کور / تازه خبرونه / خالقيار : په کندهارکښي به داداري فسادپه وړاندي کلکه مبارزه کوم

خالقيار : په کندهارکښي به داداري فسادپه وړاندي کلکه مبارزه کوم

دکندهارداستيناف نوي څارنوال حفيظ الله خالقياردخپل کارپه لمړى ورځ اعلان وکړچې داداري فسادپه وړاندې به له غوڅ درېځ څخه کاراخلي اوپه وړاندې به يې جدي مبارزه کوي .
نوموړى چې له دې څخه مخکې دکندوزاوبلخ ولايتونودمرافعه څارنوال په توګه دندي ترسره کړي تازه په کندهارکې داستيناف دڅارنوال په توګه ټاکل سوى دى .
خالقيارپخپله اداره کې هم له پرتوستونزوڅخه يادونه وکړل خوپدې اړه يې زيات څه ونه ويل .
نوموړي دکندهارله ښاريانوڅخه هم وغوښتل چې دهرډول ستونزي پرمهال دى له دوى سره مرسته وکړي خودى به هم ډيرژرددوسيوپه څېړلوباندي پيل وکړي .
تردې مخکې نجيب الله غفوري دکندهارداستيناف دڅارنوال په توګه دنده لرل خودولايتي چارواکوپه غوښتنه دهغوادعاوله مخې چې ورباندې يې لرلې دلوي څارنوالى له لوري له خپلې دندي لري کړل سو.
خوپدې اړه زيات معلومات درسنيوپه واک کې ورنکړل سول .