غزل

سعيد لودين | مې 9th, 2009


ژوندراسره ستړی شو ارمان راسره ستړی شو
اوښکې دي اوزه یمه ګریوان راسره ستړی شو


توره بخته بس دی دداغونوکیسه لنډه کړه
درد راسره ستړی شو درمان راسره ستړی شو


نورې څومره څړیکې دې ازله راته ایښې دي
زړه راسره ستړی شو جانان راسره ستړی شو


ولې دې قسمته دآهاړسندره خوښه کړه
تنده زاهره ترکې شوه باران راسره ستړی شو


وخت لکه دزهرو غړپ ستوني نه تیریږي نه
زه ورسره ستړی شوم هجران راسره ستړی شو


شپه وه ستاله تیروجفاګانو ژړیدم ورته
ستوري مې ټول ستړي کړل اسمان راسره ستړی شو


وخته غضري دې په یوه داسي څپه وړی یم
سیندراسره ستړی شو توپان راسره ستړی شو

Copyright Larawbar 2007-2024