کور / تازه خبرونه / فراهي په کلات کې داوردو درې سرتيري ووژل سول

فراهي په کلات کې داوردو درې سرتيري ووژل سول


د زابل ولايت مرکز کلات ښار ته څېرمه د ملي اردو په رنجر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنې وسوه چې له امله درې تنه سرتېري وژل سوي  اودرې نورټپيان دي.
د زابل د امينت آمر سمونوال غلام جيلاني فراهي د پېښې پخلى وکړ او لراوبر ته يې وويل چې دغه پېښه نن سهاردکلات ښار ته څېرمه د ترنک سيند سره رامنځ ته سوې.
د فراهي په خبر ه چې ماين د دولت د ولسوالو مخالفينو له لوري د دولتي او بهرنيو ځواکونو د له منځه وړلو په موخه ځائ پرځائ سوي و.
نوموړي زياته کړه چې په سيمه کې يې پراخ عمليات پيل کړي ترڅو د پېښې عاميلين ونيسي.
دزابل د امنيت آمر وايي چې تېره ورځ يې هم د سړک د غاړې درې کړۍ ماينونه چې په همدې لاره د دولت د ولسوالو محالفينو له خوا ځائ پرځاي شوي وله منځه وړي.
دا په داسې حال کې ده چې نېږدې درې ورځې مخکې د زابل ولايت د شنکۍ او شملزو ولسواليو ترمنځ په غځېدلي لار په ماين چاودنه کې ١٢تنه کوچيان چې په يوه تراکتور کې يې تګ کاوه وژل سوي و.
دطالبانووياندقاري يوسف احمدي په کلات کې دملي اوردوپرسرتيرودسوي چاودنې مسوليت په غاړه اخيستى اودشپږوسرتيرووژل کېدواعايې کړې .