کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت د فعاليتونو خبرونه

د پوهني وزارت د فعاليتونو خبرونه

10 ثور 1388
دبدخشان ولایت دسواد زده کړی ښوونکو لپاره شپز ورځنۍ سمينار په لاره واچول شو.
د بدخشان ولایت: نن دغوایی دمياشتی په ١٠ نيټه،دبدخشان ولايت دسوادزد كړې د ښوونكو لپاره شپز ورځنی ښوونيز سمينار دنوموړی ولايت دمخفی ليسی په تالار کی جوړ شو.
نوموړی سمينار دیونسف موسسه په مالی ملاتړ اودپوهنی ریاست په همکاری په لاره اچول شوی چی، ددی ولایت دمرکز او٨ ولسواليو دسواد زده کړی دکورسونو٢٠ تنو استادانو ګدون کړی .
چی له مخی به یی دنوی ښوونیږ  نصاب ارزښتناکه پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی .
دیادونی وړدی چی دورته ورکشاپونو پرانستل به دښوونکودپوهی دلوړلو په کچه کی دنوی روزنی داصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .

د چايله متوسطه ښوونځى د ليسې تركچې لوړ شو
تخار
د غويي ۱۰مه
د تخار په بهارك ولسوالۍ كې د چايله په نامه منځنى ښوونحى د ليسې كچې ته لوړ شو.
په هغه غونډه كې  چې په همدې موخه نن د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه پكې د تخار پر والي عبداللطيف ابراهيمي سربيره د پوهنې رئيس محمد ظاهر يلغوز، د ولسې جرګې غړې بلقيس مدقق د بهارك ولسوال، ديني علماؤو، سپين ږيرو او د ياد شوي ښوونځي زده كونكو او ښوونكو هم ګډون كړى وو.
د غه ښوونځى چې پر ليسه باندې يې د اوښتو امر د پوهنې وزارت لخوا منظور شوى دى ټولټال ۱۱۲۰ تنه زده كونكي او ۲۶ تنه ښوونكي لري .
دغه ښوونځي چې دامهال د ليسې دورې يوازې لسم ټولګى لري د ودانۍ  چارې يې  د بشپړيد په حال كې دي او ډير زر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .