کور / تازه خبرونه / د هند دسينما مشهور لوبغاړی فيروز خان مړ سو

د هند دسينما مشهور لوبغاړی فيروز خان مړ سو


فيروز خان چي د هندوستان د فلم جوړولو په انډيسټري کي يو نامتو لوبغاړی، پروډيوسر او تکړه ډايرکټر وو برايي ماښام  ( يکشنبه )د ورپيښي سرطان ناروغۍ له امله د اويا کالو په عمر ددې نړۍ نه و کوچېد .



 


د فيروز خان د مشهورو فلمو څخه دهرماتما وو چي هغه په خپل مصرف او ډايرکټوري تکميل کړی او نندارې ته  يې وړاندي کړی وو . دغه فلم د هندوستان لومړنی فلم وو چي زياته برخه يې په افغانستان کي ډکه سوې وه. قرباني، اپراد او جانباز هم د فيروز  د مشهورو  فلمونو څخه وو چي نوموړي په خپل مصرف جوړ کړي او زيات نندارچيان يې ځانته را جلب کړي  وه .


 


 فردين خان د فيروز خان مشر زوی هم د خپل پلار لاره وهلې او نن سبا د باليووډ د ځوانو اوکاميابه هنرمندانو څخه دی . هغه د ليلا په نامه يوه لور هم لري .