کور / هراړخیز / په يوې لويې چاودنې د کايناتو خلقت

په يوې لويې چاودنې د کايناتو خلقت

 


Big Bang theory


د نولسمې پېړۍ تر پايه ساينس پوهانو،کاينات حتى ماده ازلي بلله،  دهمدې نظريې پربنسټ ماده پرستانو ويل چې ماده په شعور مخکې ده ، اوداسې يې انګېرله چې يوه بې نهايته فضا لا له اول څخه موجوده وه،او په دې لايتناهي فضا کې د مادې کوچنۍ زرې هم له ازل څخه په پاشلي او تيت ډول پرتې وې ،او د مادې دا کوچنۍ زرې له اوږد مهالي تکامل وروسته  د جاذبې قوې ،فرار، او هستوي تعاملونود اصولو له مخې په نننيو کايناتو بدلې شوې ،اوپه ځينو سيارو کې لکه ځمکه  ژوند کول راڅرګند شول.


خو د شلمې پېړۍ په پيل کې ،د لويې چاودنې د نظريې کشف (Big bang theory) دا نظريه بېخي ناسمه وګڼله.


د لويې چاودنې د نظريې له مخې دا کاينات چې موږ  وينو د ١٥ څخه تر ٢٠ زره ميليونه يا(١٥_٢٠) ميليارده کاله مخکې موجود نه وو، هغه وخت نه ځمکه وه،نه لمر و،نه ستوري اونه کهکشانونه وو،حتى هغه ذرې هم نه وې چې ماده ترې جوړه شوې ده.


اتوم او د اتوم اجزا يعنې شنډبڅرى( نيوترون) سوړبڅرى(پروتون)او تود بڅرى(الکترون) هم موجود نه وو، حتى تردې چې يوه خالي فضا هم موجوده نه وه.


نوبيا دا ستر کاينات چې (نور)يې هم په زرهاوو ميليونه کاله  طى کولى  نه شي ،څنګه دومره پراخ شول؟


قرانکريم د هېڅ څخه په خلقت بيا ،بيا ټينګار کړى ،چې د نولسمې پېړۍ تر پايه پورې ساينس نه منله . چې کاينات دې له هېڅ څخه خلق شوي وي،ساينس پوهان په ځانګړي ډول نيوټن په دې باور و،چې دا دمادې تغيرات او بدلونونه دي، چې د وخت په تېرېدو د تدريجي نکامل له امله د خلقت سبب شوي دي ،خو اوسنى ساينس له هېڅ څخه خلقت  اره خبره بولي  اومني يې.


په ساده ډول د البرټ انشټاين د نسبيت له فرمولونو څخه يو فرمول دى ،د مادې جاذبه انرژي منفي چارچ او د مادې په کتله کې ځاى په ځاى شوې متره(انرژي) مثبت چارچ لري اودواړه مساوي دي، نومنفي چارچ او  مثبت چارچ يوبل حذف کوي نو ماده صفر ته تقرب کوي ،چې مبدا يې هېڅ ده.


له اره روسى امريکايي ساينس پوه جورج ګامو(Goarge gamow) چې د البرټ انشټاين همعصره و په خپل کتاب کې چې (my world line) له انشټاين سره د خبرو په باره کې ليکي ،چې ((…ماپه ١٩٤٠زېږدي کال کې له انشټاين سره د سړک په غاړه قدم واهه ، انشټاين ته مې وويل چې يوۀهمکار مې داسې اشاره وکړه،چې د تاسو د يوه فرمول پربنسټ ستوري له هېڅ څخه منځ ته راغلي دي ،ځکه چې د ستورو جاذبه انرژي منفي چارچ لري اوپه منظم ډول  د ستورود کتلې انرژي چې مثبت چارچ لري حذف کوي ، انشټاين د خپل فرمول په پايله دومره حيران شه چې د سړک په منځ همداسې شول شئيد ودرېد ،شاوخوا يې موټرو هارنونه کول چې  د سړک له غاړې څخه يوه لورې ته شه….))


دانشټاين دا فرمول چې وروسته په ډېرى رايو د ساينس پوهانو له خوا ومنل شو،د کايناتو په ټولو اجزاوو کې په ځانگړي ډول د کايناتو دخلقت د زبات په باره کې د استفادې وړ دى، بيا ښاغلي اډوان ټريون  (Edvan tryon) چې د (city) پوهنتون استاد و په ١٩٧٠ زېږدي کال په نيويارک کې اعلان وکړ، چې کاينات په کُلي ډول د کميت د تيوري (guantum) پر بنسټ له هېڅ څخه پيل شوي دي.


اوس اصلي موضوع ته راګرځو يعنې له هېڅ څخه دکايناتو خلقت:


بديعُ السماواتِ والارض واذاقضى امراً فانما يقولُ له کُن فَيَکُون


ژباړه:هغه د اسمانونو او ځمکې(کايناتو) هستونکى دى،او دکومې خبرې،چې هغه فيصله صادروي صرف دومره امر ورته کوي چې شه،نوهغسې کېږي.


د قرانکريم ددې ايت شريف له مخې څښتن تعالى د کايناتو د خلقت اراده وکړه او په يوه (کُن) امر يې د کايناتو د خلقت  اسباب يعنې  وړه ذره   يو دم وپنځوله ،ساينس پوهانو دا ذره د نننيو کايناتو نطفه يا لومړني کاينات نومولي دي ،چون دا ذره له هېڅ څخه منځ ته راغلې  نو مفته ډوډۍ( free lunch) هم ورته  وايي .


دا لومړني کاينات دومره واړه و،چې په لومړيوکې يې حجم د نننيو کايناتو په پرتله لکه په سمندر کې  څاڅکى داسې و،اما څاڅکى په سمندر کې په دې مانا چې له لمريزنظام ستر ،وروسته ساينس پوهان پوه شول ،چې لومړني کاينات له هغه څه چې فکر کېده، په څوځلې کوچني وو،حتى تر ځمکې هم کوچني وو.


البرټ انشټاين د کايناتومبدا له اتوم څخه کوچنۍ فرض کړه، ساينس پوهانو د انشټاين دا فرضيه له مبالغې ډکه وبلله ،خووروسته ټول ساينس پوهان يوه خوله شول ،چې هغه وړه ذره (لومړني کاينات)رښتيا هم له اتوم څخه کوچني وو،حتى د اتوم له هستې څخه کوچني و يعنې (10-32 ) ملي متر:  په دې مانا،چې يو ملي متر په (100000000000000000000000000000000) مساوي برخو ووېشل شي ،هغه يوه برخه يې له لومړينوکايناتو سره مساوې ده ، دا مانا لري چې کاينات له سوړبڅري(پروتون) څخه چې د اتوم دهستې جز دى (1020 )يا(100000000000000000000) ځلې کوچنى و.


ددې لومړينو کايناتو د ذرې کتله له ننني ستر کاينات    سره مساوي وه ،نوويلاى شو،چې يو بې نهايته وړوکى کاينات له اتوم څخه کوچنى ،بې اندازې ګرم چې د تودوخي درجه يې سلهاوو بيليون سانتي ګريډ وه .  هو چون کتله يې له ننني کاينات سره مساوي وه؛ نويوبې نهايته متراکم اوغليظ کاينات له بې اندازې کثافت سره.


ددې وړوکي کاينات جوړونکي عناصر  ماده نه وه  ،بلکې يوه خالصه انرژي وه   اوديو واحد قوت درلودونکې،که ووايوکوم قوت ؟ساينس يې هم ځواب نه لري.


په داسې حال کې چې په نننيوکايناتو کې څلوربېلابېل قوتونه وجود لري ،لکه د جاذبې قوت،دالکتروني جاذبې قوت،هستوي کمزورى قوت، اوهستوي ځواکمن قوت.


ټول ساينس پوهان يوه خوله دي چې د نننيو کايناتو ټولې اجزا لکه ځمکه ،فضا،لمر،ستوري،سپوږمۍ کهکشانونه،سماوي اجرام،مکان اوزمان حتى زه اوته د همدې ذرې يا اوليه کاينات جز و،خو په اوسني شکل نه بلکې د خالصې انرژي په شکل چې له نننيو ټولو انرژي ګانو سره يې توپير درلود.


که ووايو چې د نننيو کايناتو ټول جوړونکي عناصر د فضا او زمان په ګډون په هغه ذره کې ځاى پر ځاى وو،چندانې سمه خبره  نه ده ؛ ښه خبره داده چې ووايو چې هماغه ذرې دومره انرژي په ځان کې لرله ،چې د کايناتو ټولې اجزا اوخپله ننني کاينات تشکيل کړي.


دا کاينات څه ډول له هېڅ څخه منځ ته راغلل ؟ ساينس نه پوهېږي يوازې مني يې ،شايد د دو مستقيمو ليکو له تقاطع څخه،کومې ليکې؟ چېرې؟څه ډول؟ بيا هم ساينس نه پوهېږي.


له اتوم څخه کوچني کاينات ،له لمرڅخه په ميلياردو وارې ګرم اوبې نهايته غليظ او له کثافت څخه ډک بايد وغوړېږي او توسعه پيدا کړي،زمان اومکان تشکيل کړي ،چې دا تکامل  يې په لويې چاودنې پيل شو،او ساينس پوهانودا چاودنه (big bang) ونوموله.


اولم ير الذين کفروا ان السماوات والارض کانتا رتقا ففتقناهماوجعلنا من الماء کل شى حى افلايومنون


ژباړه:ايا کافران په دې نه پوهېږي ،چې دغه ټول اسمانونه او ځمکه يوله بله سره نښتي وو،بيا موږ دوى بېل کړل اوله اوبونه مو هر ژوندى شى پيدا کړ، ايا هغوى زموږ دغه خلاقيت نه مني.


تړلي يا بسته کاينات په يوه نقطه کې په يوځلې سره جلا شول ، او د کايناتو ذرو له يوبل څخه واټن ونيو ،انرژي بېلابېلو لوريو ته په يکنواخته ډول وپاشل شوه اوکايناتو په حقيقت کې انبساط پيل کړ.


دا لويه چاودنه لکه دبم چاودنه داسې نه وه،چې ټوټې يې په فضا کې وشيندل شي،هغه وخت فضا هم نه وه،بلکې دا  اورينه چاودنه کاملاً په منځ کې وه ،چې د کايناتو د توسعې اوغوړېدنګ لامل شوه.


کايناتو د نور له سرعت څخه خورا چټک غوړېدنګ کاوه.نور په يوه ثانيه کې ٣٠٠٠٠٠ کيلومتره واټن وهي يانې نور دومره چټک دى ،چې د يوې ثانيې په دننه کې اووه نيم ځلې د ځمکې د کُرې په شاوخوا راتاوېږي ،خوکاينات له چاودنې وروسته د يوې ثانيې  په خورا لږ شېبه  يانې د يوې ثانيې په  (10-43 ) برخه کې× (1056) ځلې وسعت وکړ.


دا سرعت رښتيا هم له نور څخه بې اندازې چټک و، که چېرې يوه ثانيه په دېرش مليارده حصوووېشو،نونورپکې په يوه حصه کې يوازې يوسانتي متر لار وهي،خوکاينات د يوې ثانيې (15×10-33sec) يانې د يوې ثانيې په زرهاووميليون،بيليون،ترليونه برخه کې (10 cm) پراخ شوي و،نوپه دې ډول د کايناتو د انبساط سرعت بليونونه ځلې د نورله چټکتيا څخه تېز و.


د انشټاين د نسبيت د نظريې پربنسټ هېڅ شى نشي کولاى له نور څخه په کايناتو کې چټک حرکت وکړي ،نوبيا کاينات څنګه په لومړيو شېبو کې له نور او برېښنا څخه تېز پراخ شول؟ دانشټاين موخه داوه چې هېڅ شى خپله په کايناتوکې د کايناتو په فضا کې له نور څخه سريع حرکت نشي کولاى ،ليکن د کايناتو انبساط د کايناتو په داخلي قوانينو پورې اړه نه لري ،کاينات دهغه چاپېريال په داخل کې چې انبساط پکې کوي له فضا سره بشپړ توپير لري. اود کايناتو اړوند ساينسي قوانينو خلاف دى.


د چټک انبساط د سرعت لامل داوچې په لومړۍ خورا کوچنۍ شېبه (planck time) کې چې د يوې ثانيې (10-43) برخه ترې مراد ده ،دجاذبې قوت فرار وکړ،او د هماغې ثانيې(10-35) کې هستوي ځواکمن قوت فرار وکړ،ددې دوو کليدي قوتونو په فرار سره د کايناتو د سريع غوړېدنګ په مخ  کې هېڅ خنډ موجود نه و،چې د انبساط مخه يې ونيسي.


دې ته موبايد پام وي چې تر هغه وخته پورې د کايناتو د عمر يوه ثانيه هم لا نه وه وتلې.دا خورا سريع غوړېدنګ دى چې د بشر له عقل او حواسوڅخه وتلې خبره  ده . لا هم کاينات ډېرکوچني،خورا ګرم، اوزښته ډېر متراکم و.


فضا،اتوم،عنصر اويا په کُلي ډول ماده نه وه لويه شوې ،کاينات له انرژي څخه په يوه واحد قوت (Grand unified force) ډک و.


په هماغه شېبوکې چې د لومړۍ ثانيې خورا کوچنۍ شېبې تېرېدې په کايناتو کې ستر جنګ پيل شو،دا جنګ د مادې د منځ ته راوړنکو ذرو او د مادې له منځه وړونکوذرو ترمنځ و، په دې جنګ کې دواړه د يوبل د ورک کولو په هڅه کې وو.چې له نور څخه په ډېره چټکتيا يې يواوبل له منځه وړل،چې دا جنگ به يې  د تودوخي څخه د ډکې انرژي  دزېږون لامل ګرځېدۀ، له امله و،چې د کايناتو د تودوخي درجه  خورا  لوړه شوه يانې (366166239472720615159282314170.6) سانتي ګريډ ته ورسېده، چې له فکرڅخه لوړه تودوخه ده ،دتودوخي له دې درجې سره هېڅ شى نه شو پرتله کولاى ،دلمر هسته چې د لمر ترټولو خورا ګرمه سيمه ده ايله (15000000) سانتي ګرېډ تودوخه لري.،چې دکايناتو دهغه وخت له تودوخي سره هېڅ د پرتلې وړ نه ده.


په دې جنګ کې که چېرې د مادې له منځه وړونکې ډله بريالۍ شوې واى ،نود کايناتو د له منځه تللو چاودنه به رامنځ ته شوې وه، چې نه به  نن ورځ وه ، نه به فضا ، زمان،او  مکان و،، نه به کهکشانونه ،ستوري سيارې اووغيره… لنډه دا چې  هېڅ شى په نه وو.


خولکه څنګه چې د بقرې مبارک سورة په ٢١٧ ايت کې ذکر شوي دي   الله(ج) دکايناتو د خلقت اراده وکړه نوبيا د مادې سيال د مادې جوړونکوپر وړاندې څه کولاى شواى؟! حقيقت دى چې  هېڅ يې نشواى کولاى.


يانې داچې د لويې چاودنې (big bang) څخه موخه ابادي او خلقت و، بربادي ترې هدف نه وه.


د مادې د ننګه کوونکوشمېر يوميليارد ځلې د مادې ضد له ډلې څخه ډېر و،اومخکې له دې چې لومړنۍ يوه ثانيه پوره شي ، دمادې ضد له منځ ولاړل. دا داسې شېبه وه،چې لاتر هغه وخته پورې ماده منځ ته نه وه راغلې ،اوفضا هم  نه وه تشکيل شوې ،ځکه کاينات هماغه ډول متراکم ،ډک ،اوله تودوخي مالامال وو.


دمادې ضد له ماتې وروسته ،دکايناتو موقعيت ټينګ شو، داچې هماغه شېبه  ماده ولې  منځ ته نه راغله، لامل يې  لوړ کثافت اود تودوخي لوړه درجه وه.


د لومړۍ ثانيې خورا وړې ،وړې شېبې تېرېدې،دکايناتو حجم پراخېدۀ،او په عين حال کې د کايناتو کثافت راټيټېده،او د تودوخي درجه هم په رالوېدو وه.


د  هماغې لومړۍثانيې په سل ميليونمه حصه کې (10-8 ) د کايناتو د تودوخي درجه راولوېده،خوبيا هم د کايناتو د حرارت درجه (36609921288) سانتي ګرېډ وه،چې د لمر په پرتله لا هم په ميلياردونو ځلې ګرم و. د تودوخې په دې درجه کې هېڅ عنصر خلق نه شه، اونه فضا منځ ته راغله ،ځکه کاينات لا هم له انرژي ډک وو او لوړکثافت يې درلود.


ديوې ثانيې په تېرېدو دکايناتو دتودوخي درجه په  کافي ډول رالوېدلې وه، اوحجم يې له اوسني لمريز نظام څخه څو،څو ځلې  ستر و.


د يوې ثانيې په تېرېدوځينې سپکوعناصروواکړاى شول،چې خلق شي خو لا هم فضا وجود نه درلود ،د کايناتو په لاغوړېدنګ او د تودوخي  د درجې په ټيټېدومعمولي ذرې تشکيل شوې.


دا ذرې د باريون (baryon) الکترون(electron) اوکوارک(quark)ذرې وې ،چې په حقيقت کې په کايناتوکې دژوند او مادې د بنسټ ډبره وه.خو لاهم درنې ذرې لکه پروتون اونيوترون تشکيل شوې نه وې ،ځکه  د تودوخي درجه په کافي اندازه لوړه وه.


د کايناتو د تودوخي درجې په رالوېدو چې لاهم (10982976383) سانتي درجې وه مرکبې ذرې لکه پروتون،نيوترون،چې د هاډرون(hadron) په نامه يادېږي دمادې بنسټ کېښود،خوماده په اساسي ډول د تودوخي د لوړې درجې له امله نه وه تشکيل ،که څه هم چې سپک مرکبات لکه لپټون(lepton) منځ ته راغلي وو،خو دلوړې تودوخې له امله يې د هاډرون له ذراتو سره تعامل ونکړ،چې پېچلې ماده تشکيل کړي.


دکايناتو له عمر څخه له څو دقيقو وروسته د لپتون ذرې ډېر ژر د هاډرون له ذرو سره تعامل وکړ اود مادې ټول ډولونه يې تشکيل کړل.


د کايناتو له عمرڅخه تر دريودقيقو تېرېدا وروسته پروتون اونيوترون تعامل وکړ چې له امله يې د هايدروجن ايزوتوپ  ډيټريوم (Deuterium)  منځ ته راغى.


ډيټريوم يا په بل عبارت دروند هايدروجن ډېر ژر نور نيوترونونه  راټول کړل او ټريټوم(tri tium) يې تشکيل کړ،دستي په دې ترکيب کې پروتون هم وراضافه شو او د هيليم (Helium) هسته يې تشکيل کړه.


ساينس پوهان په دې باور دي چې د کايناتو د عمر په لومړيو دريو دقيقو کې د يوې هستې هيليم په مقابل کې نږدې لس پروتونونه وو.


 دکايناتو د تودوخي د ښې رالوېدنې ،او دکايناتود لا غوړېدنګ  له امله اضافي پروتونونو وکړاى شول ،الکترون را لاندې کړي او د معمولي هايدروجن د توليد لامل شي ؛ له همدې امله په نننيو کايناتو کې يو اتوم هيليم د لسو يا  يوولسو اتومونو هايدروجن په مقابل کې قرار لري.


دڅو ساعتونو په تېرېدو زياتره نورعنصرونه لکه اکسيجن ،کاربن ، نايټروجن اونور منځ ته راغلۀ .خو د ځينو درنو عنصرونو د تشکيل د څرنګوالي په باره کې لا تر اوسه کافي معلومات نشته شايد ساينس پوهان وکړاى شي ،په کايناتوکې د ټولو عناصرو دتشکيل څرنګوالى ومومي، اويا هم د ځينو ساينس پوهانو په نظر دوى هېڅکله هم ددې راز په کشفونې بريالي نه شي.


د کايناتو له عمرڅخه د ساعتونو ،ورځواوکالونو له تېرېدو وروسته ماده دومره په خپل منځ کې سره جلاشوه چې ترمنځ يې خلا رامنځ ته شوه چې دا خلا له پنډې او تياره فضا څخه عبارت ده.  


نوربيا…


   


 


 


 


 


 


 


تبصره نسته

  1. دیره په زره پوری لیکنه ده د لا بریا په هیله دی یم