کور / شعر / ستا یاد دی په سینه کې

ستا یاد دی په سینه کې

 نورڅه غم راسره نشته یوستا یاد دی په سینه کې
ستا دهجردرد مې ځي راځي هر وخت دزړه چینه کې
هر سهار ماښام ایږدمه ستا د مخ زیارت ته شمع
ما ایستلی ستا تصویر دی دخپل زړه په آئینه کې
همدا وچه لمده شوي دا شنو پاڼو رنګ راوړي؟
که د کوم عاشق د زړه وینه ګډ شوی په خینه کې
ستا د ډیر بې وفائې نه زړه کې جوړ شو پرهارونه
خداې دپاره نور لاس مه وهه دې زخم دیرینه کې
ما د زړه په تل جوړ کړی یو د مینې محل تاته
بسم الله که راشه کیده قدم ته یې په زینه کې
راکه طاهري له خدایه د آخرت بری راکه
چې نایاب دولت دی نشته د دنیا په ګنجینه کې