasa war kro
    za da Shah Mahmood Jan lekalee matan tul taedawam da afghanistan azadee da afghanano etehad da lasa warkro semo da bertanewalo aw nawo zmako da newalo pa heela

  6. tulo ba sharafa muslmano aw pa watan maeeno afghanano ta salamona
    so chee 1 zerak pashton musalman aw pa watan
    maen mashar ta tul baeat wa na kro mena etemad aw etehad wa nakro za feker kawam chee khdaee ma kra der shaean ba la lasa war kro
    za da Shah Mahmood Jan lekalee matan tul taedawam da afghanistan azadee da afghanano etehad da lasa warkro semo da bertanewalo aw nawo zmako da newalo pa heela

  7. za da harcha da makha da loy afghaistan tol ghoyoor afghan pashtoon wolas ta salamoona aw nekay helay wraday kawam.
    da chay pa lar aw bar pashtanoo ka aus dasay sochona fekrona pida shawie aw wrosta da pora 114 kala afghanan da khpal plaranie watan da joorawaloo hood larey.za da sha mahmood mastamand da nazaryato sara ham nazar yam aw stayame. sa chey da wayalie dee hagha tol rashtia dee.
    za da tolo lar aw bar afghanano aw pashtano sakha hela kawam cha da pashtanoo hagha star mashran aw lar shodonkey cha aus nashta kho nomoona yay shwadee dee laka Khan Abdulsamad khan shaheed MIrwaise neka Loy Ahmadsha Ba Ba Aipee Faqeer Daryakhan aw da pashtanoo star mashar aw larshood Khan Abdul Ghafar khan ba ba pa qadamoono qadam kegdee Aw zumoog da zuwadayo mashranoo laka Gran Mahmood khan achakzai Asfandar wali khan aw nooro ghairatee aw pa qaum mainoo mashrano chakha klak malatar wakrey hala ba afghan walas da narai sial joreegy
    da loy khdai pa aman
    mananaa

  8. دیره عالی لیکنه ده ……… خو د شخصی احساساتو دکه… داسی شکاری مستند صاحب پوخ کمونست یاست.
    ن . کانادا

  9. مستند صاحب حقیقت دې لیکلی خو له لیکنې څخه د ې مالومیږي چې ته هم د هغو غولنو له جملې څخه یې چې غو ل یې وکړل او هر څوک راځي او لرګی په کې وهي همغه ستاسو د غولو بوی دی چې نه ورکیږي ځکه چې وطنپروشانو ته تا وطنفرستان ویلي دي.

  10. ګرانه ورورجانه حقیقت لیکه خو حقیقت مه پټوه، یوازې ته يې چې د کمونستانو څخه دفاع کوې او د جهادیانو جهاد نه منې په داسې حال کې چې ټوله دنيا یې مني، ټوله دنیا خو خره کیدای نه شي خو مالومه ده چې ته د جهاد نه انکار کوې،داسې مالومیږي چې په کوم بل وطن کې به یا سپي منځې او یابه کوم هوټل کې پلیټونه منځې خو که په افغانستان کې وې او داسې خبرې کوې بیا خو ډیر مړې سترګئ یې.

  11. staso kho dey khodey kor gad key che sok yaw sa tarikh ham wowey ya har bal sa wowey stas da jahad dey aw jahad dey

  12. سلطان محموده!په لاندينې ليکنه کي تا اول ليکوال ته ورور ويلي او بيا دي ورته خر.له دي معلومه شوه چي ته هم لوي خر يي!!!!!!!! ځکه د خر ورور خر دۍ