کور / کیسه / دمهدی اخیرزمان راتګ

دمهدی اخیرزمان راتګ

په عیسویت کې په انجیل کې عیسی (ع) د خدای او د خدای د زوی په نامه راغلی دی د انسان له زوی څخه يې مراد مهدی (ع) دی په انجیل کې اتیا واري د انسان زوی راغلی دی چې له دیرشو څخه يې مراد حضرت عیسی (ع) دی او پينځوس يي مهدی (ع) دی د عیسویانو په کتاب انجیل کې له اسمانه د عیسی (ع) را کښته کیدو او قیامت ته ډیری نغوتې شوی دی خو دا نغوتې په څلورو انجیلو کې یو شان نه دی او دغو لاندې تکیو ته نغوته شوې ده:الف: د الیاس راتګ به د مسیح مخکې وي او د هغه راتګ به په نړۍ کې د عدالت لامل شيب: -د مسیح له مړینې وروسته قیامت راځي ۳-د مسیح د راتګ ورځ د لوی داوری ورځ ده۴-د مسیح د رجعت مخکی هغه پېښی لکه جنګونه او زلزلی دی انجیل متی ص ۴۱ باب ۲۴کې راغلی دی« ….عیسی د هغو په ځواب کې وویل: پام تاسو څوک ونه ښویوی (ګمراه) .هغه ورځ به ډیر زما په نامه راشی او وبه وایی زه مسیح یم او ډیر به وښویوي جنګونه او دجنګ خبرونه به وینئ او اورئ .پام چې وارختا نشی ځکه د ا کیدونکی دی خو لا انتها نه ده. ځکه یو کام د بل کام سره؛ یو هیواد د بل هیوادسر به توپیر ولري . قحطی، زلزلې. وباوي به ځینې ځایونه راشي خوددی ټول ناورین وروسته به ،لمر تیاره شی،سپوږمۍ به نور ونه لري او ستوري به له اسمانه توی شی د افلاک قوتونه به متزلزل شی.هغه وخت به د انسان دزوی نښه په آسمان کې ولیدل شی بیا به ټول طوایف ټټر ډبوی او د انسان زوی به ووینې چې د آسمان په وریځو به په لوی قوت اوجلال راشی…» ( د مرقس انجیل ص۷۷ باب ۱۳)« د هغه د راتلو په وخت (ورځ او ګړۍ ) بېله پلاره بل څوک نه پوهیږي، نه د اسمان ملایکې نه يې هم زوی، نو پام او وېښ شئ ، دعا وکړئ ځکه نه پوهیږئ هغه وخت څه وخت دی، لکه څوک چې سفر ته ولاړ شي کور پریږدي او نوکرانو ته واک وکړي او هر یوه ته یوه ځانګړې دنده ورکړي ا و څوکیدار ته امر وکړي چې وېښ اوسه! نو وېښ اوسئ! ځکه نه پوهیږئ، چې د کور خاوند څه وخت راځي. ماښام یا نیمه شپه یا سهار د چرګ په بانګ. نه چې د راتګ په وخت کې تاسو ویده ووینئ. خو هغه څه چې تاسو ته وایم ټولو ته وایم وېښ اوسئ.» لوقا انجیل دولسم چپرکې ، ۳۵او۳۶ بندونه کې راغلی«:… ملاوي وتړئ ، چراغونه روښانه پریږدئ. تاسو د هغو خلکو غوندې اوسئ چې د خپل بادارا انتظار کوي ،چې څه وخت له واده راځي چې هر وخت راشی ور ټکوي، سمدستې هغه ته ور پرانیږئ. نو تاسو هم پوه شئ، هغه ګړۍ چې تاسو ګمان نه کوی د انسان زوی راځي» یوحنا انجیل، ص ۱۵۲، باب ۵)«…اوپلار واک بښلی دی، چې داوری هم وکړي ځکه د انسان زوی دی، ددې هېښتیا مه کوئ ځکه هغه ګړی راځی چې له ټولو هغو کسانوله جملې څخه چې په قبرونو کې دی د هغه ږغ به واوري او بهر به راووځي، هر چا چې د قیامت د ژوند لپاره ښه عملونه کړی وي اوهر چا چې بد عملونه کړی وي په قیامت کې داوري کیږي» ، مكاشفه یوحنا کتاب ص ۴۰۸، باب ۱۲)«…لویه نښه په اسمان کې ښکاره شوه.یوه ښځه چې لمر یې په غیز کې نیولی او سپوږمۍ يې ترپښو لاندې ده او د دولسو ستورو تاج یې په سر دی. او اومیندواره ده، د لنګون له درده چغې وهي.اوبله نښه په آسمان کې ښکاره شوه، چې اور ډوله لوی ښامار چې اووه سره ،لس ښکرونه لري او په سرو یې اووه افسر او په لکۍ د اسمان د ستورو درېیمه برخه کاږی او پر مځکه يې توی وي او ښامار د هغې ښځي مخی ته چې لنګیږی ودرید چې دهغې اولاد وزیږید هغه يې ژوندی تیر کړ بیا یې نارینه زوی وزیږوې، چې دمځکې پر ټولو امتونه به په خپله د وسپنی په لکړې حکمرانی وکړی او زوی يې خدای ته ولاړ او تخت یې غلا شو»له دې څخه دا پایله اخیستل کیږی چي دا لوی موعود حضرت مهدی (ع) دی چې په نامالوم وخت کې له توری سره ښکاره کیږی او د وسپنې په لکړه پر بشریت حکومت کوي. د پولس په یوه رساله کې رومیانو ته ص ۲۵۲-۲۶۱ او باب۵-۸ کې لیکی:«یقین لرم چې د حاضر زمان دردونه نسبت هغه جلالی ته چې په موږ کې ظاهریږی هیڅ دي… او هغه چې د امتونو د حکمرانی لپاره مبعوث شی،ز موږ د امت امیدبه هغه ته وي» (د اعمال رسولان کتاب ص۱۸۷ باب1)« اوچې دین ته يې وویل،هغه مهال چې هغوی لیدل د هغه پورته تلل او وریځو هغه د هغو له سترګو پټ کړ اوداچې ټولو اسمان ته کتل ،چې هغه تلی ناببره دوه سپین کالی د هغو ولاړو خلکو مخي ته ودریدل اوویي ویل: ای جلیلو خلکو! ولې ولاړ آسمان ته ګورئ؟ دا عیسی چې ستاسو څخه اسمان ته پورته شو بیا به راشی، همدا ډول چې هغه اسمان ته په ختلو وینی»