کور / هراړخیز / دښځو ازادي، او د ټولني په جوړښت کښي دهغې اغیز (۹)

دښځو ازادي، او د ټولني په جوړښت کښي دهغې اغیز (۹)

دویمه ډله :

تر دې وروسته زمونږ په مخ کې دویمه ډله ده . په لومړۍ ډله کې غیر مسلمان او تش په نوم مسلمانان دواړه ډلې شاملې دي . خو دا دویمه ډله ټوله په مسلمانانو باندې مشتمله ده . ددې خلکو تر منځ د پوره حجاب او نیمه بې حجابۍ اصطلاح استعمالیږي . دغه ډله د «مذبذبین بین ذالک ، لا الې هؤ الاء و لا الې هؤ الاء » سهي مصداق ګرځیدلې ، دیوه اړخه دوې د اسلامي جذبې خاوندان دي . د اخلاقو تهذیب ، شرافت او د سیرت د پاکوالي هغه معیارونه مني چې اسلام راوړاندې کړي . خپلې ښځې د حیا او عصمت په ګاڼه ښایسته او خپل کورونه د اخلاقي نا پاکیو څخه دپاک ساتلو غوښتونکې دي او دهغې زبیښو چې د غربي تمدن او ټولنیزو اصولو د پیروۍ کولو څخه را پیدا کیږي منلو ته تیار نه دې . خو د بله اړخه داسلامي ټولنیزو اصولو او قوانینو په ماتولو سره ورور ورو خپلې ښځې ، لوڼې او خویندې د غربي تمدن او تهذیب په لور وړې . دا خلک په دې غلطې انګیرنې کې ککړ دی چې نیمایې شرقي او نیمایې غربي طریقي به سره یو ځاې کړي او ددواړو تهذیبونو د فوایدو څخه به ګټه پورته کړي . یعنې دهغوې په کورونو کې اسلامي اخلاق هم خوندي و ساتل شي او دکورنۍ د ژوند نظام یې هم په خپل ځاې پاته شي او تر څنګ یې په ټولنیز ژوند کې، د غربي ټولنې د زیانونو او بدیو پرته ، دهغې ګټې ، لذتونه او مادي پر مختګونه را ټول کړي . مګر اول خو ددې دواړو مختلطو تهذیبونو نیمایې نیمایې څانګې را غونډول او یو د بل سره پیوندول درست کار نه دې . ځکه ددغسې پیوند څخه د اخیستونکې جوړښت څخه د ګټو پر ځاې زیانونه ډیر را پيدا کیږي ، او بله دا چې دا دعقل او فطرت په خلاف ده چې په لمړیو کې د اسلام د مضبوط نظام د بندیزونو په نرمولو سره او خلک د دې قانون د ماتولو سره داشنا کولو نه وروسته بیا دا لړۍ په دې ځاې چې تاسې یې د زیان نه خالي ګڼئ و دریږي . ددغه نیم لوڅو کالیو رواج ، ددې ښایسته کولو او ارایش رواجونه ، ددوستانو محفلونو کې ورځ په ورځ زیاتیدونکې دلچسپې داد غرب په څیر د نجونو تربیه ، امکان لري چې ژر خپل اغیز و نه ښیئ او ډیر ممکن دې چې موجوده نسل دهغې دزیانونو څخه تر یوه وخته خوندی پاته شی ، لیکن دا ګومان کول چې را تلونکې نسلونه به دهغې څخه خوندې پاته شی یوه ستره نا پوهې ده ځکه چې په تمدن او ټولنه کې د غلطو طریقو رواجول په پيل کې ډیر معصوم او پاک وي خو د یو نسل څخه تر بل نسله پورې اوبیا تر دریم نسل پورې په ورتللو سره دغه ډیر کم پیل په ډیره ستره غلطي باندې تبدیلیږي . په خپله په اروپا او امریکا کې هم د ټولنې کوم جوړښت چې په کومو غلطو اصولو باندې شوې ، دهغې پوره پوره پایلې اوس په دریم او څلورم نسل کې را څرګندې شوې دي نو بیا ددې غربي او اسلامي طریقو یو ځاې کیدل او امتزاج او دغه نیمه بې حجابي په اصل کي کوم مستقل او پایښت لرونکې څیز نه دې په اصل کې دهغې فطري میلان د غربیت په لور دې او هغه خلک چې په دې لارې ځې هغوې باید په دې پوه شي چې هغوې اوس ددې سفر پیل کړې دې نو که چیرې هغوې په خپله دهغې اخري منزل ته و نه رسیږي نو دهغوې اولاد او د اولاد اولاد به ضرور ورته رسیږي.


پریکنده پوښتنه :

په دغسې حالاتو کې ،د مخکې تلو تر مخه ، دې خلکو ته دښه غور او فکر نه وروسته د څو بنسټیزو پوښتنو په هکله پریکړه کول په کار دي او هغه دا چې :

ایا تاسې د غربي نظام دهغو پایلو منلو ته تیار یاست چې په اروپا او امریکا کې منځته راغلي او هغه دهمدې نظام طبیعي او حتمي زبیښې دې ؟

ایا تاسې دا غواړئ چې ستاسې په ټولنه کې هم همغسې هیجان پیدا کونکې شهواني چاپیریال موجود وي ؟ ستاسې په ولس کې دی هم همغسې بې حیایې ، بې عصمتي او د فحاشۍ وده وکړي ؟ دخبیثه ناروغیو وبا خپره شي ؟ کورنۍ او د کورنۍ نظام له منځه واړ شي ؟ طلاق او بیلتون ډیرښت و مومي ؟ ځوانې ښځې او نارینه په ازادانه توګه شهوت راني وکړي ؟ او دحمل په منه کولو ، دحمل داسقاط او د اولاد په وژلو نسل منقطع شي ؟ او ان تر دې چې کم عمره کوچنیان د وخت ترمخه جنسي میلانات پیدا کړي ؟ او د هغې په وجه دهغوې په ذهني وده او نشو نما کې دپیل سره سم سستي را پیدا شي ؟

که چیرې د مادې ګټو وټو او حسي لذتونو په خاطر تاسې ددې ټولو شیانو زغم ته تیار یاست نو پرته له ځنډه په غربي لارو ولاړ شئ ، او د اسلام نوم په ژبه مه اخلئ. خو په دې لارې د تللو تر مخه تاسې باید داسلام سره د خپلو اړیکو د پریکولو اعلان وکړئ تر څو تاسې له دې وروسته ددغې نوم په اخستلو سره څوک و نه غولوي ، او ستاسې رسوایې د اسلام او مسلمانانو له پاره د ننګ او عار سبب و نه ګرځي .

خو که چیرې تاسې دهغې پایلو منلو ته تیار نه یاست او تاسې ته دداسې صالح او پاکیزه تمدن اړتیا وي چې هلته پاک اخلاق او نیک خوی وده و مومي، هلته انسان د خپل عقلي او روحاني او مادي پر مختګ له پاره د سکونه نه ډک چاپیریال و مومي ، هلته چې نارینه او ښځه د حیواني جذباتو څخه خوندي پاته وي او دخپل بهترین استعداد او وړتیاو مطابق خپلې تمدني دندې تر سره کړي هلته چې د تمدن د بنسټ تیږه یعني کورنۍ په پوره ځواک سره موجوده وي ، هلته چې نسلونه خوندي وي او د نسلونو د توپیر فتنه سر را پورته نه کړي ، هلته چې د انسان کورنې ژوند د سکون او ارامتیا جنت او دهغوې د اولاد له پاره د یوه مشفقانه روزني ځاې او دکورنۍ د ټولو غړو له پاره دهمکارۍ او ګډ کارد تعاون نمونه وي. نو ددې موخو د تر لاسه کولو له پاره دغرب په لور د تګ نه ځان ژغورل په کار دې ځکه چې هغه بلکل په مخالف لورې حرکت کول دي او دغرب په لور تلل او بیا شرق ته رسیدل په عقلي ډول یو ناشونې کار دې که چیرې په حقیقت کې ستاسې موخې همدغه وي نو بیا د اسلام لار خپله کړئ .

مګر په دې لاره د قدم دایښودلو نه تر مخه باید هغه غیر معتدلې مادي ګټې او حسي لذتونه د زړه نه و کاږئ چې د غربي تمدن زړه وړونکې مظاهر یې تاسې ته تر مخ ږدي ، دهغې آندونو او فکرونو څخه به هم زړه او دماغ پاکوئ چې د اروپا څخه یې په مستعاره توګه راخیستې ، دهغو موخو او مقاصدو څخه به هم ځان بیلوئ چې د غربي تمدن او ټولنې څخه راخیستل شوي دي. اسلام ځانته موخې او مقاصد لري هغه خپل ټولنیز اند لري ، هغه داسې یو ټولنیز نظام جوړول غواړي چې دهغې د موخو او مقاصدو او اټولنیز نظام سرسره سم دهغې د بنسټیزو اصولو غوښتنه ده او بیا دخپل دغه ټولنیز نظام ساتنه د یوه ځانګړي دسپلین له مخې کوې چې دهغې په ټاکلو کې د ډیرې زیاتې پوهې او حکمت نه کار اخیستل شوې او د انسان د نفسیاتو ساتلو پوره رعایت په کې شوې دې چې دهغې پرته دغه ټولنیز نظام خوندي نه پاته کیږي . داد افلاطون د جمهوریت په څیر کوم خیالي او وهمي نظام (utopia)نه دې بلکه په څوارلسو پیړیو کې د ډیرو زیاتو ازمیښتونو څخه تیر شوې او په دغې اوږدې موده کې یې په هیڅ هیواد یا ولس کې دهغې خرابیو لسمه برخه هم نه ده څرګنده شوې کومې چې د غربي تمدن په پایلو کې د یوې پیړۍ په دوران کې را منځته شوي د ي. نوکه چیرې مونږ ددغه محکم اوازمویل شوې ټولنیز نظام څخه ګټه پورته کول غواړو نو دهغې د اصولو او ډسپلین به پوره پوره مراعات کول په کار وي. او دا حق به هیچاته هیڅکله هم نه وې ور په برخه چې دخپل عقل څخه د راویستلې او یا دنورو څخه د زده کړو خامو افکارو او نه ازمیښت شوو لارو کومې چې د اسلام د ټولنیز نظام د طبیعت اواصولو پر خلاف وي حتما په اسلام کې ور ځاې کړي .

څرنګه چې دریمه ډله د بې عقلو او ناپوهو وګړو نه جوړه شوې چې په هیڅ توګه د فکر کولو ، پوهیدو او یا راې ورکولو صلاحیت نه لري نو په دې اساس هغه دتوجه وړنه بریښي نو ښه به داوي چې مونږ هغوې له نظر ه وغورځوور او مخته قدم کیږدو .


دفطرت قوانین :

فطرت د ټولو شیانو په څیر انسان هم د «زوجین» یعنې د جوړې په شکل کې پیدا کړې . دا جوړه (نارینه او ښځه) په طبیعې توګه یو دبل په لور میلان لري . خو د نوروحیواناتو د مطالعې څخه په ډاګه شوې چې دهغوې تر منځ د طبیعي میلان موخې د خپل نسل پایښت دې . په همدې خاطر ددوې تر منځ میلان یوازې تر هغه حده پورې دې چې د نسل د پایښت له پاره اړین وي . دحیواناتو په طبیعت کې داسې ځواک ایښودل شوې چې د جنسي اړیکو د ټینګولو د ټاکلې حد څخه دتجاوز اجازه نه ورکوي . ددې برعکس په انسانانو کې جنسي میلان غیر محدود ، غیر منضبط او د ټولو حیواناتو په پرتله ډیر دي . ددې له پاره د وخت او موسم کوم بندیز نه شته .دهغې په پیدا یښت کې کوم داسې ټاکلې مقررات نه شته چې هغه د جنسي غو ښتنې د پوره کولو څخه منه کړي . ښځه او نارینه د یوه بل لورې ته تل میلان لري هغوې په خپل منځ کې یو د بل دجذب او د جنسي راښکود نه پاې ته رسیدونکې ځواک لري . دهغوې په زړونو کې د صنفي محبت او عشق یوه ډیره ستره بلنه ایښودل شوې ده . دهغوې د جسم جوړښت او دهغې په تناسب دهغې رنګ او شکل او دهغې لمس او دهغې په یوه یوه برخه کې د مقابل صنف له پاره کشش او راښکود پیدا کړل شوې . دهغوې اواز ، تګ ،دهغوې هره اداء ، کړنه ….او په هر شي کې د راښکود یو ځواک پروت دې او په شاوخوا نړۍ کې یې داسې بې شمیره وسایل خپاره شوې دي چې ددواړو جنسي غوښتنې په حرکت راوړي او هغه د یو بل لورې ته مایلوي . دهوا لګیدل ، د اوبو روانیدل ، د ګیاه رنګ ، دګلونو ښایسته بوي ، د مرغانو په زړه پورې اوازونه ، یعنې د فطرت د ښایست هیڅ داسې مظهر به نه وي چې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه ددې تحریک لامل و نه ګرځي .

بیا دانسان د جسماني نظام یوه څیړنه وکړئ نو درته څرګنده به شي چې په هغې کې د ځواک څومره ستره خزانه پټه کړل شوې ده . هغه په یوه وخت کې د ژوند نیزو اړیکو ځواک هم دې او د صنفي اړیکو د جوړښت او راښکود ځواک هم .

همدغه غدې (Glands) چې دې غړو ته د ژوند ماده (Harmone) ور رسوي او په هغې کې چالاکي ، توانایې ، ذهانت ، او د عمل کولو ځواک پیدا کوي ، همغوې ته دا کار هم ورسپارل شوې چې دوې کې د جنسي اړیکو ځواک هم را پیدا کړي. ددې ځواک راپاریدونکې جذباتو ته نمو ورکړي . د همدې جذباتو د راپارولو له پاره ښایسته شکل او مختلف وسایل او دهمدغې الاتو څخه د اغیزمن کیدو د وړتیا وسایل، دهغوې سترګو دهغوې غوږونو او دهغوې بویونکو او لمس کوونکو حسونو ته ،او ان تردې چې مخلیه ځواک ته هم ور ورسوي .

د قدرت هم دغه کړچار د انسان په نفساني ځواکونو کې هم تر سترګو کیږي ، دهغې په نفس کې چې څومره متحرک ځواکونه پیدا کیږي دهغې ټولو اړیکې ددې قوې د بلنو سره یو ځاې کیږي . یوه هغه بلنه ده چې دهغې دخپل وجود دساتنې او د خپل ذات د خدمت له پاره کار کوي ، بله هغه بلنه چې هغه د مقابل جنس سره د اړیکو له پاره مجبوروي ، د ځوانۍ په وخت کې یعنې هغه وخت چې د انسان عملي قوتونه په پوره عروج کې وي نو دغه دویمه بلنه دومره ځواکمنه وي چې ډیر وختونه هغه لومړنۍ بلنه تر اغیز لاندې راوړي او د هغې ددغې اغیز له مخې انسان څومره مجبوریږي چې هغه د خپل ځان د لاسه په ورکولو او دخپل ځان د هلاکولو د خطر څخه هم نه ویریږي .


د تمدن په پیدا یښت کې د صنفي راښکون اغیز :

دا ټول هر څه د څه له پاره ؟ ایا یوازې د نسل د پایښت په خاطر ؟ نه — ځکه چې د انساني نسل د پایښت په خاطر دومره تناسل ته اړتیا هم نه شته لکه څومره چې د ماهیانو ، وزو او همداسې د نورو حیواناتو د نسلونو له پاره ورته اړتیا ده . نو بیا څه علت دې چې فطرت ددې ټولو نسلونو په نسبت په انسانانو کې دغه جنسي میلان ډیر پیدا کړي ؟ او دهغې له پاره یې د پارولو تر ټولو ډیر وسایل پیدا کړي دي ؟ ایا دا ټول د انسان د جنسي خوند او لذت په خاطر دې ؟

داسې هم نه ده، فطرت هیڅکله هم خوند او لذت په خپل ذات کې موخه نه ده ګرځولې بلکه د یوه لوې خدمت د تر سره کولو له پاره او د انسان او حیوان د مجبورولو په خاطر جنسي لذت او خوند ته رشد ورکوي تر څو هغه خپل کار و ګڼي او په پوره دلچسپۍ سره یې سرته ورسوي .

اوس فکر وکړئ چې په دې کار کې فطرت کوم ستر مقصد تر مخه لري . تاسې چې څومره فکر کوئ ددې پرته بل هیڅ کوم علت نه شئ موندلې چې فطرت د نورو ټولو نسلونو پر خلاف د انساني نسل څخه یو متمدن نسل جوړو ل غواړی .

په همدې اساس یې د انسان په زړه کې د صنفي محبت او عشق هغه بلنه ایښې چې نه یوازې د جسماني اتصال او د تناسل دفعل غوښتنه کوي . بلکه یوه تلپاتې ملګرتیا ، او د زړه تړاو اود روحاني جذبې غوښتنه هم کوي . په همدې خاطر په انسانانو کې صنفي میلان دهغې د جنسي قوت په پرتله ډیر زیات ایښودل شوې دې . په هغې کې چې څومره صنفي غوښتنې او صنفي کشش ایښودل شوې که هغه ددې ځواک په تناسب بلکه د هغې د لسمې برخې په تناسب هم جنسي عمل تر سره کړي نو قوت به یې ځواب ورکړي او د طبیعې عمر درسیدو نه مخته به دهغې جسماني ځواک پاې ته ورسیږي . دا ددې خبرې ښکاره دلیل دې چې په انسان کې د صنفي راښکود د ډیرښت موخه دا نه ده چې هغوې د ټولو نورو حیواناتو څخه ډیر جنسي عمل وکړي ، بلکه دهغې له مخې نارینه او ښځه یو دبل پورې اړوند ه وي او دهغوې په تلپاتو اړیکو کې استمرار او پایښت را پیداکوي . په دې خاطر یې په ښځې کې د صنفي راښکود او صنفي غوښتنو تر څنګ د شرم ، حیا او د تمانع او تیښتې او د خنډ د ایجادولو ماده ایښې ده او دا ماده لږو ډیره په هره ښځه کې پیدا کیږي. دغه د تیښتې او منه څرنګوالې که څه هم د نورور حیواناتو په ښځینه طبقه کې هم شته خو د انسانانوپه ښځینه صنف کې دهغې ځواک او کمیت ډیر زیات دې او هغه یې دشرم اوحیا د جذبي په اساس نور هم ځواکمن کړې دې . ددې څخه دا را څرګندیږي چې په انسان کې د صنفي راښکود موخې یو تلپاتې تړاو دې نه دا چې هر صنفي راښکون په یوه جنسي عمل باندې متج شي .

په دې خاطر یې د انسان کوچنیان د نورو حیواناتو د کوچنیانو څخه ډیر کمزورې او بې وسه پیدا کړي. د نور حیواناتو پر خلاف د انسان کوچنې تر څو کالو پورې د مور او پلار ساتنې او روزني ته اړتیا لري او په هغې کې دخپل ځان د ساتنې قابلیت او استعداد ډیر کلونه وروسته را پیدا کیږي . ددې څخه هم یو هدف دادې چې د ښځې او نر اړیکې یوازې تر جنسي پولو پورې محدود نه وي بلکه ددې اړیکو زبیښه هغوې یو له بل سره په خپل منځي اړیکو او بسپنې باندې مجبوروي .

په دې خاطر د انسان په زړه کې داولاد مینه د ټولو نورو حیواناتو څخه ډیره ایښودل شوې ده . حیوانات تر ډیرې کمې مودې پورې د خپلو اولادونو د روزنې وروسته د هغوې څخه جدا کیږي . بیانو دهغوې تر منځ هیڅ ډول اړیکې نه پاته کیږي . بلکه یو له بله سره پیژندګلوې هم له لاسه ورکوي خو انسان د روزنې د لمړني وخت څخه وروسته هم دخپل اولاد سره مینه کوي . ان تردې چې د اولاد مینه او محبت د اولاد اوالاد (لمسو ) ته هم ور رسیږي . او د انسان د خپل غرضه حیوانیت اغیز د محبت تر اغیز لاندې دومره مغلو بیږي چې هغه هر هغه څه چې د خپل ځان له پاره یې غواړی له هغه زیات دخپل اولاد له پاره غواړی او دهغې په زړه کې ارزو را پیدا کیږي چې د امکان تر پولو پورې خپل اولاد ته میراث ورکړي . دمحبت ددغې جذبي دپیدایښت نه د فطرت یو موخه دا هم کیداې شي چې د ښځې او نارینه صنفي اړیکي په یوې تلپاتې رابطی تبدیلي کړي او بیا دغه اړیکې د یوې کورنۍ د جوړښت بنسټ و ګرځوي او بیا د ویني داړیکو د محبت لړۍ ډیرې کورنۍ یو د بل سره د مصاهرت په تار تړي او بیا د مینو او محبتونو ګډون د هغوې تر منځ دکومک اوتعاون له پاره بنسټیزي اړیکې را پیداکړي او په دې ترتیب یوه ټولنه او یو تمدن را منځته شي .


دتمدن بنسټیزه ستونزه :

ددې نه دا څرګنده شوه چې دغه صنفي میلان چې د انسان د جسم په رګ رګ او دهغې د زړه او روح په هرې څنډې کې ایښودل شوې نو دهغې د بسپنې په خاطر په ډیره پراخه پیمانه د کائناتو په هره ذره کې اسباب او محرکات ایښودل شوې دي .

ددې موخې دادې چې انسان د وګړیز ژوند څخه د ټولنیز ژوندپه لاره بوځي . فطرت همدغه میلان د انساني تمدن دمحرکه قوت بنسټ ګرځولې او د همدغې میلان او کشش په واسطه ددواړو صنفونو تر منځ تړون را پیدا شوې او بیا د همدغې تړون له مخې ټولنیز ژوند(Social Life) پیل شوې .

کله چې دا خبره ثابته شوه نوبیا دا هم په خپله را په ډاګه کیږي چې د ښځې او نر تر منځ د اړیکو خبره په اصل کي د تمدن بنسټیزه مسئله ده . او دهمدغې مسئلې په صحت او ټینګښت پورې دتمدن اصلاح او فساد ، دهغه ښه والې او بد والې ، او دهغه ځواک او کمزوري ، تړلې ده . دانسا نیت په دواړو اړخونو ( نارینه او ښځه ) کې هم حیوانې اړیکې یا به بل عبارت یوازې جنسي او مطلق شهواني اړیکې شتون لري چې هدف یې د انساني نسل پایښت دې او دویم یې انساني اړیکي دي چې موخه یې د ګډو ګټو له پاره د خپلو خپلو استعدادونو او دخپلو خپلو فطري وړتیاو سره سم مرسته او بسپنه ده . دهمدې تعاون له پاره دهغوې صنفي مینه د اتصال د یوې نقطي په څیر کار کوي او دغه حیواني او انساني عناصر دواړه یو ځاې په یوه وخت کې دهغې څخه د تمدن دکاروبار د چلولو خدمت هم اخلي او دهمدې کاروبار د جاري ساتلو له پاره د نورو وګړو دپیداکولو خدمت هم تر سره کوي . دتمدن اصلاح او فساد تکیه په دې وي چې ددواړو عناصرو ګډون ډیر متناسب او په انصاف برابر وي .

دغوره او صالح تمدن غوښتنې :

راځئ چې اوس دغه ستونزه و څیړو او په ډاګه کړو چې د یوه صالح تمدن له پاره د ښځې او نر تر منځ په حیواني او انساني اړیکو کې د انصاف او برابرۍ نه ډک متناسب ګډون څه ډول را منځته کیداې شی؟ او په دې ګډون کې که کومه بې اعتدالي را منځته کیږي نو څه ډول دغه تمدن د فساد په لور بیایي .

لمړۍ : – د جنسي میلان تعدیلول :

تر ټولو مهمه او لمړنۍ پوښتنه پخپله همدغه جنسي راښکون اومیلان دې چې څنګه باید تر ولکې لاندې راشي . مخته مونږ بیان کړل چې په انسان کې دغه میلان د نورو ټولو حیواناتو په نسبت ډیر قوې او ځواکمن دې. نه یوازې دا چې انساني و جود کې د جنسي میلان ځواکونه په پوره ځواک سره موجود دی بلکه بیرون هم په دغه پراخه کائناتو کې بې شمیره جنسی محرکات خواره واره پراته دي . دا هغه څه دې چې فطرت پخپله دهغې انتظام کړې . که چیرې انسان په خپله هم دخپلې توجه او د ایجاد د قوت نه کار واخلي او دهغې د زیاتولو او هغه ته د پر مختګ د ورکولو اسباب او وسایل برابر کړي او د تمدن داسې یوه لاره خپله کړې چې په هغې باندې د هغې جنسي تنده نوره هم زیاته شي او بیا دهغې تندې دماتولو له پاره څه اسانتیاوې هم را پیدا کړي نو په دې توګه به دا د هغه د مطلوب حد نه ډیر تیرې وکړي . په انسان کې حیواني عنصر دهغه په انساني عنصر باندې غلبه پیدا کوې او دغه حیوانیت د هغه انسانیت او تمدن دواړه له منځه وړي .

د صنفي اړیکو او دهغې د اساساتو او محرکاتو هر شي فطرت ډیر خوند ناکه پیدا کړې مګر څنګه چې مونږ مخکې ورته اشاره وکړه فطرت ددې خوند مساله ، یوازې د خپلو اهدافو یعنې د تمدن د ابادیداو له پاره په کار اچولې او که دا خوند د خپلو پولو څخه تیرې کوي او یا انسان په همدې خوند کې په مکمله توګه مصروفیږی نو دا یوازې د تهذیب او تمدن د ړنګیدو سبب نه ، بلکه د انسان د هلاکت او نابودۍ سبب هم کیداې شی. او په کراتو کراتو همداسې شوې هم دي . هغه ولسونه چې له منځه تللې دهغې نښې ا و تاریخ ووینئ و به ګورئ چې شهوانیت په هغوې کې د خپلو پولو څخه ډیر تیرې کړې و . دهغوې ادبیات دهمداسې جذباتو را پاروونکو لیکنو څخه ډک او دهغوې تخیلات ، د هغوې قصې د هغوې شعرونه ، دهغوې عکسونه ، مجسمې ، عبادت ځایونه او د اوسیدو ځایونه …. ټول په دې خبره ګواه دي کوم ولسونه چې همدا اوس د تباهۍ په لور روان دي د هغوې حالات هم ووینئ . هغوې خپل شهوانیت د فن ، لطیف ادب ، ذوق او ښکلا اوداسې نورو ښایسته نومونو باندې نوموی خو د تعبیر په بدلولو حقیقت نه بدلیږي . دا کوم څیز دې چې په ټولنه کې ښځه د ښځو نه ډیره د نارینه و ناستې ته او نارینه د نارینه و څخه ډیر د ښځې په لور رغبت پیداکوي ؟ ولې په ښځو او نارینه و کې د ښکلا او ارایش مینه ورځ په ورځ ډیریږي ؟ هغه څه شې دې چې دهغې په اساس ښځې دخپل وجود یوه برخه لوڅوي او دسړو له لورې د نورور لا زیاتو لوڅولو « هل من مزید » غوښتنه ترې کیږی ؟ څه عوامل دي چې لوڅ عکسونه ، لوڅې مجسمي او لوڅه نڅا د ټولو زیاته خوښول کیږی ؟ څه عوامل دي چې په سینما کې نندارچیانو ته تر هغه وخته هیڅ خوند اولذت نه محسوسیږي تر څو چې د عشق او محبت لوبې په کې نه وي او د جنسي اړیکو خبرې یا حرکات نه وي اجرا شوي ؟ دا او داسې نور ډیر کارونه که د شهوانیت ښکاروندوې نه وي نو څه دې ؟ په هغه تمدن کې چې په دې ډول غیر معتدل او نا انډول شهواني چاپیریال را پیدا شي نو دهغې انجام به د تباهۍ پرته نور څه وي ؟ په داسې ماحول کې د جنسي میلاناتو تیزوالې او د پرلپسې پارونې په وجه حتمې ده چې نسلونه به کمزوري کیږي د جسماني او عقلي قوتونو نشو نما به خرابیږي . ذهني پراګندګي به را پیدا کیږي (۱)

(۱)یو ډاکټر لیکي چې بلوغ د پیل وخت د ډیرو مهمو بدلونو سره یو ځاې را ځې . د نفس او جسم په مختلفو کړو وړو کې په دغه وخت کې یو انقلابي کیفیت را پیدا کیږي اویو هر اړخیزه وده او نمو صورت نیسي . انسان ته په دغه وخت کې ددغه تعییرات دزغملو اود هغې د نشو نما د لاسته راوړو په خاطر خپل ټول ځواک ته اړتیا محسوسوي په دې خاطر د ناروغیو په مقابل کې ځواک ډیر کمزورې کیږي . عامه نشو نما، د غړو لوئیدل او دنفساني او جسماني بدلونو دغه اوږده مرحله ، چې انسا ن په کې د کوچنیتوب څخه د ځوانۍ په لور قدم اخلي یو ډیر ستړې کوونکې عمل دې چې په دغه دوران کې طبیعت ډیر زیات مصروف او په جدو جهد کې اخته وي . په دغه وخت کې په هغه باندې د معمول څخه زیات کوم بار بارول درست کار نه دې . په ځانګړې توګه صنفي عمل او شهواني هیجان دهغې له پاره ډیر تباه کونکې ثابتیږي .

د جرمني یو روحاني پوه لیکی چې : څرنګه چې د جنسي غړو اړیکې د لذت او جوش د غیر معمولي هیجاناتو(sensations) سره یو ځاې وي په دې خاطر دغه غړي زمونږ د ذهني ځواکونو یوه لویه برخه دخپل ځان په لورې را کاږی یا په بله معنې په هغې باندې د ډاکې د اچولو له پاره هر وخت تیار وي که چیرې هغو ې ته پرې غلبه تر لاسه شی نو دغه انسان تمدن ته دخدمت پر ځاې په وګړیز لذت کې ډو بوي . دغه ځواکمن حالت چې د هغې جسم ته ور په برخه شوې د انسان صنفي ژوند د لږې ښوییدنې په اساس د اعتدال څخه دبې اعتدالۍ په لور وړي او د ګټې په ځاې زیان بخښونکې ثابیتږي . د روزنې مهم هدف باید داوي چې ددغه خطر څخه مخنیوې وکړل شي .

فحاشي ډیرښت مومي ، دخبیثه ناروغیو وبا خپره شي ، دحمل د مخنیوې او اسقاط او همدا راز د کوچنیانو د وژلو غورځنګونه پیل شي . ښځې او نر د حیواناتو په څیر یو له بله سره یو ځاې شی ، څنګه چې فطرت په هغوې کې میلانات دحیواناتو څخه ډیر قوې پیدا کړې نو هغه دغه قوتونه د فطرت په خلاف استعمال کړي او په خپل جنسي میلان کې د نورو څخه مخته شی . ان تردې چې د بیزوګانو او وزو څخه هم مخ په وړاندې و لاړ شی . پرته له شکه دا ډول حیوانیت نه یوازې دانساني تمدن او تهذیب په له منځه وړلو کې بلکه پخپله دانسانیت په له منځه وړلو کې ستر رول لوبوي او هغه خلک چې پرې ککړ دي هغوې د اخلاقي انحطاط داسې کندې ته ور غورځوي چې دو باره یې بیا د راوتلو شونتیا هم نه وي . د هغې تمدن پایښت چې بنسټ یې په تفریط ولاړ وي ،هم په همدې ډول دې . همدا راز لکه څنګه چې د جنسي اړیکو د حد نه تیریدل زیانمن دي په همدې توګه هغه د حد نه په زیاته توګه تر فشار لاندې د راوړو په واسطه نور هم زیانمن ثابتیږي . د تمدن هغه نظام چې انسان د دنیاپریښولو ، فقر ،رهبانیت او ګوښه کښیناستو لورې ته را کاږي هغه اصلاٌ د فطرت سره جګړه کوي په داسې حال کي چې فطرت د خپل مقابل لورې له خوا هیڅکله هم د ماتي سره نه مخ کیږي بلکه په خپله مقابل لورې ماتوي .

په ډاګه ده چې یوازې د رهبانیت اوګوښه کیناستو آند دهیڅ تمدن بنسټ نه شې جوړیداې ،ځکه چې هغه په خپل ذات کې د تمدن او تهذیب نفي کوي .. البته په زړونو کې د رهبانیت دآند د ځاې پر ځاې کیدو څخه به په تمدني نظام کې یوداسې غیر جنسي چاپيریال منځته را شي چې هلته به په خپله جنسي اړیکو ته سپک ، د کرکې او نفرت وړ او چټل کار په سترګو کتل کیږي او دهغې څخه به ځان ژغورنه یو لوړاخلاقي معیار ګڼل کیږي او د هرې لارې چې شوني وي ددې اړیکو د له منځه وړلو هڅه به کیږي . خو د جنسي ځواک تر فشار لاندې نیول د ټول انسانیت تر فشار لاندې نیولو سره برابر دي هغه ځان ته له منځه نه ځې بلکه د خپل ځان سره د انسان ذهانت ، عقلي ځواک ، وړتیا ، حوصله ، هوډ، نارینتوب او …. ټول له منځه وړي . د هغې د فشار لاندې دراوړو په واسطه د انسان ټول ځواکونه تر فشار لاندې را ځي او دهغې وینه یخه او منجمدیږي . په هغې کې د را پاڅیدو وړتیاوې له منځه ځي . ځکه چې د انسان تر ټولو لویه محرکه قوه همدغه جنسي ځواک دې . د یوه صالح تمدن لمړۍ دنده همدا ده چې د انسان د افراط او تفریط څخه د انسان د جنسي ځواک مخه و نیسي او د اعتدال لار ې ته یې راولي ، او په مناسبو اصولو باندې یې منضبط او کنټرول کړي .

د ټولنیز نظام جوړښت باید داسې و شي چې هغه له یوه اړخه څخه د غیرې معتدلو (Abnormal) هیجاناتو ټول هغه وسایل له منځه یوسی چې انسان یې د خپلې ارادې او دخپل لذت پالنې له لارې پیدا کوي او د بله اړخه د فطري (Normal) هیجاناتو دتسکین له پاره داسې لاره پرانیځې چې په خپله د د فطرت د غوښتنو مطابق وي .

پاته په لسمه برخه کې ولولئ…