کور / کیسه / ښه ښه دي

ښه ښه دي

دڅلوركلني ملالۍ دګاونډى سپۍ لنګه شوي وه ،كوچني رنګه كونګريې ډيرخوښيدل ، تل ورتله لوبې ورسره كولې خو سپۍ به نژدې نه ورپريښوده، . لنګه سپۍ له ګاونډى ډيره خواره وه ښه يې نه ساتله ، ډنګره وه تسې لويدلې ،پـښتۍ ښكاريدې، غولانځې ځړيدې په ډنګرو تيو يې بچيان بوخت وخو ځه نه تربوديدل ،خوږ به شوه غرږي به يې كړ ولاړه به شوه ، هره ورځ به دملالۍ دكور ددروازي ترمخ دديوال سيوري ته پرته وه غرمه كۍ دملالۍ مورډوډۍ پخوله ،ورغله يوڅه ډوډي يې راواخستله په بغل كې ونيوله دباندي راووتله كه ګورې د ديوال سيورې ته سپۍ پرته ده دتيرپه شان ورغله دسپۍ دبرګوسترګونه ويريدله ،يوه كونګري ته نژدي شوه خوسپۍ ځه ونه ويل ،سريې راپورته كړ ورته سونګى يې شو ه،لكۍ يې وښوروله ،ملالۍ له ويري چې را ولاړه نه شي ،دستي يي يوه ځه ډوډۍ ورواچوله سپۍ وخوړه ، ملالۍ كونګري ته پښه وروړله خوځه يې ونه ويل، نوره ډوډۍ يې ورواچوله خوشحاله شوه دلنګي سپۍ سره يې ددوستي لاره يې وموندله ، سپۍ ته ورنژدي شوه پرسريې لاس ورتير كړ ارامه وه سريې پرځمكه كيښود، لكه چې خوندوركوې، سونګى يې شو ټوله ډوډۍ يې ورواچوله، په ډيره خوشحالي كورته ولاړه، مورته يې وويل : موري دخيروكاكا سپۍ ډيره وږي شوي ده ډوډۍ مې ورواچوله،نه يې خوړلم كونګري مې هم راواخستل نوركله يې خواته نه ورپريښودلم نن يي لوبي راسره كولې ،
مور ې ډوډۍ راكړه چې وريې وړم وږيې ده .
– زويه دخيروكاكا دميرمنې دي خداى انصاف روزي كړي ،يوه ګوله ډوډۍ خواره كې ته نه وراچوي ،شاباش زويه تل ډوډۍ وراچوه ثواب لري ،
هره ورځ به ملالي ډوډۍ وراچوله ، سره ملګرتيا يې شوه نورملالۍ له لنګي سپۍ نه وريردله زړه وره ورتله له كونګروسره يې لوبې كولې هغو هم پيژندله ،په ليدويې خوشحالي كوله ،
شپې ورځې تيريدلې كونګرى رالويدل، سپۍ په ګيډه مړيده ،تسې ډكيدل،دملالۍ سره لوبيدل ،يوه ورځ دملالۍ موردكورپه كارونوكې ډيره ستړي شوي وه ،غرمه له ډوډۍ وروسته داسې ويده شوه چې په ځان نه ده پوهيدلي نوركله يې اول ملالۍ ويده وله ، دروزه يې تړله ،چې دباندي ونه وځې ،ملالۍ په ځاى كې ورغړيده، موريې ويده وه، راولاړه شوه له خونې راووتله سراى ته ولاړه سات يي تيرنه شو، دكورترځنګ باغ ته ورغله ،سپۍ ترو نې لاندې پرته وه، كونګرو شاوخوالوبئ ورته كولې ، ملالۍ ورغله لاس يې پرتير كړ پروګرځيده،لكي يې ورته ووهله ، ورته سونګى يې شو،كونګرو ورسره يو ي بلي خواته منډې ،رامنډې كړې ، بيرته راغله پر وياله چې په باغ كي بهيده كينستله دخټو دكوركيوو په جوړولوشوه ،ټكنده غرمه وه په ونوكې دمرغيو چوڼهاري اوپه باغ كي له سپۍ او كونګرونور ژوندي بني ادم نه و، ناببره ملالۍ اوبوته وروښويده چيغې كړې نارې يې كړې ، خودمرستې ځوك نه و، سپې سرراپوره كړ،غوږونه يې څك څك ونيول كونګرولكۍ ډانګ كړي ويالې ته يې كتل وارختا شول ،سپۍ راولاړه شوه يوې بلي خواته يې وكتل ،دويالې په لوري ر هي شوه چې ګوري ملالۍ په اوبوكې لويدلې ده، سريي ښكاري يو ي بلې خواته لاسونه وهې .
دسپې سترګي له بيخه راوختلې خواشنې شوه كړونچى يې شو شور يې جوړكړ،ويې غپل يوي بلې خواته يې منډي كړي ، څوك نه و،كونګروته يې وكتل بيايې ملالۍ ته وكتل سونګى يې شو ويې غپل لكه چې په خپله ژبه يې ځه سره وويل ، سره پو شول درو كونګرو لګۍ ډانګ په غپاسره دكورپه لوري منډه كړه ،سپۍ اوبوته ورولويده ملالۍ يې ترګريوان و نيوله راپورته يې كړه ملالې هم كلكه ونيوله دوچې خواته يې راكشوله .
موريې په خواږه خوب ويده وه ، كونګري يې په دروازه كې ودريدل، غپل يې بده ورځ يې جوړه كړي وه ،موريې له خوبه راپورته شوه په خونه كې وكتل ملالي نشته دكونګروغپا اوكرنچوړو وارختا كړه ټكريې پرسره كړراولاړه شوه ،كونګري له مخې دا ورپسې چې له سرايه راووتله دملالي ژړايې واوريده په منډه ويالې ته ورغله چې ګوري ملالۍ په اوبو كې لويدلي ، سپۍ تركالو نيولې راكشويې، دستې يې پرحمله كړه له اوبويې راو ښكله په غيږكې ونيوله سپۍ يې ترخواودريده ،لكۍ يې ورته وښوروله لږ لري تيره شوه ځان يې له او بو وڅاڼدو بيرته راغله پر كونګرويې بوي وكيښ سره سوڼكى يې شولكه چې مننه يې كوله اويايې دملالۍ په ژغورلوخوښى كوله ،پر سپۍ يې لاس راتيركړ،كونګري يې ونازول دمورپه سترګوكې اوښكي وګرځيدې ،ملالي ورته وويل :
موري كه سپۍ نه وايې راغلې اوبوډوبولم .
مور يې ملالۍ ښكل كړه دمخ ويښتان يې په ګوتو پورته كړل په ځيګر پوري كلكه كړه ،سپۍ او كونګروته يې وكتل ، يو كونګرى چې دايې راخبره كړه ځان ته رانژدي كړ ،پرسريې لاس ورتيركړ وروسته يې ورته وويل :
– تازه راخبره كړم شاباش ته ډيرښه كونګرى يې ،نوردي زه ساتم .
وروسته يې ملالۍ ښكل كړه ورته ويې ويل :
زويه حيوانان هم په ښو پوهيږي داستا ښه وچې لنګې سپۍ ته دي ډوډۍ وراچوله نن يې وژغورلې ،
پاي