کور / تازه خبرونه / كندهار: د پرونۍ چاودنې وروستي جزيات

كندهار: د پرونۍ چاودنې وروستي جزيات

په کندهارکې ښارکې دجمعې په ماښام ناوخته مهال دريموټ کنترول ماين چاودنې ددرومېرمنوپه ګډو اوه تنه ولسي وګړي اودوه تنه هم پوليس ټپيان کړي دي .
پېښه تيرماښام نږدې اوه بجې دکندهارښارپه منځ کې دعمومي پاتاو پرغاړه مېرويس روغتون ته نارسيده  هغه مهال رامنځ ته سول چې دپوليسورينجرموټرله سيمي څخه دتېرېدوپه حال کې وو.
دکندهاردامنيې قومندانى دامنيت آمرسمونمل عبدالله خان وايې چې چاودنه له لري واټن څخه دکنترولېدونکوهغوچاودېدونکوتوکوله کبله رامنځ ته سوې چې پربائسکل باندي ځاي پرځاي سوي وو.
دکندهارښارپه منځ کې دغځېدلي پاتاوپرغاړه عمومآلاسي پلورونکې اوهغه مسافرچې دهلمنداوياهم دښاردلوېديځ پرلوردتګ په حال کې دټکسي موټرلپاره درېږدي .
دمېرويس روغتوندجراحي څانګې  يوتن ډاکترچې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي لراوبرته وويل چې دپېښي نهه (٩)تنه ټپيان وروړل سوي چې درې تنه مېرمنې  اوه شپږتنه يې نارينه دى  چې له ډلې څخه يې دوه تنه پوليس اوڅلورتنه يې لاسي پلورونکې دي .
دنوموړپه خبره چې دټپيانوله ډلې څخه يې ديوې مېرمنې روغيايې حالت داندېښنې وړدى اويوتن پوليس په روغتون کې دسختوټپونوڅخه ساه ورکړه .
امنيتي مامورينهم په پېښه کې دنهوتنودټپي کېدوخبره تائيده وي خوهغه مهال چې چاودنه  رامنځ ته سول اودپېښي سيمه دپوليسوله لوري کلابنده سول ،دپوليسوله لوري خبريالانوته په وسولوګواښنه وسول چې سيمي ته دي نه ورنږدې کيږي .
داپه داسي حال کې ده چې په کندهارکې زياتره خبريالان له دغه ډول پېښوڅخه وروسته دراپوراخيستلوپرمهال له ورته غبرګونونوسره تل مخ کيږي .