کور / تازه خبرونه / وزيرستان: د امريكا په تازه بريد كي ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

وزيرستان: د امريكا په تازه بريد كي ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې


د پاكستان يوه استخباراتي چارواكي نړيوالو رسنيو ته تائېد كړې چي په جنوبي وزيرستان كي پرون ماښام په يوه هوايي بريد كي ۱۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چارواكي چي نوم يې نه دئ ښودلى وايي امريكايي بې پيلوټه الوتكو پرون ماښام پر ځايي وخت اووه نيمي بجې د وسله والو يو موټر په نښه كړ، چي اته تنه پكښي مړه او دوه نور يې ټپيان دي.
سرچينه زياتوي چي پېښه د جنوبي وزيرستان په كاڼي ګرم سيمه كي رامنځته سوې، چي د بيت الله مسود لوړ پوړي قومندانان پكښي اوسېږي.