کور / تازه خبرونه / په کندهارکې يوازي درو مېرمنوځانونه کانديدکړي

په کندهارکې يوازي درو مېرمنوځانونه کانديدکړي


په کندهارکې دټولټاکنودخپلواک کميسيون ځايي مشرمحمدقاهرواصفي وايې چې دکندهاردولايتي شورادغړيتوب لپاره دمېرمنولپاره ٤څوکۍ په پام کې نيول سوي خودنوم ليکنې په بهيرکې يوازي ٣مېرمنوخپل نومونه ليکلي اويوه څوکۍ بياهم خالي پاته ده .
دچاروڅارونکې وايې چې په سيمه کې روان امنيتي وضيعت اوپه خاص ډول دمېرمنودسياسي فعاليت په وړاندې پرتې ستونزي هغه څه دي چې په سږنيوټولټاکنوکې يې برخه دپخواپه پرتل کمه برېښي .
دولايتي شورا اوولسمشريزټاکنولپاره دنوم ليکنې بهيردغوايې په اومه نېټه پيل اودجمعې په ورځي په مازيګردغه ابتدايه لړي پايته ورسيده .
په کندهارکې دټولټاکنودخپلواک کميسيون ددارالنشا مشرمحمدقاهرواصفي لراوبرته وويل  چې په دغه لړى کې ټولټال ٤٥ تنوخپل نومه ثبت کړي چې يوازي ٣ تنې يې ښځينه دي .
دنوموړي په خبره چې نويوکانديدانوپه ډله کې دولايتي شوراداوسنيوغړوڅخه هم کانديدان سته