کور / ترخې خبري / په ارګ كې بيا وريجې اوغوښې پخېږي

په ارګ كې بيا وريجې اوغوښې پخېږي


د انتخاباتو شپې او ورځې رانژدې كېږي، هره ورځ ارګ ته د سياسي ګوندونو مشران، د قومي مشرانو په نامه ځينې سپين ږيري، د پارلمان استازي، له ولايتونو راغلي خلك او ځينې نور سياسيتوال ورروان وي. په ارګ كې د وى ته غوړې ګولې برابرېږي، ولسمشر يې د ځينو جېبونو ډكوي بيا يې رخصتوي، افغان ولسمشر چې كله سږ كال خپله شخصي شتمنوي ثبتوله، ويې ويل چې ټولټال لس زره ډالره شتمني لري، نه ده څرګنده چې دا خبره تر كومه ځايه نمايشي او تر كومه حده حقيقي بڼه لري. 
د دې تر څنګ په دې وروستيو كې زياتو سياسي جبهو، ګوندونو او ائتلافونو خپل موجوديت اعلان كړ او دا لړۍ اوس هم په كابل او نورو ولايتونو كې روانه، دوى خپلې تګلارې او كړنلارې خلكو ته بيانوي، چې ګومان كېږي زياتره به يې ولسمشر كرزي ته په نژدې ورځو كې كمپاين پيل كړي. 


ولسمشر چې د خپل كار په ټوله موده كې يې تل پر سياسي معاملو زياته تكيه كړې ده، د هر كال په تېرېدو سره د غربي رسنيو په وينا په خلكو كې خپل محبوبيت له لاسه وركړى او نن سبا چې حالاتو او د ارګ بيروبار ته ګورو، داسې ښكاري چې ښاغلى كرزى بيا په يوې سياسي راكړې وركړې سره غواړي، هر ډول چې كېږي پر قدرت پاته شي. په تېرو كلونو كې د ډول ډول لانجو د رامنځته كېدو په وخت كې تر ۲۰۰ زيات كميسيونونه وټاكل شول، چې يوازې يو څو كميسيونونو په رښتيا كار كړى دى، هېچا يې د كار پوښتنه وكړه. 


د دې ملت پر حال سل افسوسه چې له سپېڅلو احساساتو او باورونو څخه يې څومره ناوړه ګټه اخيستل كېږي او دغه غريب او خوار ملت څومره تېرايستل شوى دى. 


د ولسمشر له سره د قدرت تنده نه ده تللې او ځينې سرچينې خو وايي ښاغلي كرزي له داسې څېرو سره هم د ائتلاف پر سر چنې وهي، چې عام خلك دغه كسان د ملت د تباهۍ لاروي ګڼي. خو معلومه نه ده ښاغلى ولسمشر واك د چا لپاره غواړي؟ خلكو ته غواړي كار وكړي؟ كه هو! په تېرو كلونو كې يې څومره كار كړى دى، حال دا چې د كار او زيار زيات چانس يې هم درلود؟ چا ته يې كار كړى او څوك يې د تباهۍ كندې ته ټېل وهلي، چا ته يې د زده كړې زمينه برابره كړې او په كومو سيمو كې يې خلك د زده كړې په ګناه په طالبانو وژلي او نورو وسلوالو سرونه ځنې پرې كړې دي؟ د چا پر كور يې بمونه اورولي او د چا پر كور يې ډالر؟ 
په تېرو كلونو كې د كومو سيمو ماشومان په سپيو داړل كېږي او د كومو سيمو ماشومانو ته په بهر كې د زده كړې زمينه برابرېږي؟ څوك ملي اتلان شول او څوك د هېرې كندې ته ټېل وهل شول؟ ايا ولسمشر لږ تر لږه خپل وروڼه كنټرول كړاى شول؟ يو څوك چې په خپل كور كې ځان ته نژدې خلك نه شي څارلاى وطن به څه كنټرول كړي. د ولسمشر په هېواد كې مېلمانه ځواكونه داسې كارونه كوي چې كوربه يې هم په خپل كور كې نه شي كولاى. 


ولسمشر په تېرو كلونو كې په خپله اقرار وكړ، چې ټول بلډنګونه او لوړپوړې ودانۍ د دولتي چارواكو دي، خو دى چې په دې موضوع خبر دى، ولې يې مخنيوى نه دى كړى؟ 


ولسمشر په خپله بهرنيو ځواكونو ته په خطاب كې ويلي دي چې، له خارجيانو څخه د داسې روغتونونو جوړېدل نه غواړي چې بېرته د دوى په بمبارۍ ټپي شوي افغانان په كې تداوي كېږي، خو په كوم ځاى كې د بمبارۍ، خپلسرو تلاشيو او نورو سپكاويو مخنيوى وشو؟


ښاغلي كرزي پر لږكيو تكيه كړې ده او دا يې ستره اشتباه ده، هغه ښايي په دې پوهېږي چې د خلكو ملاتړ يې له لاسه وركړى، د هغو خلكو- چې په غرونو، كليو او بانډو كې يې ده ته كمپاين كاوه او د همدغو بېوسو خلكو ملاتړ دى بريالى كړ. 
نړيواله ټولنه او ملګري يې نن سبا د بدلون خبره كوي او دوى په افغانستان كې هم ښايي په سياسي زعات كې د يوې نوې څېرې پر رامخته كولو غور وكړي. 
په دې هيله چې دا ځل داسې يو څوك د ولسمشر په توګه سياسي ډګر ته راشي، چې لږ تر لږه خپله پرېكړه خپله وكړي او د خپلو پرېكړو د عملي كولو ظرفيت په ځان كې ولري.


تبصره نسته

  1. رښتيا هم دغسې ده، نن سبا د سياسي مصلحتونو بازار دومره ګرم دى، چې له خلكو ملت او ولس هېر دى، ټول جګپوړي چارواكي په دې فكر كوي چې څنګه پر قدرت پاته شي او څنګه د دې خلكو له احساساتو څخه په ناوړو لارو كې ګټه واخلي.
    ملت د كرزيانو پر شوم نيت پوهېدلى او هيله ده په افغانستان كې هم په سياسي مشرۍ كې يو ستر بدلون راشي.

    په مينه

  2. کچیری نوموړی کار واقعیت ولری او کرزی د صلاحیت څخه ناوړه استفاده کوي واقعاٌ چی دا یو خیانت اوله بیت المال څخه ناوړه استفاده ده هرڅوک چی دبیت المال سره خیانت کوي خدای تعالی د هیڅکله پخپلو کارونو کی بریالی نکړی اود همیش لپاره د خوار او ذلیل وي کرزی صاحب دا کارونه لکه چی دستا دناکامئ او بدبختۍ عامل وي هیله کیږی چی ددی عمل څخه لاس په سر شی

  3. نو ګرانو خلیلزاد خو هم په دوبی او کابل کې نغدی ډالرې خورې کړې دی. او د ش.ع. په لاس پیسې ويشی. کرزۍ خو بیا هم ښه دې . او وریژې غوښې خو مونږه ټول پښتانه میلمنو ته پخوو.

  4. په دې انتخاباتو کې چې هر چا برخه واخسته هغه به لومړى د الله تعالى غټ مجرم وي او بيا به د افغان مظلوم اولس مجرم وي او هيڅکله به هم ښه ورځ ونه ويني هره ورځ به يې په کور همدا صليبي داړه ماران ننوزي او بې وسه اولسمشر به پرې خفګان ښکاره کوي، هيڅ کوم اولسمشر به داسې رانشي په افغانستان کې چې هغه دې اولسمشر شي او خپلواک وي، هغه که هر مشر راشي خو د امريکايانو غلام به وي او د مظلومو افغانانو مجرم چې انشتاءالله الله تعالى به ترې د هر جرم بدله اخلي.
    او دا انتخابات به هغه وخت انتخابات شي چې د افغانستان څخه د څلور ديرشو ملکونو اشغالګر پوځيان وويستل شي او يو اسلامي حکومت راشي او شفاف انتخابات وشي.
    د ظالم ځامنو په کوم هېواد کې تر اوسه اولسمشرۍ ته تر پنځه څلويښت او پنځوسو پورې کانديدانو ځانونه انتخاب کړي، دا اولسمشري ده که هسې ګپ شپ دى، ښکاره خبره ده چې خوشې غول خورګي ده،
    زه ګرانو هېوادوالو ته وايم چې په دې انتخاباتو کې هيڅکله برخه وانخلي او هيڅ ضرورت ورته نشته، ضرورت يو سپيڅلي ملي پاڅون ته دى چې زمونږ د ګران هېواد څخه شرميدلي تيختې ته اړ کړي.