” چوپتيا کله-کله هرڅه وايي خو ډېر ځله هيڅ… ”
له کومه ځايه چي ماته مالومه ده زمونږ دهيواد وګړي اوپه ځانګړې توګه ځوانان دخپلي ټولني داقتصادي او ټولنيزو ناخوالو سره لاس او ګريوان وه او دي، چي زمونږ پلرونه اوپه خپل وار سره زمونږ ځوانان هم ددې څخه ځورېږي. په ځانګړي ډول ددې ځانګړتياوو لمن هغه وخت نوره هم پراخيږي چې زموږځوانان دنورو خلکو او بيا هم په ځانګړې توګه دځوانانو په هکله چي د پولي نه بهر ژوند کوي له کړو وړو څخه خبرتياوي ترلاسه کوي چې اکثراً نيمګړې او ډېرځله دواقيعت څخه لرې مالومات ديوه اوبل له خولې په اغراق اميزه توګه ترلاسه کوي او کله چي په هيواد کي دبېکارۍ اوبې روزګارۍ خبري وروستۍ پولي ته رسېږي نوبيا د هېواد د پرېښودلو لاري چاري لټوي،خوکه زمونږ هېواد او په ځانګړې توګه ځوانان دنړۍ او نړيوالو په هکله کره مالومات ولري او په سمه توګه وپوهيږي چي هغوي څه ډو ل ژوند کوي دڅه څخه رنځيږي اوڅرنګه په ناخوالي برلاسی پيداکوي، نو باور لرم چې زموږ د ځوانانو په فکر کي به هم بدلون راشي اود ناهيليو او ناخوالو څخه دتېښتې پرځاى به دهغوي سره دمبارزې، لاس اوپنجې دنرمولو لپاره تيارشي.
داکارهغه وخت ترسره کېداى شي چې ځوانان دځانګړيو هېوادونو د ځوانانو او د هغوي دناخوالو او برياوو په هکله سم مالومات ترلاسه کړي. چي سم او کره مالومات دليدلو او يا هم دلوستلو او ځينو نورو لارو ترلاسه کيداى شي اودا لوستل او ليدل هغه وخت برابرېږي چې لږترلږه دبهرنيو خپرونو څخه څه ناڅه په خپله ژبه دلوستلو لپاره وي، دلته ښايي يواځي ادب نه بلکي دژوند ټولي برخي دپام وړدي.
دا ژوره خاليګاه دژباړي له لاري پوره کيداي شي چې کره معلومات مينه والوته په مورنۍ ژبه دمطالعې لپاره واوسي. چې په وارسره ژباړه هم کېداى شي دا ارزښت ولري چې په سمه اوپرمعيار برابره توګه وشي.
له کومه ځايه مي چي دښاغلي ستانکزي دا خپور شوي اثر وليد او وکوت په ډيره روانه پښتو ليکل شوي او هغه معلومات دی چي يوه ژباړونکي ته د لارښود لپاره څه ناڅه ښه سرچينه کيدلى شي او لومړنۍ غوښنتي پوره کوي اودا روانوالى اوپوره مانا او مفهوم هم دښاغلي ستانکزي دکتاب (دژباړي فن) ته ارزښت زياتوي.
اوس دښاغلي ستانکزي په هکله څو نوري خورې ورې خبري:
زه ديوه واقيعت اوديوه ريښتيني حقيقت له مخي پرځان داوسنيو ګڼ شمېر ځوانانو او تنكيو ليکوالو په څير ځان پورزلى بولم، چي په دې اعتراف وكړم او داخبره راڼه ميدان ته راوباسم، چي ښاغلي رفيع الله ستانکزي ډېر ښه اوچت او پياوړى ليکوال دى اوپه ځانګړې توګه يې په پښتو ادبياتو کي خپل رول ډېرښه لوبولى دى.
ښاغلي ستانکزي داثر په لومړيو پاڼو کې د ډالۍ په برخه کي خپل ګران پلار او ګرانه مور ياده کړې او راوړي يې دي چې په ډېر ماشومتوب کي يې دښوونځۍ سره اشنا کړی، مينه يې ورکړې او دمينې درس يې ورکړی ځکه نو په مينه دمينې پيغام لېږدوي. ښاغلي ستانکزي دخپلي درنې مور ستاينه ډېر ځله نوره هم په همدې الفاظو کړې چي دى يې داسي روزلى چي ټولني او هيواد ته دخدمت په لار کي قدمونه اوچت کړي.
له هغو ځوانانو چي په لږ عمر يې دليکوالۍ دبام د زينې ډېره برخه يې په چټكتيا سره وهلې يو هم ځوان او تکړه ليکوال ښاغلى ستانکزى دى چي په رښتيا سره د پښتو ادب تاند ستورى دى، هغه په خپلو ليکنو کي دپښتو بډايي ژبي دګرامر بېلابېلي برخو په هکله ليکني کړي دي. چي نن سبا يې ډېره زياته اړتيا احساسېږي. زه په داسي حال کي چي خپل ويلي او بللي ورور ښاغلي ستانکزي ته د لانورې بريا او پياوړتيا هيله کوم په وارسره ورته دنوي او لومړني خپاره شوي او دورځې داړتيا وړ اثر (دژباړې فن) دخپرېدو مبارکې وايم اود لوی خداي (ج) څخه يې دقلم کښل دتل په شان تاند، څاند او لانور ګړندى غواړم.
ځواني تېرېدونکى پسرلی دى چي که چيري په پسرلي کي ښه کر وکړل شي نو په همغه کچه به ښه حاصل ترې ترلاسه شي اودا وخت ښکاره دا زېري راپه برخه کوي چي پرمختللي هيواد او پکي ځلانده راتلونکې لپاره مو هلي ځلي بې ځايه نه وي کړي.
دافغانستان په څېر ډېر داسي هېوادونه شته چي له ډيرو سختيو سره يې مبارزه کړې اونن ډېرښه اقتصاد اود روزنيز ژوند ډيري ښې برابري چاري لري. دې اصل ته په پام کي نيولو سره چي ددې هېواد راتلونکې به دځوانانو په غاړه وي يا په دې مانا چي دنننيو چارو دپرمخ بيولو لپاره هغه ځوانان آماده ګي نيسي چي نن بايد هغه ښه وروزل شي ترڅو سبا ورځ چي مسوليت ورپه غاړه کېږي ښه يې اداکړي، چي دا کېداي شي دمشرانو دنده وي خو تر ډېره ځايه په خپله داپه هغه چا پورې اړه پيدا کوي چې هغه ته ځوان ويلى شو.
وايي چوپتيا کله کله هرڅه وايي او کېداى شي ډير څه افاده کړي خوهمدا چوپتيا ډيرځله ډيره دهېڅ په ماناهم ده. داسي ډېر څه شته چي که هرڅومره ډېر وکړل شي هومره ژور مفهوم به ونه لري. خو دښاغلي ستانکزي دا اقدام دهغې چوپتيا په نامه دی چي ډېرڅه افاده کوي اوهغه چوپتيا راويښوي چي نن دسبا لپاره ډېره له ارزښته ډکه خبره ده ځکه چي دژباړي اړتيا له ډېرڅه زياته احساسېږي، چي دا اقدام کله څرنګه چي ښاغلي ستانکزي دهمدې اثر په پېل کي دخپلو دپېل دخبرو سرليک کړى دى ( يوه نېکمرغه هڅه ) همداسي نېکمرغه هڅه ده. چي دښاغلي ستانکزي په دهغو خبرو په تائيد چي په همدې متن کي يې راوړي دي دخپلي ژبي دبډايه کېدو يواځينۍ لاره دژباړې لاره ده چې هيله ده دا لړۍ دوام پيداکړي او داسي ډېري نوري ليکني او دمطالعې او لارښووني وړ نور څه دنننۍ نړۍ او د اوسنۍ عصر دليکوالو له خوا وليکل شي او همداسي دچاپ په زرينو پاڼو راشي اودمينه والو ترلاسه ورسيږي.
زه په پاى کي يوځل بياښاغلي ستانکزي ته ددې له مانا او له مفهومه ډک اثر (دژباړي فن) دخپرېدو مبارکي وايم. او وايم چې د ادبياتو دلړې لاره اوږده او ستونزمنه ده ډيري ستړياوي اومنزلونه لري. خوهغه ليکوال لپاره لکه دښاغلي ستانکزي صيب په څېر چي دعمر له پلوه كمكۍ وي هيڅ ستونزه نه ګڼله کېږي ځکه چي ښاغلى ستانکزي خو به لاپسي ډېر ډېر منزلونه ووهي ، ځکه ستانکزى ولا ډېر تنکى ځوان دى، ستړياوې به وزغمي همداشان خولې به تويي كړي زه په پوره ډاډ سره ويلى شم چي ښاغلى ستانکزى به لانور ګړندي ګامونه واخلي اوږده واټنونه به لنډکړي اوضرور به خپلي سپېڅلي موخي، هېواد او ټولني ته دخدمت په لاره کي خپل مرام پوره او ورته ورسېږي.
په تل پاتې پښتني مينه
هــمــت اللـه اميـــن زى – کابل پولېتخنيک پوهنتون، ٢٨/٩/١٣٨٦ لمريز
د ښاغلی ستانګزی د اثر په اړه دلته ولولئ :