کور / تازه خبرونه / شيرزى ،دميرويس کرزي په ليدو تر کانديداتورۍ  تير سو

شيرزى ،دميرويس کرزي په ليدو تر کانديداتورۍ  تير سو

دننګرهاروالي ګل آغاشېرزي دولسمشرحامدکرزي په کټه له خپلې کانديداتورى څخه تيرسو.


نوموړي چې تيره ورځ يې په کابل کې دراتلونکوټولټاکنولپاره خپل دوه مرستيالان هم ټاکلى ونن سهاريې په جلال آبادکې خبريالانوته وويل چې دولسمشرکرزي په کټه له خپل دغه هوډڅخه پرشا سوئ  .



که څه هم دننګرهاردوالي ددغه بيړني تصميم په اړه زياتې پوښتنې راپورته سوي خوګل آغاشيرزى خپله خبريالانوته وويل  چې په کابل کې يې دجمعې په ورځ دهرات دپخواني والي سيدحسين انوري په کورکې غونډه لرل اودراتلونکوټولټاکنولپاره يې دولسمشرکرزي اوسنى لمړى مرسيتال ضيامسعوداوسيدحسين انوري دمرستيالانوپه توګه نومولي وو.


نوموړي زياته کړل چې له ولسمشرکرزي سره يې برايي ماښام دډوډۍ خوړلوپرمهال دهغه زوى مېرويس کرزى په غېږونيواوپريکړه يې وکړه چې له خپلي کانديداتورى څخه به دولسمشرکرزي په کټه تيريږي .


دغه رازدننګرهاروالي ګل آغاشېرزي دولايت له چوکۍ څخه هم استعفااعلان کړل خوپدې باب يې له معلوماتوورکولوڅخه ډډه کړې .


ګل آغاشېرزي له خپلودوه نوماندومرستيالانوڅخه هم بخښنه غوښتې .

تبصره نسته

  1. (( شيرزي ،دميرويس کرزى په ليدوترکانديداتورۍ تير سو
    )) دادهغه خبرسرليك وو چې نن شنبه دغوايي دمياشتې په دولسمه نيټه دلراوبرپښتوويب
    پاڼې څخه خپورشوددغه خبرپه لوستلوهك حيران شوم اوداسې انديښنه راسره پيداشوه چې هسې
    نه چې دغه پاتې كانديدانوته هم كرزى خپل زوى ورو ښيي اوهغوى هم له خپلې كانديداتورۍ
    څخه توبه وباسي . زه نه پوهيږم چې دكرزي صيب په زوى كې كوم كمال شته چې اوس
    لادولسمشرۍ ډيرجدي ……؟

     كانديد هم له خپلې كانديداتورۍ څخه لاس په
    سركيږي په هرصورت دافغانستان داساسي قانون د دوه شپيتمې مادې له مخې شيرزي صيب حق
    لرود چې دغې څوكۍ ته ځان كانديدكړي اوهغه حق لري چې له هغې څخه منصرف شي خويوشى چې
    تل زماپه ګډون عام افغان ځوروي هغه داچې هيڅ سياسي كس له خپلوخواخوږوسره وفانه كوي
    ترهغوپورې له هغوى څخه ديوه ډال په توګه كاراخلي ترڅويې چې خپل هدف نه وي ترلاسه
    كړى خوچې كله خپلې موخې ته ورسيدنوبياددافغانانوخداى مل شي شيرزي صيب خوخپله پريكړه
    وكړه اوس خبره دهغه چاده چې يوڅه تمه هم ترې كيږي اوهره ورځ يې دكمپاين په دفتركې
    په سونوقومي مشران پدې هيله چې ګڼې له موجوده ناورين څخه به موخلاص كړي ، راټوليږي
    خوله څوورځوراپديخواداسې اوازې دي چې هغه ته هم كرزي دخپل زوى مخ ورښودلى ځكه
    هرمازديګرارګ ته روان وي كله وايي چې كرزي راته دپكتيااوپكتيكاسپين ږيري راليږلي وه
    اوكله وايي چې څه وكړم هغه يومحترم كس دى زماپه آند په سياست كې اصول دي اوهرڅوك
    بايد مخكې لدې چې نوروته احترام وكړي لومړى بايد خپلواصولوته درناوى وكړي كه چيرې
    خداى مه كړه يوسياسي كس ياډله خپلواصولوته ژمن نه وي نوهغوى په هيڅ ډول حق نه لري
    چې نوركسان خپلواصولوته راوبلي .

    په پاى كې زماهيله له پورتني كس اودهغه له سياسي
    همفكره انډيوالانوڅخه داده چې دولس رايې اواعتماد ته درناوى وكړۍ په سياسي
    معاملوپسې مه ګرڅۍ كه چيرې په سياسي معاملوكې خيرواى نوحكمتياراودهغه ډله به اوس
    دافغانستان دتاريخ ترټولودښه نوم څښتنان واى خوتاريخ ثابته كړه چې هغوى نه يوازې چې
    ګټه يې ونه كړه بلكې دخپل سياسي تاريخ دترټولوټيټې ( زوال ) كرښې ته رسيدلې چې په
    تيرو پارلماني ټاكنوكې يې ولس پايله وليدله نوزماپه آند له هغې ګټې څخه چې يوكس
    ياډله پكې خپل سياسي اعتماد له لاسه وركړي هغه تاوان په مراتبوغوره دى چې خپل سياسي
    پرستيژاوعزت يې پكې ساتلى وي .