کور / تازه خبرونه / جګړن عيسي په کندهارښارکې ښې لاس ته راوړنې لرو

جګړن عيسي په کندهارښارکې ښې لاس ته راوړنې لرو

په کندهارکې دپيل سويوپلټنېزوعملياتوپه پايله کې امنيتي مامورينوخبرورکړچې ګڼ شمېروسلې ،مهمات اوچاودېدونکې توکې يې ترلاسه کړي دي .
دکورنيوچارو،ملي دفاع اوملي امنيت دجګ پوړوجنرالانواودکندهاردولايتي چارواکوپه ګډون پوځي کميسيون له هغه وروسته په کندهارکې په پلټنېزعملياتولاس پور ي کړچې له امنيتي پلوه ځيني اندېښنې راپورته سوې .
دنوموړي پوځي کميسيون په  ويناچې تراوسه يې په  سل ګونوکيلوګرامه هغه چاودېدونکې توکې ،وسلې اومهات چې ددولت دوسله والومخالفينوله لوري دسيمي دامنيت دګډوډېدوپه موخه کارول کېدې ترلاسه کړي دي .
په کندهارکې دميشت ٢٠٥ اتل قوال اوردووياندجګړن محمدعيسي لراوبرته وويل چې
په تازه لاس ته راوړنوکې شل مېله کلاشنکوفونه ،څلورآرپي جې راکټونه اوپه لس ګونومرمى يې ،دوه ميله سکيلان ،دپرسونل ضدلس ماينونه ،اوشپېته کيلوګرامه چاودېدونکې توکې نن امنيتي مامورينوترلاسه کړى دى.