کور / هراړخیز / پښتانه قومونه (د پرله پسې لړۍ لومړۍ برخه )

پښتانه قومونه (د پرله پسې لړۍ لومړۍ برخه )

دلراوبر يادونه :


د لراوبر ويبپاڼي اداره له درانه ليکوال او څېړونکي ښاغلي شهسوار سنګروال څخه مننه کوي چي خپل دا ګټور اثر ( د افغانستان قومونه ) يې د لراوبر ويبپاڼي ته د خپريدو لپاره وسپاره ، دا اثر به له دې وروسته په پرله پسې ډول له لراوبر ډاټ څخه خپور سي .


  ډالۍ         
د هېواد د وياړلي او پياوړي استاد  عمردې اوږد وي، دده د څېړنيزو هاندو هڅو د بوختيا په هيله… زما د مينې ډالۍ، پوهاند ډاكترمحمدحسن كاكړ يادووم د هېواد نوميالى تاريخپوه.


  مننه            


لومړى د درانه استاد كاكړ صاحب نه مننه چې تل يې خپلې مشورې رانه نه دي سپمولي.
دويم له ښاغلي سليم حيات نه مننه چې د ”   NOMAD TRIBES” كتاب يې زما په واك كې راكړ.
دريم له ګرانو خسرو او پردېس نه مننه چې د كتاب په ټايپ، ترجمه او د كتاب په تصحيح كې له ما سره ډېره مرسته كړې ده.


مننه درنو دوستانو
سنګروال 


بسم الله الرحمن الرحيم


لومړى څپركى


خېلونه او روايتونه


د افسانوي روايتونو له مخې ويل كيږي چې پښتانه د هغو دريو، څلورو او يا پنځو پلرونو اولاده ده چې له عمر نه يې د ځنو شجره كښونكو په وينا په اټكلي توګه دولس سوه كاله تيريږي او حال دا چې پښتانه زرګونه كاله اوږد تاريخ لري. د پښتنو د “پنځو پلرونو” خبره هم خپل ځاى لري او له دوى څخه راپاتې خېلونه چې اوس په افغانستان او د سيمې په ځنو هېوادونو كې مېشت دي په تاريخ كې ډېر د پام وړ دي خو خبره دا ده چې دا دپښتنو پيل نه دى. ځكه دا چې وايو پښتانه اّريايان دي او پښتو ژبه د نورو اريايي ژبو په كورنۍ كې شامله ده نو ښكاره خبره ده چې يو قوم او يا د يوه قوم ژبه هېڅ كله يو ناڅاپه لكه د مرخيړي په څېر د نړۍ پر مخ نه  ده زېږېدلې، هرومرو به يې د ودې او پرمختګ اوږده پړاونه وهلي وي گ


ځكه خو اوس څېړونكي روايتي افسانو ته د شك په سترګه ګوري. رواخله د پوهاند تږي دا خبره :” د پښتنو په باره كې د افغنه او قيص عبدالرشيد افسانه او د هغې په اساس باندې د پښتنو د نسبت جوړه شوې شجره ده … چې له ډېره پخوا نه په شفاهي ډول رايجه شوې ده گ” (پښتانه شپږم مخ ) ارواښاد دوست شينواري هم ددې خبرې پخلى كړى او خپل غبرګون يې داسې ډاګيزه كړى دى: “د پښتنو نسبت … نه يوازې افسانوي رنګ لري بلكې له اضدادو هم خالي نه دى … په حقيقت كې پښتانه درې وروڼه ګڼل دا يو سمبوليك ترسيم دى گ”(پښتانه …دوست 67-68 مخونه )


پوهاند زيار كښلي دي: “د پښتو غږ پوهنې په برخه كې څرګندونې ګتورې پرېوتې، ځكه له مخې يې د ژبپوهنې په پښت پوهنه (شجره) كې د پښتو ځاى ځايګى ښه تر روښانه شو گ” (پښتانه…زيار 76 مخ) دلته د شجرو يادونه وشوه كه چېرې د پښتنو د شجرو په اړه دريګويدا يادونې ته سترګې ښكاره كړو ډېرڅېړونكي دا مني چې “پني”،”بريسا” (بړيڅ) ،”پروته ” (اپريدي) او نور هغه نومونه دي چې اوس يې د پښتنو په شجرو كې ليدلى شو گ له ويدا سربېره ځني څېړونكي پښتو ژبه له اوستا سره همكورنۍ ګڼي. په دې حساب پوهاند حبيبي د ريګويدا عمر (1400 ق م) په شاوخوا كې ټاكي گ يو شمېر څېړونكي كه د هيرودت او بطليموس اندونو ته د شك په سترګه ګوري نو د ريګويدا او اوستا اريايي كتابونه خو به مني او كه چېرې دا هم نه مني نو د افغانستان لرغوني تاريخ ته دې سترګې ښكاره كړي هغه چې كله  په باختر كې د اسپه كورنۍ واكمنه وه او د هېواد پلازمېنه يې زري اسپه  Zari aspa وه ، بخدي واكمن ( چې يوناني تاريخپوهانو بكټريا باله ) د دلهرا اسپه، وشتاسب، ګرشاسپه (غرشاسپه) او اروت اسپه په نومونو ياد شوي دي چې دوشتاسپه لوى وزير جم اسپه او د زرتښت پلار هم د پورو شاسپه په ورته نومونو چې وروستاړى يې “اسپه” دى نومول شوي دي گ


مير غلام محمد غبار او احمد علي كهزاد هم په دې اند وو چې “د بكټريا (بخدي) لرغونى هېواد د افغان ټبر د واكمنۍ لومړى ټاټوبى دى، ځكه چې د پښتون كلمه له بكټريا نه را وتلې ده گ” (وارټن ګريګورن، د معاصر افغانستان …د عصري كولو سياست …1880-1940 د استفورد پوهنتون خپرونه 346 مخ)


“ابوريحان البيروني ويلي چې د افغان نوم هغې كلمې پورې اړه لري چې په مهاباراتا يا د هندوانو په حماسي كتاب كې چې دسانسګريت په ژبه كښل شوى دى د اسوا كا په بڼه ياد شوى دى گ”(رڼا او دفاع 120 مخ) كه چېرې لرغوني متون له پامه تېر شي ډېر پښتني نومونه د اّس له كلمې نه راوتلي دي گ كه چېرې په دې اړه اوږدې څېړنې وشي ښايي دا ترې راووځي چې اسپه كورنۍ يوه پښتنه كورنۍ وه گ


د هېواد پياوړي تاريخپوه ارواښاد احمد علي كهزاد كښلي چې “اسواكا يا اسواغانه د سانسګرت تركيبي كلمه ده چې د “اّس” او “مكان” مانا لري … نو په دې ډول اسواكا يا اسوا غانه د سورو هېواد كيږي گ” (افغان ،افغانستان كاكړ 16مخ ) گ


زما له انده موږ ډېر نومونه لرو چې د اسپه نوم سره مختاړي او وروستاړي شوي دي گ د لرغوني يونان يوه ليكوال د كونړ سين د”خوسپه” په يوناني شوي بڼه كښلى دى خو ځنې ورته “راسا”او “وركه” هم وايي گ


پخپله ګرشاسپه چې په اوم نسل كې د قومونو د شجرې په بنست فريدون (په اوستا كې تري تونا Trae-tona راغلى دى ) ته رسيږي خو فريدون بيا په لسم پښت كې يما ته ځان رسوي چې ګرشاسپه كورنۍ د زابلستان واكمنان تېر شوي دي … كه چېرې لږ شاته لاړ شو او له تاريخ نه پخوا پېړيو ته سترګې ورښكاره كړو د يما په مهال چې كومه نښته د ضحاك سره شوې او په روايتي بڼه ځنو تاريخپوهانو ورته اشاره كړې چې “يما” بيا د “زابل” پاچا ته پنا وړي … ښايي چې دلته دوه ټكو ته سړى پام واړوي … يو دا چې د زابل او بخدي (باكټريا) واكمنې كوگرنۍ سره نږدې وې چې يما زابل ته ځي او دويمه دا چې ښايي دغه جګړه د څړ ځايونو د ويش په اړه پېښه شوې وي … هره خبره چې وي وي به خو غرشاسپ (ګرشاسپه) دپيشداديانو څخه را پاتې كهول  ته منسوب دي گ


په اوستا كې دده پلار “تريته ” Tritta په ګوته شوى او دى دريم تن دى چې له سوما څخه يې “زوخا ” جوړه كړې ده. د زرتشت د پلار نوم هم “پوروش اسپه ” وو چې خپله شجره يې د “اسپه” كورنۍ پورې نښلوله گ په اوستا كې ددغې كورنۍ د واكمنو يادونه شوې ده او هغه كسان چې واك ته رسيدلي وو نومونه يې داسې را پېژني: “اروت اسپه” چې د ډېرو چټكو او تېزو اسونو څښتن ورته ويل شوى دى گ ويست اسپه (ويشت اسپه) چې د بيدارو اسونو مانا ترې را ولاړېده چې ډېر وروسته بيا د نورو اسونو نوم وركړ شوى دى گ


يو نامتو لرغونپوه “ارين” (د زيږدي 90 كال په شاوخوا تېر شوى) د سوات او باجوړ د وګړو په ډله كې د” اسپه زى”  Aspazi ټبر نوم هم ياد كړى دى گ


له زيږد نه 63 كاله د مخه زېږېدلي يوه بل نامتو تاريخپوه او جغرافيه پوه “سترابو” “اسپه زى” د “هپه سي” په نوم ياد كړي چې “سراولف كېرو” دغه دواړه كلمې (په پټان نومي كتاب كې) يوه كلمه بللې او له دې سربېره د اسپه زى معرب يې “يوسف زى” په ګوته كړي دي گ


“كېرو” له دې سربېره “اوګان Argan او ابګان Abga” هم كره كوي او څرګندوي چې “افغان” د دغو نومونو “معربه” بڼه ده گ دا هغه كلمه ده چې د شيراز په نقش رستم كې تر سترګو شوې چې د ليكلو نېټه يې د 260 – 273 ز  كالو په شاوخوا (د لومړي شاپور په وخت كې) كې اټكل شوى ده گ


همدا رنګه پوهاند زيار هم د”اراكوزى” او “الكوزى” يا “اپاروتى” او “اپريدي” يادونه كوي او وايي: “چې دا ژبپوهنيز سمون درلودى شي او د يپتال ابدال په ډله كې راوستل يې كيدون لري گ داسې ډېر پښتني ټبر نومونه نور هم ډېر دي چې تر اړوندو ټبرونو (نوموليو) څخه پېړۍ پېړۍ له مخه را پيدا شوي دي … هسې خو جوته ده چې نه ابداليان او الكوزيان تر ګډ نيكه “سړبن” له مخه پيدا شوي … “(پښتو او پښتانه …زيار 245 مخ) اكاډيمسن پوهاند جاويد هم زرنجيانا = درنجيانا =زرنګ يا هيرمند =هيلمند يا اراكوزيا =الكوزي يا ساك = اسحق =سهاك =اسحاق ساك زى ،اسحاق زى او دا ډول نور نومونه يو د بل سره ورته ګڼي گ (اوستا جاويد 25 مخ)


كه چېرې ساك =سهاك =اسحاق او دېته ورته نومونه ګډه ريښه ولري نو ساكان هغه وګړي دي چې د افغانستان په لرغوني تاريخ كې وړ ځاى لري د بېلګې په توګه هغه مهال چې د هخامنشيانو مشر كوروش د ساكانو د يوې مشرې مېرمنې چې “تاميره  Tamiris ” نومېده زوى ونيو او بيا يې وواژه گ نو بيا دغه ساك مشرې د ساكو په “ميترا” لوړه او سوګند ياد كړ كه زما زوى را خوشې كړې نو روغه به درسره وكړم او كنه ستا تنده به په وينو ماته كړم … هماغه وو چې د اوږدې جګړې په پاى كې كوروش د ساكو له لاسه ووژل شو گ


موږ دغه لنډه يادونه د بېلګې په توګه وكړه او دا مو په ګوته كړه چې له افسانوي روايتونو سوونه كاله پخوا پښتانه د اوسني افغانستان بومي اوسيدونكي دي او دا چې د خېلونو او ښاخونو په بېلابېلو څانګو ويشل شوي دي ښايي ځنې لاملونه يې زما په اند دا وي :


1- يو شمېر پښتانه د كورنيو جګړو او بهرنيو تېريو له بابته دېته اړ شوي چې خپل پلرنى ټاټوبى پريږدي او بلې سيمې ته كډه شي گ كله چې بلې سيمې ته تللي د هغو سيمو اوسېدونكو پښتنو يوه ځمكه ورته په ګوته كړې ده دا ځكه چې هغه مهال خو د خلكو په پرتله ځمكې ډېرې وې نو بيا ځكه نوې سيمې ته راغلي پښتانه د يوه خېل په نوم داسې  نومول شوي چې د قبيلې د مشر د نوم په پاى كې يا “خېل” او يا “زى” ور زيات شوى دى گ


2- له دې نه پخوا كله چې د سيمو وېش كيده د څو ګڼو كورنيو مشران به سره كېناستل. د جرګې او مركې له مخې به يوه چاته يوه سيمه په ګوته شوه او د څو كورنيو په سر به يو مشر وټاكل شو چې اوښيار سپين ږيرى سړى به وو چې د وخت په تېرېدو به هغه سيمه د هماغه مشر په نامه او وګړي به يې هم د هغه د “زى” او “خېل” د نوم په وروستاړي ونومول شول گ


3- يا كله به چې د يوې سيمې د وګړو شمېر زيات شو او د دوي ګوزاره به له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوه. كه چېرې د سيمې اوسيدونكي به په كرهڼه بوخت وو نو د ځمكې د كمښت ستونزه به ورپېښه شوه او كه چېرې څاروي به يې روزل او يا رمې به يې څرولې نو د څړ ځايونو له پاره دېته اړ وو چې داسې سيمې ته كډه شي چې هم به  د څړ ځايونه ورته پرېمانه وو او يا د كرهنې ځمكې.  بيا هم د قبيلوي مناسباتو له مخې دغه وګړي به چې نوې سيمې ته كوچېدل هرو مرو به دوى يو مشر يا يو ملك او يا يو سپين ږيرى درلود بيا هم هماغه خبره وه چې د مخه ورته اشاره وشوه گ


4- په افغانستان كې اوسېدونكي پښتانه د بل هر قوم په پرتله په پخپلو خپل منځي جګړو دومره ښكېل وو چې ان د سيمو په هېوادونو كې مخى نه ليدل كېده گ له دې كبله هم ډېر پښتانه چې يو شمېر يې په دغو جګړو كې مړه شوي ولې يو شمېر يې كډې كولو ته اړ شوي دي … چې موږ په دې اړه د افغانستان په لرغوني تاريخ او له دې نه په را وروسته موده كې ډېرې بېلګې لرو چې سترګې ترې نه شي پټېدى گ


5- په لويو كورنيو او باندنيو جګړو كې د پښتنو ونډې هم په خېلونو باندې د دې ولس په ويشلو كې ونډه لرلې ده. پښتنو باچيانو به د پوځي تيارسي په مهال كې له بېلابېلو پښتنو پرګنو نه پوځونه ټولول او دې كار د خېلونو په نومونه كې برخه لرله.


له دې سربېره دغه د “خېل” او “زى” تورى  له يوې څانكې او ښاخ سره د سيندونو او غرونو د وېش له مخې هم يوځاى شوي دي …چې په پاى كې ډېر خېلونه او زيونه د يوې ټولنې د مشر د نوم نه زيږيدلي دي گ


6- دځمكو د وېش سره سم د “خېل” او “زى” توري  د اوبو د وېش په لړ كې هم مينځته راغلي دي گ د ساري په توګه په هغه سيمو كې چې دايمي روانې او پريمانه اوبه نه وې او ډېرې ځمكې د رودونو او كارېزونو په اوبو خړوبه كېدې نو هرو مرو به په اونۍ كې د هر چا وار معلوم وو گ ددې له پاره چې د اوبو وار د ځمكې متناسب وي نو دلته دى چې د كورو كلي د مشرانو په نوم د هرې پښې او څانګې وار معلوميږي … زما د معلوماتو له مخې د هېواد په ډېرو سيمو كې چې بندونه او كانالونه په منظم ډول نه دي ايستل شوي نو ځكه د اوبو وېش په “پاو” په “چارك” نيم وخته (چې اوس د ساعت په حساب پاو يونيم ساعت، چارك درې ساعته اونيم وخت شپږ شپږ ساعته، يوه ورځ دولس ساعته او شپه ورځ 24 ساعته كيږي) يو وخته (بشپړه ورځ يا شپه ) او په شپه ورځ ويشل كيده … كله چې ساعت نه وو د هر كلي مشر به د ويالو په “بند” ( د هرې ويالې په وتره، اګل ځاى، انګړۍ معلومه وه) به ناست وو نو د ورځې له مخې به يې خپل سيورى پل كوه او د پښو پل نه به يې د هر خېل او زى د اوبو اندازه معلوموله … خو د شپې له خوا به بيا دستورو په حساب دا كار تر سره كيده چې دا هر ستورى خپل خپل نوم درلود د مثال په ډول د “سباستورى” ،غونچلكې ،كټ (چې د اسمان په كټ كې به ځني ستوري د سپي او لېوه په نوم هم يادول)، مجنون، ليلا، ماښامى (د ماښام ستورى چې د قبلې له خوا به را بره كيده) او داسې په لسګوني گ


د ساري په توګه زموږ كلى سنګر نوميږي دلته شپږ پښې دي چې يو لوى ښاخ يې د احمد بابا په نوم او بل يې د “خضربابا” يا خدر په نوم ياديږي خو د “امدخيل” او” خدرخېل ” كلمې په كې عامې دي … دا ټول خېلونه بيا په شپږو پښو ويشل كيږي (ارام خېل، خدرخېل، څارم خېل، پاچ خېل، چوار خېل، مندوزايي) خو په دغو خېلونو كې ځنې داسې را ګډشوي چې د اوبو ويش ورسره منظم كړي كنه په لوى ټبر كې دوى جلا دي.


6- د غرونو د وېش خبره هم د خېلونو او زيو په نومونه كې بېاغيزې نه ده. هغه حاصل خېزه غرونه چې د څړځايونه لري، يا ځنې طبعي مېوې لري او يا للمې دي، ددوى په څنګ كې ځنې غرونه هم شته چې لرګي يې په كور جوړولو كې ځانګړى ارزښت لري او يا د سونګ لرګي هم لري … بيا نو لكه څنګه چې مو د ځمكې او اوبو د وېش په اړه وويل دا رنګه په لږ توپير دغه غرونه په ځنو خېلونو او زيو وېشل شوي دي گ


له دې سربېره د ځنو دوديزو كړو وړو له مخې  هم د”خيل” او “زى” خبره د پام وړ ده. د ساري په توګه “بسپنه” او “ماراټ” يادوو گ بسپنه شخصي ارزښت هم لري او ټولنيز هم گ چې بيا د هر كلي د مشر له خوا په غم او ښادي كې له ټول كلي راټوليږي گ


“ماراټ” ډېره مهمه اصطلاح ده او دا هغه وخت كارول كيږي چې د څو خېلونو او يا سيمو تر مينځ خپل مينځي جګړه ونښلي نو بيا دريم قوم يا خېل يا د سيمې مشران به سره راټول شول او د هغې جګړې د سولې لارې چارې به يې لټولې او سيمې ته به چې راغلل نو شمېر به يې لږ تر لږه سل او دوه سوه سپين ږيرو ته رسيده بيا به د سيمې د وګړو تر مينځ يوه تيږه كېښودل شوه چې ډزې به بنديږي او له دې پرته دغه كسان به په هر كلي، كور او يا كورنۍ ويشل كيدل چې د خوراك او څښاك غم به يې خوړ … دلته ده چې خېلونو او زيو ته يې لاره پرانسته گ


له دې سربېره جوخت د سړكونو جوړول او رغاونه، د حكومت له خوا د ځنو بېګارونو دود، د ماليې او ګودام (په جنس) را ټولول او د دوى ټاكنه او دېته ورته نور ډېر څه شته چې د خېلونو او زيو په زېږېدو كې يې رول نشو هېرولى گ


دا خبره هم بايد هېره نه كړو كله چې دغه وګړي بيا ښار ته راغلل او هلته يې په سوداګرۍ لاسپورې كړ او يا هټيوال شوي دي نه يوازې خېل او قوم يې هېر كړى خپله ژبه يې هم ورو ورو تر شا كړې ده. په افغانستان كې ډېر پښتانه خېلونه او “زيونه” لرو چې خپله ژبه يې هېره كړې ده چې د بېلګې په توګه د افغانستان په معاصر تاريخ كې هغه واكمن ټبر يادوو چې لسګونه كاله يې پاچاهي كړې او اوس يې د كورنيو په غړو كې پښتو ژبه مړه ده گ يا هغه پښتانه چې په شمالي او جنوبي پښتونخوا كې استوګن دي (په تېره د شمالي پښتونخوا) اوس يې يو شمېر غړو پښتو ژبه هېره كړې ده… له دې پرته هغه خېلونه او ټبرونه چې كلكته، بمبي او د هندوستان په نورو سيمو كې اوسيدل له يوې مخې پښتو ژبه تورو خاورو ته سپارل شوې ده .