کور / هراړخیز / راځئ يو بل بې قانونه کار هم وکړو !

راځئ يو بل بې قانونه کار هم وکړو !

زموږ ولس له څو لسيزو راهيسې په داسې يوه ماحول کې ژوندکوي  ، چېرته چې اصول او قانون يواځې په الفاظو کې بند دى او يا هغه وخت له الفاظو بيرون راوځي چې د کوم زورور ګټې پرې خوندې کېږي .
نو که دغه شان ملک کې يو بل  داسې يو غير قانوني کار وشي چې خير په کې وي ، نو ولې ورسره مخالفت په کار دى ؟
 د اساسي قانون له مخې ، د هېواد ولسمشر بايد د انتخاباتو له لارې وټاکل شي . شايد له دې څخه موخه دا وي چې د ولسمشر پر اوږه يو دروند بار کېښودل شي تر څو دخلکو له خوښې او ګټې پرته خلاف کارونه ونه کړي او د رعيت حقونه خوندي وساتي ، خو دلته داسې ونه شول .

 تاسو پوهېږئ ، چې راتلونکيو ټاکنو لپاره ٢٢٣ ميليونه ډالره ځانګړي شوي دي ، دغه رقم په داسې يوه ملک کې چې خلک يې مزدورۍ پسې کانټينرونو کې خوساکېږي ، په پايتخت کې يې په هر څو مترو کې يو سوالګر ناست وي ، ولس يې له ولږې خپل اولادونه پلوري او … !!! نو دا يو ستر لګښت نه دى ؟؟
 موږ په تېرو انتخاباتوکې هم د سوال په ميليونونه ډالره  ولګول  ،   ولسمشر مو وټاکه  او مقننه قوه مو جوړه کړه ، خو ايا په دومره درانه لګښت د ولس هيلې پوره شوې ؟  ايا قانون په ټولو يو شان تطبيق شو او ايا حتى د ډلييزو وژنو کوم مسوول ته د قانون منګلو ته وسپارل شو ؟؟
 ځواب روښانه دى او هغه هم ( نه ) .
 اوس پوښتنه داده چې ايا بياهم دومره ستر لګښت ددې لپاره په کار ده چې ، بيا يې هم نتيجه د پخوا په څېر وي ؟؟
 د نننيو ارقامو له مخې ٦٠ تنه د ولسمشرۍ خوبونه ويني ، دا ټول د خدمت لاپي وهي خو خدمت تمه ترې ځکه نه ده په کار چې دوى پخوا ولې خدمت نه کاوه ؟
ايا تاسې په کانديدانو کې داسې يو څوک پېژنئ  چې له شخصي لګښته يې په خپل کلي کې کوم پول او يا روغتون جوړ کړى وي ؟؟؟
دوى چې اوس د کمپاين لپاره دومره پيسې لري ، پخوا يې د ولس د خدمت لپاره ولې نه لرلې ؟

له اوضاع نه داسې ښکاري چې د سياليو ميدان دې بيا هم  حامد کرزى ته پاتې شي، که هغه ښه  دى او که  بد ، که د ولس په ګټه دى او که نه ؛ خو بخت ورسره ملګرى ښکاري ، نو چې داسې ده بيا ولې په دې غريب ملک کې د انتخاباتو په نوم دومره درون لګښت وشي .
  د کرزي پروړاندې د برهان الدين رباني په مشرۍ ملي جبهه ستر ګواښ و، خو دغه جبهه هم په حساسو شيبو کې دړې وړې شوه او دغه خطر هم له منځه ورک شو .
په نورو کانديدانو کې که څه هم يو څو تنه پوه او د حساب وړ خلک شته خو ولسمشر د ټولو خلکو رايوو ته اړتيا لري او ټول ولس له کرزي پرته د نورو کانديدانو نومونو سره هم پوره نه دى اشنا .

دا ليکنه د يوه کمپاين په توګه تعبير نه شي دا ځکه چې شايد دا ځلې رايې ورکولو ته هم زړه ښه نه کړم .
 اوس هم چې په دې نظام کې ناحقه کارونه  کېږي ، زه په کې د خپلې يواځې يوې رايې له کبله ځان شريک ګڼم او همدا کار مې ځوروي .
د غويي ١٠مه